تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي ځيني هوښياران خلگ عيسايان دي؟
  تعلیم الاسلام
  February 3, 2016
  0

ليکوال :  مولوي عصمت الله "عزام"

 

د حيرانتياخبره دا ده چي د عيسائيت  دين چي اساسي عقيدې يې د معمولي عقل خاوندته هم د منلونه دي او بايبل  هم داسي کتاب دی، چي ډېر په اسانۍ سره هر چاته  معلومېږي، چي وروسته د مختلفو ليکوالانوله خوا ليکل سوی او داسي ښکاره غلطۍ او ټکرونه په خپل منځ کي سره لري، چي تطبيق يې امکان نلري؛ خوبياهم په ميليونونو نصرانيان په عيسائي عقيدو معتقد او په دې اند دي، چي بايبل  د الله پاک له لوري نازل سوی مقدس کتاب دی.

ددې اساسي لامل دادی، چي دوی په پټوسترگو د پاپانو په خبره اعتمادکوي اود دين په اړه په خپله څېړنه نه کوي.

پوښتنه دا ده، چي په عيسايانوکي ډېر هوښياران او ساينسپوهان سته، هغوی څنگه دغسي ښکاره ناسمه او د عقل خلاف عقيده لري؟

ددې پوښتني جواب په قرآن کريم کي د بلقيسي په هکله ذکرسوی دی:

بلقيسه هوښياره ښځه وه او په سورة النمل کي يې بيان سته؛ خود دې د هوښيارتيا د معلومېدلو سره-سره دا سوال پيداکېږي، چي دا دومره هوښياره وه، نو بيا يې ولي د سليمان  سره تر ملاقات مخکي دالله پاک توحيدنه مانه او د لمر عبادت يې کاوه؟ څوک چي خپله عاجز او مخلوق وي، هغه خو د عبادت لائق نه وي، عبادت خوبايدد لايزال خالق وسي.

الله پاک ددې پوښتني جواب داسي کړی دی: وَصَدَّهَا مَا كَانَت تَّعْبُدُ مِن دُونِ اللَّهِ إِنَّهَا كَانَتْ مِن قَوْمٍ كَافِرِينَ ﴿النمل: ٤٣﴾

ژباړه: اودا(له توحيده)هغه څه منع کړې وه، چي دې يې پرته له الله عبادت کاوه، يقيناً دا له کافرقوم څخه وه!

الله' په دې مبارک آيت کي د دې د شرک دوه سببونه بيان کړي دي:

۱: بلقيسه دغيرُالله په عبادت مشغوله اوعادت وه؛ ځکه دانسان طبيعت داسي دی، چي څوک په يوه نظراوعقيده وي، بلي عقيدې اونظريې ته يې چندان فکر نه اوړي، چي په اړه يې معلومات وکړي.

۲: د بلقيسي ټول قوم کافران وو، د دې په ماحول او چاپېريال کي د توحيداو حق اواز نه و پورته سوی، ټول خلک يې پر دې طريقه ليدل، چي دلمرعبادت يې کاوه، دې هم د هغوی په څېرعقيده لرله.

قومي عادات او ماحول هم خپل اغېز لري او ډېر وخت د دې لامل کيږي، چي انسان يې په اړه فکر اوسوچ ته نه پرېږدي.

نوله دې آيت څخه دامعلومه شوه چي يومذهب اوعقيده انسان له بل څخه غافله کوي او همدا راز دا هم معلومه سوه، چي ماحول او چاپېريال دانسان پر عقيده اوعمل اثر لري، نو د غلط ماحول، مجلس او بې لارو ملگروڅخه ځان ساتل  ضرور دي؛ ځکه پر انسان اثرکوي.

په نتيجه کي وايو، چي داجواب هم معلوم سو، چي ځيني هوښياران ولي په عيسائي باطله عقيده معتقددي؟

-----------------------------

سرچينه تعليم الاسلام ويب پاڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته