تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قصه: د یوه مسلمان ډاکټر اسلامیت او اخلاق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 2, 2020
  0
ژباړه: ادریس احمد سادات / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دا د سعودي عرب د مشهور جراح ډاکټر "سعید محمد القحطاني" واقعه ده.
 
دده په ژوند کي یو ډېره جالبه واقعه پېښه سوې ده، دا واقعه یو مصري دعوتګر "عمرو خالد" د خلکو تر غوږونو رسولې ده، ځکه دا یوه حقیقي واقعه ده چي د یو مسلمان پر ښه اخلاقو، صبر او انسانیت دلالت کوي.
 
کیسه به داسي را پیل کړو:
" ډاکټر سعید القحطاني ته د روغتون څخه زنګ راغلئ چي  د ژر حاضرېدلو غوښتنه یې کول تر څو د هغه ماشوم عملیات تر سره کړي چي حالت یې ډېر نازک او خطري دئ، د ده څخه بغیر بل ډاکټر دا عملیات ښه نه سي ترسره کولای، خو سعید ورته وویل چي کار لرم او نه سم حاضرېدلای...
 
ډاکټرانو ورته وویل: د الله تعالی وروسته ته یوازینی شخصیت یې چي ددغه ماشوم ژوند ژغورلای سې (د الله رب العزت له لوري د ماشوم د ژغورلو واسطه ته یې)؛ پر سعید دغه خبري ډېر آثر وکړ، ورته یې وویل چي ژر به حاضر سم.
 
ډاکټر سعید حاضر سو، مګر لږ ناوخته سوی وو، د سعید ناوخته راتګ د ماشوم پلار زیات خفه کړ، ډاکټر ته یې وویل چي ته ډېر بې مسؤولیته یې، زما د زوی ژوند په خطر کي دئ...ډاکټر ورڅخه بخښنه وغوښتل؛ خو د ماشوم پلار وویل: که چیري دا ستا زوی وای نو تا به داسي نه وای کړي!
 
پر ډاکټر سعید باندي دغه خبري ډېر آثر وکړ، بغیر د څه ویلو مستقیما عملیات خوني ته ننوت او عملیات یې بشپړ کړل، د ماشوم پلار ته یې وویل چي عملیات بریالي سول او ستاسو زوی وژغورل سو (بعون الله تعالی).
 
د ماشوم پلار زیات خوشحاله وو، غوښتل یې د ډاکټر سعید څخه مننه وکړي، مګر مخکي تر دې چي د ماشوم پلار څه ووایي؛ سعید ورته وویل چي ولاړ سه (ځه)!
 
سړی حیران سو؛ فکر یې وکړ چي زما هغه توندو خبرو خو به پر ډاکټر صاحب بدي نه وي لګېدلي؟!
 
مخکي تر دې چي سړی د ځان سره خبري خلاصي کړي، ګوري چي نور ډاکتران ډاکټر سعید ته د تسلیت او غم شریکۍ کلمات وړاندي کوي...سړی حیران سو، وروسته ځینو ډاکترانو ورته وویل چي د ډاکټر سعید زوی وفات سوی وو، خپل زوی یې ښخوی نو ځکه لږ ورباندي ناوخته سو، زوی یې ښخ کړ او په چابکۍ سره یې ځان حاضر کړ تر څو خپل بل د زوی غوندي ماشوم (ستا زوی) د لاسه ور نه کړي.
 
سړي ټکان وخوړ، زیات غمجن سو او پر خپلو خبرو زیات پښېمانه وو چي څنګه یې د غوسې او غم په وخت کي د یو مسلمان زړه اذار کړ."
 
ددې کیسې څخه د یو ښه او مسلمان ډاکټر؛ ښه اخلاق، اسلامیت، انسانیت او احساس څرګندیږي؛ چي باید په هر مسلمان او د مسؤولیت خاوند کي شتون ولري.
 
مأخذونه: صفحة تويتر د.سعيد القحطاني، و صفحة حقائق مدهشة.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته