تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په روژه کي ۲۰ روغتیایي مشورې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 8, 2019
  0

ژباړه: جمعه ګل همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د روژه په اړه لاندي عام معلومات ستاسو سره شریک کوو البته دا یو هراړخیز پلان نه دی، بلکي یو څو عامي لارښووني دي، په انفرادي شکل دي هر څوک د خپل روغتیايي حالت مشوره د ماهر ډاکټر سره وکړي:

 

۱:   روژه مات مو په خرما خوړولو سره پیل کړئ ځکه د انرژۍ چټکه وسیله ده او وروسته ښه ډيري اوبه وچښئ.

  
۲:  د روژه مات پر وخت د طبعي جوس چښل د منرالونو، مالګي او ویټامینونو غوره وسیله ده.


۳:  د خوراک/څښاک د شوق سره مقاومت وکړه. څېړني ښودلې ده چي وږي ته د خوراک اړوند الفاظ هم خوند ورکوي.

ټوله ورځ د روژې نیولو وروسته د خوراک او څښاک د غوښتني سره مقاومت وکړه خو خوراک په اعتدال سره وکړه.  


۴:  د روژه ماتي پر وخت د ډېر غوړ لرونکو، بوره لرونکو او سره کړو شیانو د خوراک څخه ډډه وکړئ، لکه ډيري پراسیس سوي غذاوي (سپین وړه)، غوړي، سمبوسې، بریاني او حلوا دا ځکه چي دا وخت زموږ وجود په ډېره چټکي سره انرژۍ ذخیره کوي نو په دې سبب ډېر غوړ او بوره زموږ په وینه کي د غوړ او شکري د ډيرېدو په معنی دی.  


۵: په روژه مات او پیشلمي کي تروه یا ډېره مالګه لرونکي خوراکونه اوبه کموي، او د ډېري تندي سبب کیږي.   


۶:   د ماښام د لمانځه وروسته یوه ښه منظم خوراک چي ټول اړين توکي پکښي وي ولره.


۷:  د کرار کاربوهایډرایټ خوشي کوونکي خوراکونه به ستاسو وجود د عبادت په پار ټینګ او مقاوم وساتي او فایبر لرونکي خوراکونه به ټوله ورځ ستاسو معده منظمه وساتي.


۸:  فایبر او پروټین لرونکي غذاګاني خوړل تاسو تر ډېره وخته ماړه او تازه ساتي – دا ستاسو د خوراک یوه اړینه برخه ده. 


۹:  د قبضیت د مخنیوي په پار باید فایبر لرونکي غذاګاني وخورئ او ښه ډيري اوبه وچښی.


 ۱۰:  حبوبات لکه غنم، وریجي او داسي نور، سلاته، لنده میوه او سبزیجات د سره کړي شیانو پر ځای بهترین بدیل دي. 


۱۱:  په احتیاط سره خوراک وکړئ، ډکه معده په عبادت کولو کي سستي را منځته کوي.          


۱۲:  حدیث شریف کي د روژه نیوونکي د خولي بوی د خولې پر ناپاکي دلالت نه کوي. تر تراویح وړاندي مسواک وهل، برس وهل او د غاښو تار کارول ښه چاره ده چي نور لمونځ کوونکي په تکلیف نه سي. ډېر بوره لرونکي چاکلېټ او مشروبات د غاښونو د پاره مضر دي. 


۱۳:  د روژه مات وروسته مو ځانونه په اوبو ښه اوبه کړئ او هڅه وکړئ چي په هر نیم ساعت کي یو څه اندازه اوبه وچښئ. 

 


 

۱۴:  د روژه مات وروسته دستي فزیکي ورزش ښه نظریه نه ده ځکه چي دا وخت وینه زموږ د هضمیې سسټم خوا ته په جریان کي وي. 


۱۵:  د مهربانۍ له مخي مو پام وي چي په موجوده انرژۍ بوتلونو کي زیاته اندازه بوره کارول کیږي نو چايي یا کافي يې ښه بدیل دی، خو چي اعتدال وي.   


۱۶:  د روژه په برکت چي کوم قوت او نظم راځي د هغه څخه په استفاده مو بد عادتونه لکه سګریټ څکول پرېږدئ.  


۱۷:   پېشلمی مه پرېږدئ! مهم سنت دی او یوه موقع ده چي وجود مو په ډول ډول برابره غذا غني کړی کوم چي پورته ذکر سوي دي. 


۱۸:  هڅه وکړئ چي په کافي اندازه خوب وکړی. د استراحت داسي پلان جوړ کړئ چي ډېر وخت مو په روژه کي تیر سي. حتی خوب هم که په نیت د دې وي چي بل وخت بیا عبادت ته تکړه واوسي ثواب دی.  


۱۹:  که تاسو په منظمه توګه درمل خوری، روغتیایي ستونزي لری، حمل لری او یاهم ماشوم ته شیدې ورکوی، نو د روژې نیولو څخه وړاندي مو د قابلې سره مشوره ډېره اړینه ده. د مهربانۍ له مخي مو د کور نور مریضان هم دا کار ته تشویق کړئ. 


۲۰:  زموږ مبارک دین په روژه کي ناروغانو او عذر لرونکو ته رخصت ورکوي. د مهربانۍ له مخي مو خپل شیرین وخت د خپل کلي د امام سره تېر کړئ، فقهي مسائل ور څخه زده کړئ. 

 

یا څښتنه! په خپل فضل او کرم سره زموږ روژي قبولي کړې او موږ ته په دا مبارکه میاشت کي ستا د عبادت توفیق را نصیب کړې.  

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته