تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دنده څنګه ژر پیدا کړو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 31, 2022
  0

ژباړه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ستا لومړۍ دنده د ” دندې“ پیداکول دي!


که چیري ته دنده نه لرې، نو په فني لحاظ بې کاره یې، خو په اصولي او نظري لحاظ ته دنده لرې؛ ستا دنده د ”دندې“ پیداکول دي. ته که پدې پوهېږي او که نه. 


د خپلو موخو د ټاکلو او پرمختګ د تعقیبولو مسؤل پخپله ته یې ، نور ستا خوښه ده ، که وختي راکښینې او خپله ورځ شروع کوې او که ناوخته، ځکه ته په درسپارل سوې دنده کي خپلواک یې؛ د دندې د راپور ورکولو لپاره نه اخري وخت درته ټاکل سوی او نه هم کوم مشر لرې.


ته د دندې په پیداکولو کي هرڅومره هڅه او ځغاسته کولای سې، ځکه یوازینی کس، چي ته یې باید پوښتنو ته جواب ورکړې، هغه ته خپله یې. ستا بریالیتوب ( یا ناکامي) یوازي په تا پوري اړه لري، که چیري هرڅه خراب روان وي، نو ته بغیر له خپله ځانه بل څوک ګرم او ملامت نه سې بللای. 


داسي فکر وکړه لکه دا د دندې پلټنه، چي ستا لپاره د یو نوي تجارت د پیلولو تجربه وي. ته په خپل ژوند کي یو نوی اقدام کوې، داسي اقدام، چي ښه او بدي ورځي، لوړې او ژوري، ګټه او زیانونه به په کښي تجربه کړې. ستا خوی او حالت بدلېدای سي او ستا مستي، توان او جوش په رټنه، رد، یوازیتوب او ځیني وخت په مایوسۍ بدلېدای سي. تر بریالیتوب مخکي به ناکام سې او داسي وختونه به هم درباندي راسي، چي د ماتي احساس به وکړې. خو ځان به پدې ډاډه کړې، چي هرڅه عادي دي؛ ځکه دنده په ورځو او هفتو نه پیداکېږي، بلکي میاشتو ته ضرورت سته او ته پدې هم پوهېږې، چي د ژوند کولو لپاره یوې دندې درلودلو ته ضرورت لرې. د دندې موندل ستاسو د لیوالتیا په درلودلو پوري اړه لري او ستاسو لیوالتیا به تاسي و خپلو خوبونو ته ورسوي.

 


 

په ژوند کي د ارزښت درلودونکو شیانو لټول او لاسته راوړل اړین دي. هغه دنده، چي تاسو سترګي ورته په لار یاست، د هغه لپاره سختي ستړیا او منډو ته ضرورت سته. د دندې د ښه پلټني لپاره هره ورځ وخت وقف کول او جدیت اړین دی. 


د دندې د پلټلو په جریان کي د مهارتونو پر زده کولو کار وکړه او ښه دفتري عادتونه زده کړه. که ته د دندې لپاره امتحان او ملاقات (انترویو) ولرې او که یې و نه لرې په دواړو حالتونو کي ښه لباس واغونده. کچیري ته کار پیدا کړې، نو ته به د ښه او پر وخت لباس اغوستلو سره عادت سوی یې. ځان او دنده به دې جدي نیولې وي او کله چي تا ته د کومې ادارې لخوا زنک راسي، نو ته به مسلکي ښکارې او ږغېږې. 


د دندې موندلو لپاره بېلي لاري سته؛ زیات او بېل منابع پر کار واچوه. زړه نا زړه مه کېږه، و بېلا بېلو ادارو ته د دندې لپاره زنک ووهه، د لارښوني لپاره هره ورځ نوي اړیکي جوړي کړه. کوم څوک چي ته پېژنې ټولو ته ستا د دندې د پلټلو خبر ورکړه؛ خو پر هرچا باور او تکیه هم مه کوه، ځکه د دندې موندل ستا خپله دنده ده، هر څوک ستا لپاره دنده نه سي پلټلای. 


کله چي ته د دندې لپاره و زنک ته انتظار یې، تلیفون را پورته کړه او ته زنک ووهه، بیا بل زنک ووهه او بیا بل زنک ووهه. کومه دنده چي ته یې په لټه کي يې، باید تعقیب یې کړې. کوم څوک چي ستا سره و دندې ته نوماند وي، ته باید له هغو سره توپیر ولرې. 


کومو ادارو ته چي تا خپل اسناد د دندې لپاره استولي وي، هغو ته زنک ووهه، خو دومره زیات زنکونه هم مه ور وهه، چي په قهر او غصه یې کړې.


که ته د دندې موندلو ته د ” دندې“ په توګه وګوري، نو دا به ستا لپاره خپله یو ښه دنده وي او که ته پدې دنده (دنده موندنه) کي ښه هڅه وکړې، نو ته به داسي دنده و مومې، چي ته یې غواړې. دا دنده (دنده موندل) په هر څومره هڅه او پلټنه ارزي.

 

ـــــــــــــــ

اسان او ګټور کاروبار
په اسلام کي د کار کولو اهميت
فتوا: د کاروبار د سمېدو اسباب او خاص دعا
د کار او زیار آداب

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته