تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دارالعلوم دیوبند اته اداري اصول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 25, 2018
  0

لیکنه: مفتي حسین احمد حامد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د حجة الاسلام مولانا محمد قاسم نانتوي رحمه الله د دیوبند د مدرسې لپاره مرتب کړل سوي هغه اته اصول او شرائط کوم چی د هري دیني مدرسې لپاره اړین او ضروری دي، هر مدیر او مهتمم ېې باید دعملي کولو کوښښ وکړي:


۱ ـ باید د مدرسې د مسئولینو توجه او نظر د چندې ( مالي کومک راټول)  پر ډیرښت باندي وي. (د مدرسې مالي اړخ باید د عوامو خلګو پر چندو ولاړ وي او دا دایره پراخه کړي، او د حکومتوتونو یا مؤسساتو او داسي نورو پر پیسو باید ولاړه نه وي).


۲ ـ د مدرسې مسئولین باید په مدرسه کي د داخل سوي زده کوونکو او طالبانو لپاره د خوراکي توکو د آماده کولو او تل د هغه د پراختیا په لټه کي وي .

 

 


۳ ـ د مدرسې معاونین او مشاورین او خیر غوښتونکي تل دا خبره باید په پام کي ولري، چی د مدرسې پرمختګ او خیر خواهي تر خپلي خبري وړاندي اهمه وګڼي، که داسي ونسي، نو بیا د مدرسې په بنیادو کي تزلزل رامینځته کیږي.


۴ ـ دا ډیر اړین دي، چي د مدرسې مدرسین (استاذان) هم عقیده او همفکره وي، ځان خوښوونکي او نورو ته سپکاوې کوونکي نه وي، که داسي نه وي،  نو خدانخواسته د مدرسې پایلي به ښه نه وي.


۵ ـ د کتابو وېل کیدونکي ټاکل سوې برخه، یا کوم چي وروسته په مشوره سره د مدرسینو لخوا ټاکل کیږي، باید هغه اندازه خامخا وویل سي، که داسي ونسي نو اول خو مدرسه ابادیږي نه او که اباده هم سي  بې ثمره او بې فائدې به وي.


۶ ـ پدې مدرسه کي چي تر څو پوري د عائد (معاش) ډاډمنه او یقیني لاره معلومه نه وي، نو ان شاالله دغه مدرسه به په شرط سره د توجه الی الله همداسي ښه روانه وي، او که چیري د پیسو د راتګ (مالي سرچینه) یې یو یقیني او ټاکلې لاره (او جهت) وي، لکه: جائیداد،  کارخانه،  تجارت یا د یو مالدار ژمنه، نو بیا داسي ښکاري چي دغه د رجوع الی الله شتمني به دلاسه ورکړل سي، او غیبي کومک به موقوفه سي او د مدرسې د همکارانو ترمنځ به نزاع او مخالفت رامینځه سي. 


الغرض! باید د مدرسې په تعمیراتي چارو او نورو کارونو کي یو ډول بې سر وساماني په پام کی وه نیول سي (ترڅو د الله عزوجل سره همیشه پدې اړه رابطه قایمه وي او یوازي پر اسبابو تکیه نه وي).


۷ ـ د سرکار او چارواکو ګډون تاواني معلومیږي.


۸ ـ تر بریده دداسي کسانو چنده ( مالي مرسته)  ډیر د برکت وي، کوم چی د خپلي مرستي څخه زیات هیله مند نه وي، مطلب دا چي ښه او د نیک نیت درلودونکو کسانو مالي مرسته برکتناکه او ګټوره معلومیږي.


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په لاندي انځورو کي دغه اصول هشتګانه (اته اصول) تاسو لیدلای سی او همداسي د مولانا نانتوي رحمه الله پخپل لاس لیکل سوي دغه اصول هم تبرکا لیدلای سي.


دا چي ددې اصولو تشریح شیخ الاسلام مولانا قاري محمد طیب قاسمي نورالله مرقده کړیده، په لاند  انځورو کي د هغه شرحي انځورونه هم ستاسو سره شریکوو.
......................................

 

     

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته