تازه سرليکونه
د (تجويد ښوونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دقرآن د تلاوت فضيلت
  تعليم الاسلام ویب پانه
  November 25, 2020
  0

دقرآن د تلاوت فضيلت

 

ليکنه بصير یوسفزي تعليم الاسلام ویب پانه

 

د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې په قرآن او حديث کې څومره فضائل ذكر شوي دي نو مونږ خو يې پدې بې کسی او بې وسی کې له سره نشو ټولولای ،بس دومره ويلای شو چې نن عصر کې نه وحی شته او نه پيغمبر بس يواځې د خالق او مخلوق تر منځ د ارتباط وسيله قرآن دی او بس .

 

رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوذر ته وويل :

يا أبا ذر! لأن تغدو فتعلَمْ آية من كتاب اللَّه، خير لك من أَن تصلي مائة ركعة. ولأن تغدو فتعلَمْ بابا من العلَمْ، عمل بِهِ أَوْ لَمْ يعمل، خير من أَن تصلي ألف ركعة)). ابن ماجه

 

((ای ابوزره ! که چيرې ته سحر لاړ شي او يوآيت د قرآن پاک زده کړي نو د سل رکعته نفلو نه بهتره دی ، اوکه  چيرې يو باب د علم زده کړي که دغه وخت دې عمل پرې کړی وي يا نه نو د زرو رکعتونفلو کولو نه بهتر دي )). (ابن ماجه )

 

دری کسان دی چې د قيامت د ورځې دويرې  نه بچ وي او بې حسابه به جنت داخليږي

(رجل قرء القرآن ابتغاء وجه الله وام به قوماً وهم به راضون وداع يدعون اِلی الصلوات ابتغاء وجه الله ورجل احسن فيمابينه وبين ربه وفيمابينه وبين عواليه (رواه الطبرانی )

((يو هغه سړی چې د رب ج لپاره يې قرآن ولوستلو او داسې امامت يې وکړ چې مقتديان ترې راضی وو، دوهم هغه سړی چې صرف د رب ج د رضا لپاره خلک لمانځه ته بولي ،دريم هغه سړی چې د خپل رب ج سره هم ښه معامله ساتې او د خپلو ماتحتو(تر لاس لاندې خلک ) سره هم)) .

 

من قرء عشر ايات في ليلة لم يکتب من الغافلين (رواه حاکم )

 

((څوک چې لس آيتونه د شپی تلاوت کړي هغه به د غافلينو نه نه شمارل کيږي .

 

د لسوآيتونو په تلاوت سره چې څو دقيقی وخت نيسی د ټولی شپی له غفلت څخه وځې ددی نه ذيات فضيلت به چيرې وي)) .

 

من قرأ حرفاً من کتاب الله فله به حسنة و ألحسنة بعشر أمثالها.   جامع ترمذي

((د قرآن ديو حرف په لوستلو يوه نيکي ده او د نيکې عوض لس چنده دی )).

 

د يوي نيکي قدر به هلته ولګي چه د نکيو او بدليو تلله وي او بيا بدی پر نيکی درنه شي .

 

ماخذ  علم تجويد لومړی برخه

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته