تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جنازه !
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 17, 2018
  0

لیکنه: عبدالقیوم مینه وال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


له کوره را ووتم. دهغي جنازې سره ملګری سوم، چي څو ساعته مخکي يې خبر زما تر غوږو را رسېدلی و. جنازه مو پر اوږو واخيسته؛ د هديرې په لور رهي سوو.

 

د لاري په اوږدو کي په جنازې پسي روانو خلکو د مړي په اړه د يو او بل څخه ډول–ډول پوښتني کولې. چا يې مال ياداوه، چا يې اولادونه او چا يې نور څه.


په روانو خلکو کي يو نابلده سړي بل سړي ته وويل: وروره مړی دي خدای وبخښي؛ ده خو له دنيا څخه ځان ټول کړ او ولاړ. وروسته يې په حيرانوونکي ډول وويل: هو! رښتيا، تر شا يې څه پرې ايښي دي که يا؟ د دې پوښتني سره سم هديرې ته ورسېدو. زه هغه قبر ته چي د ده لپاره کيندل سوی و، نږدې ودرېدم؛ په همدغه ګړي قبر د حال په ژبه له ملائکو څخه وپوښتل: مړی را ورسېد؛ اوس به يې د لحد په تياره غېږ کي کښېږدي. هو! رښتيا، څه يې له ځان سره راوړي دي، که يا؟

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله،۱۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته