تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات (پنځلسمه برخه/ غ)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 20, 2024
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسان فقهي اصطلاحات 
(پنځلسمه برخه)

(غ)


غایت: د یو شي لومړنی یا آخرنی حد.

 

غبن: دوکه، په رانیولو اوخرڅولو کي دوکه کول.


غبن یسیر: هغه دوکه چي دتجارانو په عال رواج کي منل کېږي.


غبن فاحش: هغه دوکه یا خطا ایستل چي دتجارانو په رواج کي د منلو وړ نه وي.


غُسل: لمبېدل، ټول بدن پرېولل(په دې کي په خوله اوبه لغړول په پزه اوبه کي اوبه اچول هم داخل دي) غَسل: پرېولل، مینځل هغه که دبدن وي یا بل کوم څه.


غِسل: په غسل کي کومکي شیانو ته غِسل وايي لکه صابون.


غش: دوکه کول، خطا ایستل، په مبیع کي یو عیب پټول.


غلام: نابالغه هلک.


غنیمت: د جنګ په دوران کي د دوښمنانو څخه مال نیول، کوم مال چي په صلح ترلاسه سی هغه ته فی ویل کېږي.


غَلْوَة: دغشي غورځولو مساحت.


غَلس: دسهار په اول وخت کي کله چي تیاره ډېره سخته وي همدې تیارۍ ته غَلس وايي.


غیبت: دیو سړی په نه شتون کي دهغه داسي  فطري اوغیري فطري خامي او نیمګړتیا بیانول که چېري هغه واوری نو نې خوښوي. د یو سړي داسي یادونه کول چي هغه ئې نه خوښوي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته