تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قرآن د خلاصېدو سره سم بيا شروع کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 9, 2021
  0

قرآن د خلاصېدو سره سم بيا شروع کول تر ټولو عملونو غوره دئ


لیکنه : : مولانا محمدزکريا نور الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عن ابن عباس (رضي الله عنه)ان رجلا قال يارسول الله! اى الاعمال افضل؟ قال الحال المرتحل قال يارسول الله  ماالحال المرتحل؟ قال صاحب القرآن يضرب من اوله حتى يبلغ آخره ومن آخره حتى يبلغ اوله کلما حل ارتحل .


رواه ترمذي کما في الرحمة و الحاکم و قال تفرد به صالح  المرى و هو من  زهاد اهل  البصرة الاان  الشيخين لم يخر جاه وقال ذهبى صالح  متروک قلت هومن رواة ابى داود و الترمذى:


ژباړه : د ابن عباس (رضي الله عنه)څخه روايت دئ، چي يو سړي و نبي (عليه السلام) ته وويل: يا رسول الله (صلی الله عليه وسلم)! کوم عمل غوره دئ؟ نبي (عليه السلام) وفرمايل: حال مرتحل  غوره دئ. ده ورته وويل: حال مرتحل  څه شي دئ؟

 

رسول الله(صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمايل: حال مرتحل  هغه صاحب د قران دئ، چي د سر څخه  قران شروع کړي تر پايه پوري يې ورسوي ا و د پاى څخه يې بيا تر سره پوري ورسوي بيا مخکي ولاړ سي.


حال پر يو ځاى باندي راتلونکي ته وايي او مرتحل  تلونکي ته وايي نو کله چي يو څوک  قران ختم  کړي، بيا يې  د سر څخه شروع کړي دا په دې معني دئ، چي د دې ځلي ختم سو دا نه معنی  چي بيا به نونه ويل کېږي، بلکي په بيا بيا تلاوتېږى. د کنز العمال په يوه روايت کي د حال  المرتحل  شرحه په الخاتم المفتح  سره سوي ده، يعني خلاصېدونکي  بيرته د سره شروع کېدونکي يعني څوک چي قران ختم کړى بيا يې شروع کړى د دغه خبري څخه  غالباً  هغه عادت اخستل سوی دئ، چي زموږ په ملک کي مشهور دئ،

 

هغه دا چي قرانکريم  ختم کړي، بيا يې د سر څخه شروع کړي تر مفلحون پوري يې  ووايي خلګ د دغه کار زياته پابندي کوي حال دا چي داسي نه ده بلکي  د سر څخه د شروع  کولو مقصد دا نه دئ، چي محض شروع په وکړى، بلکي مقصود  يې دا دئ، چي د شروع وروسته يې خلاص کړه. په شرح احيآء کي او علامه سيوطي رحمته الله علیه په اتقان کي د دارمي څخه نقل کړى دئ، چي نبي (عليه السلام) به کله قل اعوذ برب  الناس  ووايه  بيا به يې سورة  بقره پيل کړه تر مفلحون  پوري به يې ووايه  وروسته به يې د ختم  دعا وکړه.

 

ماخذ : دقران فضائل 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته