تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ټیلیفون یا اړیکو نیولو آداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 9, 2019
  0

لیکنه: استاد نورالله احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱ـ له ټولو مخکې مسنون سلام اچول یا د مسنون سلام ځواب ورکول.


۲ـ د مخاطب او د هغه د کورنۍ او ملګرو یا خپلوانو پوښتنه کول. لکه روغ، ناروغ دارنګه د حال احوال پوښتنه کول.


۳ـ که چا سره بشپړه بلدتیا ونلرې بیا هغه کس سره د موضوع مطابق خبرې اترې کول.


۴ـ خبرې له حد ډېرې نه اوږدول او نه دومره لنډول چې مخاطب پرې خفه یا د هغه اطمینان حاصل شوی نه وي.


۵ـ که چا درته ټیلیفون کړی وي نو خبرې له حده ډېرې اوږدول په کار نه دي دارنګه وخت ډېر قیمتي ده باید خیال یې وساتل شي.


۶ـ هڅه کول تر څو نږدې خپلوانو، ملګرو او اړوند کسانو ته ټیلیفون وشي تر څو خپلوي وساتل شي او ملګرتیا هم وپالل شي.


۷ـ که څوک له تاسو خفه وي ورته ووایه چې زما ډېر یادېږې او غواړم تا سره له نږدې ووینم دارنګه نورې ښې خبرې اترې تبادله کول.

 


 

۸ـ هڅه وکړئ ماشومان هم یو بل سره وغږوئ تر څو یو بل سره بلد او روږدي شي. هڅه وکړئ خپلو ماشومانو ته داسې ټیلیفون په لاس ورنکړئ چې هغوی په کې بېځایه نیټ وکاروي یا داسې سایټونه وګوري چې د شریعت خلاف دي یا دارنګه داسې سایټ ته لاړ شي چې هغه د بې دینو یا قادیانیانو یا نورو باطلو ډلو وي په دې سره ستاسو د ماشومانو خیالات او نظریات منحرف کیږي.


۹ـ هڅه وکړئ داسې راډیویي خپرونه چې اسلامي وي خپرونې لري هغوی ته ټیلیفون کول او ماشومان ورسره غږول لکه تلاوت کول یا کوم آیت یا حدیث بیانول په دې سره د دوی علمي کچه ښه کیږي او جرأت یې په برخه کیږي.


۱۰ـ له اړتیا پرته چاته ټیلیفون مه کوئ دارنګه د خوب پر وخت هم دا کار مه کوئ ـ یعنې چاته ضرر مه رسوئ. که چېرته تاسو بل چاته ټیلیفون کړی وي نو که هغه مطلوب کس نه وي، نو په ښه طریقه ترې بښنه غوښتل. دارنګه که بل څوک پر تاسو غلط شوی وي، نو تاسو هم هغه ته بښنه وکړئ. 


۱۱ـ هېڅکله چاته کنځل ونکړئ او مه په دې نیت اړیکه نیسئ ترڅو نور خلک له تاسو خفه یا ناراض شي.


۱۲ـ داسې وخت کې چا سره اړیکه مه نیسئ چې هغه د لمانځه وخت وي یا هغه کس په ضروري کار بوخت وي یا هلته مړی شوی وي یا د جنازې وخت وي یا دارنګه نور وختونه وي چې هغه کس نه شي کولی ستا د اړیکې ځواب درکړي، هو که له چا د کوم آدرس پوښتنه کول وي یا دېته ورته نورې ستونزې مطرح کول وي بیا مناسب وخت کې اړیکه نیول باک نلري. 
 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

اړوند لیکني:

د موبایل څخه د ګټي اخيستني اسلامي آداب
د ټیلیفون کولو اداب
د ځیرکو موبایلونو منفي اغیزې
ستا د لاس تیلیفون
تعلیم الاسلام راډيو د موبایل د لاري

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته