تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کرسمس په اسلام کي حرام بایبل کي هم نسته
  تعلیم الاسلام
  December 27, 2021
  0

 لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2015-12-26

 
 د کرسمس پېژندنه:
 
کرسمس(Christmas)  د دوو تورو څخه جوړه شوی دی، (Christ)  و مسیح ته وایي او (Mass)  و اجمتاع او بېلوالي ته وایي، چي موخه یې داده چي د حضرت مسیح علیه السلام لپاره رابېل شی، مسیحي اجتماع جوړه کړئ او یایې میلاد او پیدایښت و لمانځئ.
 
کرسمس څه وخت رامنځته سو؟
 
دا توری د ۶ میلادي پیړۍ ته نژدې رامنځته سو، مخکي ددې ورځې لمانځل نه موجود وه او نه یې هم شتون درلودی، خپله عیسایي نړۍ دا ورځ په یوه ورځ او نېټه نه لمانځي رومن کاتولیکان او پروتستان دا ورځ د دسمبر ۲۵ بولي او په دغه ورځ یې لمانځي، مشرقي آرتهودوکس کلیسا یې د جنوری پر ۶ باندي لمانځي، او د ارمینیا کلیسا یې بیا د جنوری پر ۱۹ باندي لمانځي، په عیسایت کي د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت درسته او کره نېټه معلومه نه ده، د اسکندریې مشهور عیسایي عالم کلیمنټ په دې آند وو چي حضرت عیسی علیه السلام د۲۰مئی باندی پیدا سوی دی،  دا ورځ د لومړي ځل لپاره د روم کلیسا دود کړل دا ځکه چي رومیانو د هجری شمسي د جدي د میاشتي په پیل کي یوه ورځ لمانځل چي د زحیل د جشن(Saturnalia)  په نامه سره یادیدل، نو د هغه وخت ددې زحیل د جشن پر ځای دا کرسمس دود سو او هغه د زحیل جشن ختم سو. (قاموس الکتاب: پاڼه: ۱۴۷)
 
خپله عیسایي علماء هم په دې عقیده دي چي د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت هیڅ درک نسته لکه:
 
کینن فیرر  پخپل کتاب (Life of Christ)  کي هم دا اعتراف کوي.
 
د کرسمس ورځ چا وټاکل؟؟؟
 
تر۴ میلادي پیړۍ پوري ددې ورځې هیڅ درک نه وو، په ۵۳۰ میلادي کال کي د ډایو نیس اکسیګز په نامه سره یو راهب وو چي نجوم ګر هم وو هغه د ډسمبر۲۵ د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت ورځ وټاکل.
 
په قرآن او بایبل کي د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت وخت
 
په سورت مریم کي راځي:
وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُ‌طَبًا جَنِيًّا ﴿٢٥﴾ (سورت المریم)
ژباړه: و خپل ځانته د خرما ښاخ راوبوله او تازه تازه خرما به درته راشوه سي.
 
په فلسطین کي خرما په مارچ او اګست کي پخیږي، چي همدایې وخت دی. او حال دا چي ۲۵ د ډسمبر ژمی دي او هوا یخه ده او د خرما د پخیدو هیڅ امکان نسته.
 
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال‏:‏ يوم عاشوراء اليوم الذي تاب الله فيه على آدم، واليوم الذي استوت فيه سفينة نوح على الجودي، واليوم الذي فرق الله فيه البحر لبني إسرائيل، واليوم الذي ولد فيه عيسى....‏.‏(الترغيب والترهیب، الاصبهانی)
 
په دې حدیث شریف کي راځي چي د عاشورا په ورځ الله تعالی د حضرت ادم علیه السلام توبه قبوله کړل، د حضرت نوح علیه السلام کښتۍ د جودي پر غره باندي و دریدل، الله تعالی و بني اسرئيلو ته بحر خلاصه کړی، او حضرت عیسی علیه السلام پکښې پیدا سو.
 
عاشورا د محرم الحرام د میاشتي لسمه ورځ ده، نو اوس و تاریخ ته ځو چي په هغه وخت کي عاشورا څه وخت وه لکه: 
 
د عاشورا نیټه
 
لسمه د محرم ۲۸ اګست- لومړی قبل المیلاد کال- ۶۴۱ قبل الهجرت
لسمه د محرم ۹ سپتمبر- دوهم قبل المیلاد کال- ۶۴۲ ق. هـ
لسمه د محرم ۱۹ سپتمبر۳ قبل المیلاد کال- ۶۴۳ ق. هـ
لسمه د محرم ۳۰ دسپتمبر- څلورم قبل المیلاد کال- ۶۴۴ ق. هـ
لسمه د محرم ۱۱ اکتوبر- پنځم قبل المیلاد کال- ۶۴۵ ق. هـ
 
په بایبل کي د حضرت عیسی علیه السلام پیدایښت:
 
دلوقا انجیل په ۲باب کي راځي:
 
او د هغې لومړی زوی پيدا سو. هغې هغه په اوړني کښې ونغښتو او په يو اخور کښې ئې کيښود ځکه چه په سرای کښې د هغوی د اوسيدو د پاره ځای نه وو.  هم په دغه وطن کي څه شپونکي ؤ چي په دښته  کي یې د شپې د خپلو رمو څوکی کوله.
 
همدابیان په انجیل متی (متى ۱ :  ۱۸ ـ ۲۵) کی هم راغلی دی.
 
دا چي چوپان رمه پیوله دا به کوم وخت وي؟ دا د ګرمۍ موسم دی او په ژمی کي نه شی نسته چي حیوانات یې وخوري او نه هم انسان او حیوان دا توان لري چي په دې ساړه ژمی کی دي د باندی وخت تیرکړي، دا هیڅکله امکان نلري چي دا دي دسمبر او یا هم د جنوری میاشت وي.
 
د عیسایانو ټوله دین همداسي دی چي هر چا هر څه پکښې ورګډ کړل هغه د دوی مراسم او عبادت دی، څوک به فکر کوي چي د دوی ټول عقاید او اعمال د بایبل څخه اخذ دي خو اصلاً د دوی ټولې کړنې د بایبل خلاف دي، چي تاسی د بایبل په هکله نور معلومات زما په چاپ شوی کتاب (بایبل پیژندنه) کي لوستلای سی.
 
په اسلام کي د کرسمس لمانځل حرام دي
 
په قرآن کریم کي راځي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ. (سورت المآیده: ۵۱)
ژباړه: ای مؤمنانو یهود او نصار په دوستۍ مه نیسئ، دوی یو دبله سره دوستان دی، او که یو څوک ستاسو څخه د دوی سره دوستی وکړه هغه له هغوی څخه دی. او الله و ظالمانو ته هدایت نه کوي.
 
د کفارو او مشرکینو په مراسمو کي ګډون کول خپله له دوی سره د خواخوږۍ په معنا سره دی، د کفارو او مشرکینو په داسي مراسمو کي ټول د اسلام خلاف کړنې صورت نیسي- نو ځکه دا حرام کار دی.
 
په کرسمس کي څه کیږي؟؟؟
 
 وتثلیث ته احترام، شراب څیښل، ناروا کول، د غیرالله لپاره نذارنې کول، غیرالله خدای ګڼل او داسی نور .... 
 
که یوڅوک قصداُ دا کار وکړي د هغه ایمان د زوال سره مخ کیږي او که یې په ناخبرۍ سره ګډون پکښې کړی وي هغه دي د الله څخه معافی وغواړي او توبه دي وباسي.
 
 دا د نصاراوو شعار دی دا لمانځل ددې مطلب دی چی د دوی سره تشبیه کیدل دي.
 
په حدیث شریف کي راځي:
قال النبي صلى الله عليه وسلم (من تشبه بقوم فهو منهم) رواه أبوداود
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي : که چا د یوه قوم سره مشابهت وکړ هغه له هغوی څخه دی. 
 

په حدیث شریف کي راځي:
عن ابن عمر ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " من تشبه بقوم فهو منهم " 
 (رواه ابو داؤد حدیث: ۳۰۳۵، جامع معمر بن راشد حدیث : ۹۳۱۵، مصنف ابن ابی شیبة حدیث: ۳۲۳۶۶، البحر الزخار مسند البزار حدیث: ۶۷۲۵، المعجم الاوسط للطبرانی حدیث: ۸۴۸۸، مسند الشهاب القضاعی حدیث: ۳۷۲ ، رواه احمد ، سنن سعید بن منصور حدیث: ۲۳۷۰، مصنف ابن ابی شیبه حدیث: ۱۹۴۰۱، مسند احمد حدیث: ۵۱۱۴، الدارمی ۲/ ۲۴۸، الدولابی فی الکنی والاسماء: ۲/ ۳۳، ابونعیم فی تاریخ اصبهان: ۱/ ۲۸۴، اسناده صحیح، ابویعلی: ۹۳۳، الطبرانی ۱۸/ ۹۱۲، ابن حبان: ۵۶۷، الطبرانی الکبیر : ۱۱۵۵۳، معجم ابن الاعرابی: ۵۸۷. او داسي نور...)

ژباړه: که چا د یوه قوم سره مشابهت وکړئ هغه د هغه قوم څخه دئ.

 

مشهور مفسر علامه ابن کثیر رحمه الله په تفسیر ابن کثیر کي  فرمايي: د پورتني حدیث څخه نهي ، تهدید او د عذاب وعده د هغه چا په حقک کښې کړېده چې ځان د کفارو په څير جوړوي ، یعني په اقوالو ، افعالو ، لباس ،خوښیو ، اخترونو او نورو هغو شیانو کې چې شریعت د هغه منع فرمایلي. دا ځکه چي دا د غیر مسلمانانو شعار دئ دا نمانځل ددې مطلب دئ چی د دوی سره تشبیه کیدل دي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وایی چی که چا د یوه قوم سره مشابهت وکړ هغه له هغوی څخه دی، د کفارو سره د دوی مراسم لمانځل مطلب دا چي له دوی سره په کفري صف کي ورګډېدل او د دوی سره خواخوږي کول دي؛ نو ځکه په اسلام کي د کفري نړۍ مذهبي مراسم لمانځل او تجلیل ټول حرام دي.

 

تشبیه د کفارو سره پر دوه ډوله ده:

اول: تشبه محرم (حرامه تشبیه):
 دا هغه افعال او کارونه دي چي د کفارو د دین او عقائدو سره تړاو لري، هغه کړني چي کفار یې په مذهبي ډول سره تر سره کوي که مسلمان هم هغه کار وکړي دا دغه حرامه تشبه ده چي په مبارک حدیث شریف کي راغلې ده، لکه په  یوګا، نوروز ، کرسمس، اپریل فول، استر، ویساک، دیوالي، یلدا او نورو مذهبي ورځي چي و لمانځل سي دا مطلق حرام کار دی. علماء کرام دا هم وايي چي په مذهبي لباس، خوراک ، اخلاق ،یا غیر مذهبي کړني لکه په  شهوت او فسق کي ورسره تشبه هم حرامه ده.

 

دوهم: تشبه مباح (جایزه تشبیه):
 دا هغه تشبه ده چي د کفارو د دین سره کوم کار نلري، بلکي معمولي انساني کړني دي، چي په دغه مباح کړنو کي به لاندي شرائط وي:


۱: دغه کار به د کفارو تقلید او شعار نه وي.
۲: دغه کار به د دوی د دین سره کوم تړاو نلري، یا به داسي یو فعل نه وي چي موږ ته په نصوصو (ایت او حدیث) کي راغلي وي، چي دغه عمل د کفار دی.
۳: له اسلامي احکامو سره به په ټکر کي نه وي.
۴: د کفارو د عادت سره به موافق نه وي.

 

اوس څه رڼا ورباندي اچوو:

 

۱: په فطري امورو کي مشابهت:
د بیلګي په ډول سره دوی خوراک، څیښاک، تګ، خوب، صفايي وغیره کوي، دا کار موږ هم کوو.

قال: فی الدر فان التشبه بهم لایکره فی کل شئ بل فی المذموم وفیما یقصد به التشبه کما فی البحر. قال الشامی تحت قوله: لایکره فی کل شئ فانا ناکل و نشرب کما یفعلون. 

 

۲: د کفارو سره په عاداتو کي مشابهت:
د بیلګي په ډول سره کفار د خوراک یا لباس یو خاص عادت لري، چي په دغه خاص عادت کي ورسره یو ځای کېدل حرام کار دئ که قصداً وسي او که دغه عادت د خاص ضروري مصلحت پر بنسټ وسي بیا جواز لري خو د تنزیهي کراهیت څخه خالي نه دئ.

 

۳: د کفارو سره په هغه شیانو کي مشابهت کول چي د کفارو مذهبي یا دیني شعار دي لکه: زنار، د یهودو او مجوسیانو خاص خولۍ، صلیب او نور... په دغه صورت کي تشبه حرامه او په ځینو صورتو کي کفر دئ، په فتاوی هندیه کي ئې تصریح سوېده.
 (تفسيرابن كثير، ج:۱ ص: ۱۹۷ ) (السنن والآثار فی النهی عن التشبه بالکفار ص: ۵۸- ۵۹/ لسهیل حسن) (ج۱ ص: ۶۵۲)
 (امداد الاحکام ج ۱ حصه ۱ ، ص:۲۸۵-۲۸۶  کتاب ما یتعلق بالحدیث والسنة/ تألیف حضرت مولانا ظفر احمد عثمانی رحمة الله علیه زیر نګرانی حکیم الامت مولانا اشرف علی تهانوی رحمة الله علیه)

 

د مسیحیت د عقایدو اړوند نوري علمي مقالې دلته لوستلای سی: مقارنة الادیان
 
 
--------------------------------------------
میلاد لمانځل یا دولسمه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته