تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ﻓﺮﺍﻧﺴﻮﻱ ﺍﺩﺏ ﻳﻮﻩ ﻣﺸﻬﻮﺭﻩ کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 7, 2023
  0

ﮊﺑﺎړﻩ : ﺣﻤﺪﷲ ﺣﻠﻤﻴﺎﺭ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

د ﻓﺮﺍﻧﺴﻮﻱ ﺍﺩﺏ ﻳﻮﻩ ﻣﺸﻬﻮﺭﻩ ﺍﻭ رښتنې کیسه ﭼﻲ ډﻳﺮﻩ ﻣﻮﺩﻩ ﭘﺨﻮﺍ ﭘﻪ ﭘﺎﺭﻳﺲ ﮐﻲ ﻭﺍﻗﻊ ﺷﻮﯤ ﺩﻩ.

ﺩ قصې ﮐﺮﮐﺘﺮﺍﻥ (ﺻﻮﻓﻲ) ﺍﻭ  (ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ) ﺩﻱ، ﺻﻮﻓﻲ ﻳﻮﻩ ﭘﻴﻐﻠﻪ ﻭﻩ، ﭼﻲ ﻟﻪ ﭘﺎﺭﻳﺲ څخه ﻟﻴﺮﻱ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ښارګوټي ﮐﻲ ﺍﻭﺳﻴﺪﻟﻪ، ﭘﻪ ورځپاڼو ﺍﻭ ﺟﺮﻳﺪﻭ ﮐﻲ ﺑﻪ د ﺻﻮﻓﻲ ﻟﻴﮑﻨﯥ ﻧﺸﺮﻳﺪﯤ ﺍﻭ خلګو ﻳﻲ ﻟﻪ ﻟﻴﮑﻮﺍلۍ ﺳﺮﻩ ﺧﺎﺻﻪ ﻋﻼﻗﻪ ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ.
 
ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﻳﻮ ﺗﺎﻧﺪ ﺯﻟﻤﯽ ﻭﻭ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻫﻤﺪﯤ ښارګوټي ﮐﻲ ﻳﻲ ﮊﻭﻧﺪ ﮐﺎﻭﻭ، ﻳﻮ ښه ﺭﺳﺎﻡ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺭﺳﺎﻣﻲ ﺳﺮﻩ ﺯﻳﺎﺗﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ، ﻳﻮﻩ ﻭﺭځ د ښار ﭘﻪ ﻗﻬﻮﻩ ﺧﺎﻧﻪ ﮐﻲ ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﻟﻪ ﺻﻮﻓﻲ ﺳﺮﻩ ﻭﻟﻴﺪﻝ، ﺩﻭﻱ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړۍ ﻟﻴﺪﻧﻪ ﮐﻲ یو بل خوښ شوي وه.
 
ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ د ﺩﻭﯼ ﺩﻭﺍړﻭ ﻭﺍﺩﻩ ﻭﺷﻮ، ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﺍﻭ ﺻﻮﻓﻲ ﺩﻭﺍړﻭ ﻳﻮ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺩﺭﻟﻮﺩ، ﺩﻭﯼ غوښتل ﭼﻲ ﭘﺨﭙﻠﻮ ﻓﻨﻮ ﮐﻲ ځانګړي ﺷﻬﺮﺕ ﺍﻭ ﻣﻘﺎﻡ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﮐړﻱ. ﺩﻭﻱ ﺩﻭﺍړو ﻭﭘﺘﻴﻴﻠﻪ ﭼﻲ ﺩ ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻴﻠﻮ د ﺗﺮﺳﺮﻩ ﮐﻴﺪﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﭘﺎﺭﻳﺲ ﺗﻪ ولاړ ﺷﻲ.
 
ﺩﻭﯼ ﺩﻭﺍړﻭ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺑﺮﺧﻪ ټوله ﺷﺘﻤﻨﻲ، ﻟﻪ ځان ﺳﺮﻩ ﭘﺎﺭﻳﺲ ﺗﻪ ﻳﻮﻭړﻩ، ﻫﻠﺘﻪ ﻳﻲ د ﺍﻭﺳﻴﺪﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻳﻮ ښایسته ﮐﻮﺭ ﻭﭘﻴﺮﻟﻮ، ﺍﻭ ښه ﺍﺭﺍﻡ ﺍﻭ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ ﮊﻭﻧﺪ ﻳﻲ ﭘﻴﻞ ﮐړ.
 
ﻳﻮﻩ ﺷﭙﻪ ﭼﻲ ﺩ ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﺍﻭ ﺻﻮﻓﻲ د ﻭﺍﺩﻩ ﮐﺎﻟﻴﺰﻩ ﻭﻩ، ﻧﻮ ﻳﻮه ﻟﻮﻳﻪ ﺍﻭ ښکلې ﭘﺎﺭټۍ ﻳﻲ ﺟﻮړﻩ ﮐړﻩ، ﺧﭙﻞ ﻧﮋﺩﯼ ﺩﻭﺳﺘﺎﻥ ﺍﻭ ګاونډیان ﻳﻲ ﻫﻢ راغوښتي ﻭﻭ.
 
ﺻﻮﻓﻲ د ﺧﭙﻞ ګاونډ ﻟﻪ ﻳﻮﯤ ﺑډﺍﻳﻲ ﺍﻭ ﺷﺮﻳﻔﻲ ﻣﻴﺮﻣﻨﻲ څخه (ﭼﻲ ﺩﯤ ﻟﻪ ﺗﻴﺮ ﻳﻮﻩ ﮐﺎﻝ ﺭﺍﻫﻴﺴﻲ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﭘﻴﮋﻧﺪﻝ) د ﻫﻐﯥ ﺩ ﻟﺆﻟﺆ (ملغلرو) ګران ﺑﻴﻪ ﻫﺎﺭ د ﻳﻮﯤ ﺷﭙﯥ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺍﻣﺎﻧﺖ ور څخه وغوښتی، ﺑډﺍﻳﻲ ښځي ﻫﻢ ﭘﻪ ﻭﺭﻳﻦ ﺗﻨﺪي ﺩﺩﯤ ﻫﻴﻠﻪ ﻭﻣﻨﻠﻪ ﺍﻭ ﻫﺎﺭ ﻳﻲ ﻭﺭﮐړ.
 
ﺻﻮﻓﻲ ﺩﻏﻪ ﭘﺎﺭټۍ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﺧﻮﺷﺎلۍ ﻭﻟﻤﺎنځله، ﺳﻬﺎﺭ ﭼﻲ ﺧﻠګ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﮐﻮﺭﻭﻧﻮ ﺗﻪ ﺳﺘﺎﻧﻪ ﺷﻮﻝ، صوفي ﻭﻟﻴﺪﻝ ﭼﻲ د ګاونډي ښځي ﺍﻣﺎﻧﺖ ﻫﺎﺭ ﻳﻲ  ﻟﻪ ﻏﺎړﯤ ﻟﻮﻳﺪﻟﯽ ﺍﻭ ﻭﺭﮎ ﺷﻮﯼ ﺩی، ﺻﻮﻓﻲ ډﻳﺮﻩ ﻏﻤﺠﻨﻪ ﺷﻮﻩ، ﺍﻭ ﭘﻪ ﮊړﺍ ﮊړﺍ ﻳﻲ ﺧﭙﻞ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﻫﻢ ﺧﺒﺮ ﮐړ...
 
ﺩﻭﯼ ﺑﺎﻳﺪ ﻫﺎﺭ ﺑﻴﺮﺗﻪ د ګاونډي ﺷﺮﻳﻔﻲ ﻣﻴﺮﻣﻨﻲ ﺗﻪ ﻭﺭﮐړﯼ ﻭﺍﯼ، ﺧﻮ ﻫﺎﺭ ﻭﺭﮎ ﺷﻮﯼ ﻭﻭ، ﺩﻭﺍړﻩ ﺳﺨﺖ ﭘﺮﻳﺸﺎﻧﻪ ﺷﻮﻝ، بالاخره ﻳﻲ ﺩﺍ ﻭﭘﺘﻴﻠﻪ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ﻫﺎﺭ ﺗﻪ ﻭﺭﺗﻪ ﺑﻞ ﻗﻴﻤﺘﻲ ﻫﺎﺭ ﺑﻪ ﻭﺭﺗﻪ ﺍﺧﻠﻲ ﺍﻭ ﺍﻣﺎﻧﺖ ﺑﻪ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﺗﻪ ﺳﭙﺎﺭي.
 
ﺩﻭﯼ ﺩﺍ ﮐﺎر ﻭﮐړ، ﺧﻮ د ﻫﺎﺭ ﻗﻴﻤﺖ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺯﻳﺎﺕ ﻭﻭ ﭼﻲ ﺩﻭﯼ ﺩﻭﺍړﻭ ﺧﭙﻞ ټول ﺷﺘﻪ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﻭﺭﮐړﻝ، د ﺧﭙﻞ ښایسته ﮐﻮﺭ ﭘﻠوﺭﻟﻮ ﺗﻪ ﻣﺠﺒﻮﺭ ﺷﻮﻝ، ﺩﻭﯼ ﻟﻪ ﺑﺎﻧﮏ څخه د ډﻳﺮ ﺯﻳﺎﺕ ﺳﻮﺩ ﭘﻪ ﺑﺪﻝ ﮐﯽ ﻗﺮﺿﻮﻧﻪ ﻭﺍﺧﻴﺴﺘﻞ، ﺧﻮ د ﻣﻴﺮﻣﻨﯥ ﻫﺎﺭ ﻳﻲ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻭﺭ ﻭﺳﭙﺎﺭﻟﻮ.
 
ﺩﻭﯼ ﺍﻭﺱ لیکوالۍ ﺍﻭ رسامۍ ﺗﻪ وزګار ﻧﻪ ﻭﻭ،  ﺩﻭﯼ ﻟﻪ ډﻳﺮﻭ ﺷﺎﻗﻪ ﺍﻭ ﺳﺨﺘﻮ ﮐﺎﺭﻭﻧﻮ څخه ﻫﻢ ﻣﺦ ﻧﻪ ﺍړﺍﻭﻭ، ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ د ﺳﻤﻨﺪﺭ ﭘﺮ ﺳﺎﺣﻞ ﻟﻪ کیښتیو څخه ﺩﺭﺍﻧﺪﻩ ﺑﺎﺭﻭﻧﻪ ﺭﺍ ﮐﻮﺯﻭﻝ ﺍﻭ ﺻﻮﻓﻲ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ﮐﻮﺭ ﮐﻲ ﻣﺰﺩﻭﺭﻩ ﻭﻩ. ﭘﻪ ﺩﯤ ﮐﻲ پنځلس ﮐﺎﻟﻪ ﺗﻴﺮ ﺷﻮﻝ، ﭘﻪ ﺩﯤ ﻣﻮﺩﻩ ﮐﻲ ﭘﺮ ﺩﻭﯼ ځواني ﻋﺒﺚ ﺗﻴﺮﻩ ﺷﻮې ﻭﻩ ﺍﻭ ﺍﺭﻣﺎﻧﻮﻧﻪ ﻳﻲ ﻭﮊﻝ ﺷﻮي ﻭﻭ. ﻳﻮﻩ ﻭﺭځ ﺻﻮﻓﻲ ﻟﻪ ﺑﺎﺯﺍﺭﻩ د ﻫﻐﻪ ﮐﻮﺭ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﭼﻲ ﺩﺍ ﭘﮑﻲ ﻣﺰﺩﻭﺭﻩ ﻭﻩ ﺳﻮﺩﺍ اخیسته، ناڅاپه ﻳﻲ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﺨﻮﺍنۍ ﺑډﺍﻳﻪ ګاونډۍ ﻭﻟﻴﺪﻟﻪ، ګاونډۍ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻱ ځل ﺻﻮﻓﻲ ﻭﭘﻴﮋﻧﺪﻟﻪ، ﻭﺭﻏﺎړﻳﻮﺗﻪ ﺍﻭ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻳﻲ ﺭﻭﻏﺒړ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻭﮐړ، ﺻﻮﻓﻲ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﻋﺠﻴﺒﻪ ﺩﻩ ﻟﻪ ﺩﻭﻣﺮﻩ ډﻳﺮي ﻣﻮﺩﯤ ﺭﺍﻫﻴﺴﻲ ﺩﻱ ﻻ ﻧﻪ ﻳﻢ ﻫﻴﺮﻩ ﮐړﯤ؟!!!
 
ﻣﻴﺮﻣﻨﯥ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﻭﻟﻲ ﻧﻪ؟ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻣﻲ څنګه ﻫﻴﺮﻳږﻱ؟!!
 
ﺧﻮ ﺩﺍﺳﻲ ﭘﻪ ﺑﺪ ﺣﺎﻝ ﻭﻟﯥ ﻳﯥ؟ څه ﺩﺭﭘﻴښ ﺷﻮﻱ ﺩﻱ؟  ﺍﻭ ﻭﻟﻲ ﻳﻮ ناڅاپه ﺗﺮﻱ ﺗﻢ ﺷﻮﺉ؟!
 
ﺻﻮﻓﻲ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﺁﻏﻠﯥ! ﮐﻪ ﺳﺘﺎ ﻳﺎﺩ ﻭﻱ ﺯﻣﺎ د ﮐﻟﻴﺰﻱ ﭘﻪ ﭘﺎﺭټۍ ﮐﻲ ﭼﻲ ﻣﺎ ﻟﻪ تا څخه ﻗﻴﻤﺘﻲ ﻫﺎﺭ ﺍﻣﺎﻧﺖ ﺍﺧﻴﺴﺘﯽ ﻭﻭ، ﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﻣﺎ څخه ﻭﺭﮎ ﺷﻮ، ﻧﻮ ﻣﻮږ ﻣﺠﺒﻮﺭﻩ ﺷﻮﻭ ﭼﻲ ﭘﻪ ﺑﺎﺯﺍﺭ ﮐﻲ ﮐټ ﻣټ ﺳﺘﺎ د ﻫﺎﺭ ﭘﻪ څېر ﺑﻞ ﻫﺎﺭ ﺩﺭﺗﻪ ﻭﺍﺧﻠﻮ ﺧﻮ ﻫﺎﺭ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﻗﻴﻤﺘﻲ ﻭﻭ ﭼﻲ ﺗﺮ ﻧﻨﻪ ﭘﻮﺭﯤ ﻳﯥ ﻣﻮږ ﻗﻴﻤﺖ ﺍﺩﺍ ﻧﺸﻮ ﮐړﺍﯼ!!!
 
ﻣﻴﺮﻣﻨﯥ ﭘﻪ ﺯﻭﺭه ﺗﻨﺪﯼ وټکاوه: ﺍﻓﻔﻔﻔﻒ ﺧﺪﺍﻳﻪ ﺩا څه ﺍﻭﺭﻡ!!!
 
ﺗﺎﺳﻮ ﻭﻟﻲ ﺩﺍﺳﻲ ﮐﻭﻝ؟!
 
ﺯﻣﺎ ﻫﻐﻪ ﻫﺎﺭ ﺧﻮ ﮐﻢ ﺍﺻﻞ ﻭﻭ، ﻳﻮﺍﺯﻱ پنځه ﻓﺮﺍﻧﮑﻪ ﺑﻴﻪ ﻳﻲ ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ...
 
پند: نفساني خواهشات هم انسان کوم ځای ته رسوي؟!
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته