تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ژوند کي خفګان او د خلګو شکایتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 16, 2019
  0

لیکنه: محمدي


۱. ډیر مي نفس تنګ دی حیران یم چي څه وکړم.
۲. داسي مي د ژونده ناټ مات دی.
۳. د خپل ژوند پر ډول ډير خواشینی یم.
۴. دا څنګه ژوند دی کاشکي نه وای پیدا سوی.
۵. د خدایه هر وخت مرګ غواړم.
۶. زړه مي غواړي چی ځان ووژنم او ددې ژونده خو نور خلاص سم.


دا ټول هغه شکایتونه دي چي ډیر ځله مي د خلکو له خولې اوريدلي دي او ددي ستونزو د حل لپاره یې راڅخه د مرستي غوښتنه کړې ده.


د کومو لاملونو پر اساس خلک د داسي رواني ستونزو سره مخ کیږي؟


ددې ستونزو لاملونه زیات دي خو مهم به یې پدې ډول ذکر کړو:


 ددې ډول شکایتونو درلودونکي اکثره اشخاص په روحي و رواني ناروغیو اخته وي. ځیني نور بیا د ژوندانه د سختیو او ډول ډول مشکلاتو قرباني سوي وي، خپل همت او توان یې له لاسه ورکړی وي او نور یې د ژونده خوا بده وي.


علاج
ددې ټولو شکایتونو علاج یوازي په اسلام کي دی.


په غرب کي دا شکایتونه خورا زیاتي لیدل کیږي او په غربي ممالکو کي  د کاله په زرګونو کسان ددې شکایتونو د حل پر اساس بیلا بیلو لارو ته مخه کوي، چي د هغو د جملې څخه نشه، د کورنۍ څخه لیري تلل او نور ورته کارونه. خو په دې سره تر محدود وخته خو څه کاذبه خوښي ورته پیداسي مګر تر څه وخت تېریدو وروسته ددې کارو سره هم عادي سي وروسته بیا نورو لارو چارو ته مخه کوي، او  کله چي د ټولو لارو په استفادې یې بیا هم ستونزي حل نه سي نو بالاخره اخرنی علاج خود کشي یا ځان وژني ته مخ کړي او ددې شکایتونه څخه دا د ځان خلاصون بولي.


علت یې دا دی، چي دوی ټول د دنیا لذتونه او خوندونه نوش کړي وي نور نو دوی د ددنیا د ټولو خواهشاتو سره عادي سوي وي هر څه ورته پریمانه وي او په دې خواهشاتو کي دوی خپل اوج ته رسېدلي وي، داسي کوم شی نه وي پاته چي دوی ته دي سکون وروبښي، یوازنی د حل لاره ورته خود کشي یا ځان وژنه ښکاره کیږي.


او  په عموم کي بیا ټول مسلمانان او کفار هغه وخت ددې شکایتونو سره مخ کیږي چي کله دوی خپل رب هیر کړي او دین ته شا وګرځوي. په دې وخت کي روحي او جسمي سکون د دوی څخه کډه کوي. یواځنی شی چي انسان د دې ستونزو څخه نجات په مومي هغه د الله جل جلاله ذکر او د خپل رب یادول دي.


الله سبحانه وتعالی فرمایې: أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ. [سُوۡرَةُ الرّعد : ۲۸]
یعني خبردار اوسئ! همدغه د الله ياد هغه شى دى چي زړونو ته ډاډينه ورپه برخه کوي.


او بل ځای کې فرمایې:
وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِى فَإِنَّ لَهُۥ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُۥ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ أَعْمٰى . [سُوۡرَةُ طٰه : ۱۲۴]
او څوك چي زما له ذكر (د نصيحت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنيا کښي تنګ ژوند وي او د قيات په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.


او بل ځای کي فرمایې:
وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَيِّضْ لَهُۥ شَيْطٰنًا فَهُوَ لَهُۥ قَرِينٌ. [سُوۡرَةُ الزّخرُف : ۳۶]

ژباړه: څوك چي د الرحمان  (خداى) له ذكر څخه ځان په غفلت کښي اچوي، موږ پر هغه باندي يو شيطان مسلطوو او هغه یې ملګرى کیږي.


د مبارکو اٰیتونو څخه جوته سوه چي کوم کسان د الله عزوجل د ذکر څخه غافله سي نو شیطان دده ملګری جوړيږي، قسم قسم وسوسې ور اچوي، زړه یې تنګیږي، او بلاخره په روحي او رواني ناروغیو اخته کیږي.


ددې ترڅنګ د ذکر سویو شکایتونو سره مخ کیږي او ورسره د شیطان وسوسې او فریبونه هم تاثیر ښیې، چي بالاخره انسان په ناوړه کارونو لاس پوري کوي.


 په اخیر کي ددې ټولو شکایتونو او ستونزو علاج  دین ته په مخه کولو او د الله جل جلاله په ذکر کولو کي دی.
الهي ته مو ستا ذکر په خوله او زړه کي را جاري کړي. 
امین

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

فتوا: د سختي پرېشانۍ او غم لپاره علاج

سوال: د خفګان او نفس تنګی لپاره دعا

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته