تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څوک لمونځ نه کوي؟
  تعلیم الاسلام
  July 25, 2015
  0

 لیکوال : نثار احمد صمد

 
د درېیم ټولګۍ معلم د شاګردانو څخه وپوښتل چی آیا راته ویلای سي هغه کوم انسانان دی چي لمونځ نه کوي؟ 
 
یوه ماشوم په معصومیت سره ځواب ورکړ چي هغه خلک لمونځ نه کوي چي مړه سوي دي .
ښوونکي وویل چي صحیح ده .
 
دوهم زده کونکي په افسوس سره وویل چي هغه خلک لمونځ نه کوي چي زده یې نه دي .
معلم وویل چی دا هم صحیح ده .
 
درېیم شاګرد په لوړ ږغ وویل چي هغه خلک لمونځ نه کوي چي مسلمانان نه دي .
استاد وویل چي دا هم صحیح ده !
 
هو ګرانو لوستونکو ، څومره ادبي کنایه ده ! که ښه متوجه سو په رښتیا هم لمونځ هغه کسان نه ادا کوي چي زده یې نه وي یا مسلمانان نه وي ! او یا په رښتیا هم مړه سوي وي . راسۍ چي اوس موږ ددغو ماشومانو د ځوابونو مطابق خپل ځانونه وارزوو. 
 
پوښتنه داده چي موږ له دغو ډلو څخه په کومه یوه کي شمېرل کیږو؟ 
 
  •  آیا مړه سوي یو ؟
  •  آیا لمونځ مو زده نه دی ؟
  •  او که مسلمانان نه یو ؟
 
 په حقیقت کي دا درې واړه ځوابونه ډیر باریک ، حساس او خطیر دي  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چي لمونځ د مسلمان او کفر بېلونکي دی . او فرمایي چي لمونځ د اسلام پایه ده .
 
 روایت دی چي په قیامت کي به لومړۍ پوښتنه د لمانځه وي . انسان اصلأ د الله تعالی د عبادت لپاره خلق سوی دی ( الذاریات ـ ۵۶ ) ، نوری چاري فرعي دي . خو زموږ زیاتره ځوانان ، آن زاړه هم لمونځ نه کوي چي په دې سره د لویی ګناه مرتکب کیږي حال دا چي قرآن کریم لمونځ د بدو کارو مانع بللي دی .
 
 مهمه باریکي داده چي لمونځ او هر عبادت باید په خپل اصلي مفهوم سره وي نه دا چي عبادت په عادت او سرعت سره اوښتی وي!
 
نو هیله ده چي نور نو هغه څه راپیل کړو چي لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو . راځئ چي د بدلون او سمون فیصله وکړو، یعني د لمانځه څخه یې راپیل کړو . اسلام راته وایي چي لمونځ وکړه مخکي له دې چي تا ته لمونځ درکړه سي ( د جنازې ) . 
که هوس دی نور دي بس دی !
 
منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې ؛ درېیم ټوک ؛ ناچاپه)
 
 
 
-------------------------------------
لیکنه: د بې لمانځه ۱۵ عذابونه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته