تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په خوب کي د عیسی علیه السلام راتګ
 
  June 8, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٨۳۵)

نوم: محب الله
                                                            
سوال : زما یوه ملګري په خوب ولیدل چي دخونی دباندی د خلکو ږغ وی چي کله ور ووزم نو زیات خلک سره راټول وي او وایي چي عسی (ع) داسمان څخه راکښته سوئ دی  نو بیا هغه راسي او سپین کالي یې وي ښه په سنت برابر غټ وریښتان  او سپین روښانه مخ يي وي  اوجګ قد لري،  نو ماته ووایي چي هغه تیر وخت او وعدې دي  در پیاد ګړه اونور ګناهونه مه کوه او زه داسی ویښ یم چي کله راکښینستم نو می کلمه طیبه وویل او هغه مبارکه کلمه مي بیا پر راسته لاس د یو څو دقیقولپاره نویشته سوه ، بیا ورکه سوه نو که تاسي ددې خوب تعبیر راکړئ  ، نو مهرباني به مو وي .

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د ياد سوي خوب تعبير دادى چي تاسي توبه وباسئ  او د آخرت د ورځي د سختيو څخه د خلاصون کوښښ وکړئ، دخپلو اعمالو اصلاح وکړي(١).


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): تعبير الروياء،  امام ابن سیرین رحمه الله، مادة: قيامت.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته