تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حکایت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 9, 2021
  0

حکایت

 
 لیکنه : صديق الله "صديقي"/تعلیم الاسلام ویب پانه 

 

د شاه عبدالعزيز يو شاګرد وو، ډېر صالح او نېک ځوان وو او الله (جل جلاله)هغه ته ډېره ښايسته څېره او بدن هم ورکړى وو. د الله (جل جلاله)شان دئ يو ځل هغه خپلي مدرسې ته روان وو، چي په لار کي د يوې بدي ښځي کور وو چي د هغې په زړه کي د بدکارۍ مېلان وو. هغې ښځي يوه بوډۍ ورته راواستوله چي ولاړسه هغه ځوان کور ته راوله. اوس هغه زړه مکاره و هغه ځوان ته راغلل او ورته و يې ويل: ښاغلې! په کور کي يوه ناروغه ده پر هغه دم وکړه چي روغه سي.


ځوان خوارکى صادق وو :د خبري په مطلب پوه نه سو. کله چي کور ته ورغلئ د ده په رسېدو سره پر دروازو باندي کلفان ولګېدل او هغه د کور ښځي ورته وويل: ته به تلې- راتلې نن بېخي ښه موقعه وه ته مي راوغوښتلې چي موږ دواړه د خپلو زړونو غوښتني پوره کړو. اوس ځوان پوه سو چي دا د خو د ګناه قصد لري او ګناه ته مي ورغواړي، نو ده فکر وکړئ چي اوس به خپل ځان څنګه ساتم؟ په هغه ګړي يې وويل: سمه ده! زه بيت الخلاء ته د تګ ضرورت لرم، هغې هم بيت الخلاء وروښوول.


هر کله چي دغه ځوان بيت الخلاء ته ولاړئ هلته چي کومه مردارۍ وه، هغه يې پر خپلو لاسو او جامو وموښل. کله چي دباندي راووتئ دومره بدبويي ځني ولاړېدل چي څوک هغه ته نژدې هم نه سواى ورتللاى. هغې ښځي چي دى وليدئ نو فکر يې وکړئ، چي دا خو لېونى او بې عقل سړى دئ، هغه ځوان ته يې وويل: ځه! له دې ځاى څخه ووزه، ما ته څه معلومه وه چي ته داسي يې؟ همداسي هغه خپل ايمان وژغورئ او د هغه ځاى څخه راووتئ.


کله چي دباندي راووتئ! په دې فکر کي سو چي پر خلکو به بدبويي لګېږي او پوښتنه به کوي چي دا څه شي دي؟ نو زه به څه ورته وايم؟ بېچاره په ځغاسته د سبق پر لوري ولاړئ او سبق ته هيڅکله هم ناوخته نه ورتلئ، بلکي وختي ورتلئ. څنګه چي مدرسې ته ورسېدئ ژر و غسل خانې ته ننوتئ کالي يې هم پرېولل او غسل يې هم وکړئ. هغه لندې جامې يې واغوستې او د حديث شريف په درس کي شا ته کښېنستئ.


شاه صاحب (رحمة الله علیه )لږ وخت سبق وود حديثو ووايه لږ ګړى وروسته يې پوښتنه وکړل: په تاسو کي چا دومره تېز عطر لګولي دي چي دلته ناسته هم مشکله ده؟ اوس نو طالبان يو و بل ته وکتل يوه طالب وويل: صاحبه! دا طالب اوس راغلي دى عطر لګولي دي. شاه صاحب (رحمة الله علیه )وروغوښتئ او ورته و يې ويل:

 

ووايه : تا دومره تېز عطر ولي لګولي دي؟ اوس هغه نه ورته وايي او د بلي خوا د شاه صاحب (رحمة الله علیه )له لوري  ټينګار او د ده له لوري انکار. بيا شاه صاحب (رحمة الله علیه )لږ په غوسه ورته وويل: ولي نه راته وايې؟ د هغه ځوان طالب په سترګو کي اوښکي راغلې او ورته و يې ويل: صاحبه! تا چي پوښتنه وکړل نو زه مجبور يم چي درته ووايم، ما د ګناه څخه د ځان ژغورلو په خاطر پر خپل بدن مرداري وموښل او د بيري له وجهي ژر – ژر ولمبېدلم، کالي مي پرېولل بيا راغلم، پر دې خبره حيران يم پر کومو ځايونه چي ما مردارۍ موښلې وه اوس د لمبېدو څخه وروسته د هغو ځايونو څخه خوشبويي راځي او دا خوشبويي د همدغه ځوان تر مرګه پوري ورسره وه.


په کتابونو کي ليکلي دي، چي دغه ځوان په "خواجه مشکي" سره مشهور سو يعني د ده څخه د مشکو خوشبويي راتله، نو خلکو به ده ته "خواجه مشکي" ويل او څوک چي به د ده سره کښېنستئ د هغه د بدن څخه به هم خوشبويي راتله.


د الله رب العزت په نزد دا کار دومره خوښ دئ، که چيري يو څوک د دې  څخه د ځان د ژغورلو له پاره پر خپل بدن مرداري وموښي، الله رب العزت د ده په بدن کي د مشکو خوشبويي پيدا کوي.


ماخذ : بې خاره ځواني 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته