تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورونا وایرس
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 8, 2020
  0


ژباړه: محب الله ذاکر

 

 د بیري کاروبار..!
( ۳۲۰۰۰۰ ) درې لکه او شل زره  وایرسونه..!


د انساني معلوماتو مطابق په دې کائنات کي تقریباً درې لکه او شل زره وایرسونه هر وخت موجود وي. موږ په دغه کي صرف ۲۱۹ پېژنو تر اوسه په څېړنو کي دغه پیژندل سوي دي چي مشهور وائروسونه دا دي:

 

  • ڈینگی یا ملاریا وایرس
  • ایبولا وایرس
  • ریبیز
  • سمال پوکس (کڅوک)
  • چکن پوکس د چرګو وایرس
  • او اوس نوی تولید کرونا وایرس...!


استاد وایي:
په کائناتو کي د موجود درې لکه او شل زرو وايروسونو څخه د ساتني لپاره  الله تعالی انسان ته یو داسي نعمت ورکړی دی لکه یو سپر غوندي، چي قوت مدافعت دی، یعني دې ته امیون سسټم یا دفاعي سسټم وایي. دا قوت مدافعت انسان د اولي ورځي څخه بیا تر آخري ورځي پوري د هر ډول  وایرس څخه محفوظ ساتي.


لیکن بعضي کمزوره دفاعي سسټم لرونکي وګړي بیا ددغه وایرس ژر ښکار کیږي چي دداسي کسانو تعداد ډیر لږ دی.
د بعضي وایرسونو ځیني کاروباریان بیا د رسنیو له لاري چي یوه مافیايي کړۍ بلل کیږي ډیر تبلیغات کوي او په ډیر خطرناکه شکل سره یې ښکاره کوي او په میلیونو کسان خطاباسي او ددې لاري میلیونونه ډالر تر لاسه کوي.


داپه یاد ولرئ چي داسي وایرس په یو واري په ټولو رسنیو کي مشهوره کیږي او ددې خوف خپروي او بیا خپل کاروبار پر کوي..!


د هرقسم وایرس څخه د محفوظ ساتلو اصلي علاج د مدافعت قوت یا امیون سسټم مضبوط کول دي لیکن که چیري په کور کي د کمزوري مدافعت لرونکی کوم فرد وي هغه د داسي وایرس ښکار کیږي. یو اسانه قدرتي علاج سته چي په اولو درو ساعتونو کي خپل اثر ښکاره کوي مریض په درو ورځو کي ان شاءالله مکمل جوړیږي.


ددې وایرس ابتدائي علامات چي نظر ته راځي داسي دي، مثلاً:

  • تبه
  • د ستوني خراب والی
  • نزله، زکام او ترچی
  • پر جسم باندي سرې نښي


او که د لابراتوار معاینات دا وایي، چي جسم ته یو وایرس داخل سوی دی نو په فوري ډول سره مریض ته مالټه، د موسمي کینو تازه جوس جوړ او چښل ور شروع کړئ. په ورځ کي څو ګلاسه تازه جوس ورکړئ او هر قسم سره کړي شیان او غوښي پر بندي کړئ. که په اسانۍ سره جوش سوي یا فلټر سوي اوبه پلاس درسي هغه له ۶ شپږو ګلاسو څخه بیا تر ۸ اتو ګلاسونو پوري په وڅښئ.


ان شاء اللہ په اولو درو ساعتونو کي به د تبي، ټوخي، زکام او د ترچي علامې کمي سي، په اوله ورځ خاص جوس ورکړئ، په دوهمه ورځ د جوس مقدار کم کړئ، د بادرنګ او رومي سلاد ورکړئ، په دریمه ورځ باندي لږ مستې او موسمي سبزیجات د لږ مالګي سره پاخه کړئ ور یې کړئ.


آخري خبره دا ده چي بېریږی مه!
پر اللہ تعالی توکل وکړئ او د مسلکي ډاکټر سره په تماس کي اوسئ. د خپل کورني معالج سره په رابطه کي اوسئ. د ضروري معایناتو ترڅنګ په دې طبیعي علاج سره به ان شاء اللہ د بې شمېره دواوو څخه محفوظ سی.

 

اللہ عزوجل مو روغ او رمټ لره او د دنیا و آخرت هر نعمت مو اسانه نصیب سه.


آمین یا رب العالمین.


اخذ: دیسی جړی بوټیاں

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته