تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نیت معنا ، محل ، حکمت او فائدې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 19, 2019
  0

لیکنه : مفتي احسان الله رشاد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الله رب العزت ته په قربت کې تر ټول ستر رول د نیت دی ، مباح کار که د الله د رضا د حصول په نیت وشي ، الله تعالی ته د نژدېوالي لامل ګرځي ، او حرام یا ناروا کار که د الله څخه د وېري په وجهه ترک شي ، الله ورباندي خوشحالیږي ، او که یو کار وکړو ، خو هیڅ نیت مو نه وي ورته کړی ، نو یو عبث او بې فائدې کار دی.


تر ټولو مهمه خبره دا ده ، چې نیت و پېژندل شي ، نیت د اهل لغت په ژبه د ( عزم القلب ) او یا د قصد په معنا ده ، یعني : د زړه ارادې ته نیت ویل کیږي ، که د مباح کار په کولو کې د الله د رضا اراده شامله شي ، نو کوونکی يې د ثواب مستحق ګرځي ، او د ناروا کار په نه کولو کې د الله رضا مطلب شي تارک يې د ثواب وړ دی .


او د نیت اصطلاحي معنا دی : قصدُ الطاعة والتقرُّب الی الله تعالی في ایجاد فعْل . یعني : په یو کار کولو کې د طاعت اراده کول او الله تعالی ته ځان ورباندي نیژدېکول .


د بیلګي په توګه که یو څوک بغیر له نیت کولو نه اودس وکړي ، نو اودس خو يې وشو ، ثواب نه ورکول کیږي ، او که د عبادت نیت ور سره ملګری کړي ، نو د اوداسه سره د ثواب حقدار هم دی .


د نیت محل او ځای
د نیت محل زړه دی ، په خوله ویل يې لازم نه دي ، البته که د چا دِل جمعي نه کیږي ، نو له زړه سره په خوله هم نیت ویلای شي ، خو که په خوله نیت ووايې ، او په زړه کې هیڅ نه لري ، نیت يې معتبر ځکه نه دی ، چې په اصل کې د نیت ځای زړه دی ، او هغه خالي پاته دی ، او که په خوله یو څه ووايې ، په زړه کې بل څه وي ، د اعتبار وړ د زړه هغه دی .


ياد ساتئ ! زړه د ټولو اعمالو اصل دی ، ابن قیم رحمه الله تعالی په ( بدائع الفوائد ) کې وايې : د زړه اعمال د ټولو اعمالو اصل دي ، او د نورو اندامو اعمال د زړه د اعمالو تابع دي ، او نیت د روح غوندي دی ، عمل د جسد په شان دی ، له جسد نه چې روح جلا شي ، جسد هلاک دی ، نو دا شان که زړه له نیته خالي وي ، نو عمل کول یو عبث کار دی ، او زړه اصل دی ، کله چې په زړه کې اراده وي ، لازماً نور بدن ته هم سرایت کوي ، دا امکان نه لري ، چې په زړه کې دي یو څه وي او بدن دي بل څه وکړي ، 


نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايې : ( یاد ساته ! په بدن کې یوه ټوټه ده ، کله چې هغه روغه شي نو ټول بدن ورسره روغیږي ، او کله چې هغه خرابه شي نو ټول جسد ور سره خرابیږي ، خبردار ! هغه ( ټوټه ) زړه دی ) . بخاري
د نیت حکمت او فائده


په کارو کې د نیت فائده دا ده ، چې عبادت له عادت نه جلا کړي ، او هغه څه چې د الله لپاره وي هغه له هغه نه بیل کړي ، چې د مخلوق لپاره وي ، مثلا : له مفطراتو نه خوله بندول ، که د روژې په نیت سره وي ، نو عبادت دی او که د غیرت او یا علاج لپاره وي ، او یا يې خوړلو ته اړتیا نه وي ، بیا عبادت نه دی .


په مسجد کې ناسته ، کله د ارام او استراحت لپاره وي او کله بیا د عبادت لپاره وي .


یو چا ته مال ورکول ، کله هبه وي او کله دنیوي غرض او کله بیا د الله د رضا د حاصلو لپاره وي ، کله بیا د زکات لپاره وي .


د مېلمه پالنه ، کله د یو رسم او رواج لپاره وي ، او کله بیا د دې لپاره وي ، چې اکرام الضیف په شریعت کې یو اهم حکم دی .


په نیت سره د عباداتو په منځ کي مراتب هم معلومیږي ، مثلا : لمونځ ، روژه او داسي نور عبادت ، فرض هم شته ، نفل هم او نذر هم ، خو دا فیصله به نیت کوي ، چې عبادت مي فرض دی او که نفل .


له دېنه معلومیږي ، چې هغه څه چې عبادت نه وي ، او یا يې له بل څه سره التباس نه راځي ، په هغو کې نیت شرط هم نه دی ، لکه ایمان او کفر .


حاصل دا چې : یوازي موږ په نیت سره کولای شو ، چې د خپل عمل روخ معلوم کړو ، او ځان د ثواب مستحق جوړ کړو ، عبادت له عادت نه جلا کړو ، کله سړي عمل هم نه وي کړی ، خو په نیت سره هغه څه تر لاسه کړي ، چې نور يې په عمل سره ګټي .
 

 

سرته