لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسان فقهي اصطلاحات
(اتلسمه برخه)
(ک)
کاهن: هغه سړی، چي په غیبو باندي د راتلونکي خبري کوي.
کبیرة: هغه ګناه چي یو حد یا کفاره پرې ټاکل سوې وي یا دالله جل جلاله لخوا پرې لعنت او غضب راغلی وي، یا دآخرت وعید راغلی وي، لکه: زنا، شرک، دمور او پلار نافرماني.
کتاب: د فقهي په کتابو کي یو داسي مرکزي عنوان چي مختلف بابونه او فصلونه ولري، لکه: کتاب الصلاة، کتاب الزکوة او داسي نور....
کتابت: کله چي یو بادار خپل مريي ته دا ووایي چي که دي په دومره وخت یا يي دومره روپۍ راکړي ته آزاد يي.
کراهت: په شریعت کي یوه خبره منع سوې وي مګر دا ممانعت د وجوب او الزام په لهجه کي نه وي راغلی، نو دامکروه ده او دا مکروه تنزیهي ده، لکه: سګریټ څکول ( تر څو صحت ته تاوان ښکاره نه وي او که ښکاره وي، نو بیا مکروه تحریمي دئ) او که چېري دوجوب په ډول منع سوی وومګر ثبوت ئې په ظني دلیل سره وو نو دا هم مکروه تحریمي دي چي حرامو ته نژدي دی، لکه: دماځیګر لمونځ دلمر لوېدو لږ مخکي کول.
کسوف: دلمر او سپوږمۍ تندر نیول، ځیني وخت خسوف ته هم مجازا کسوف وايي.
کف: ورغوی دګوتو په شمول.
کفاءت، کفو: سیال او ساری؛ خو په اصطلاح کي کله چي خاوند او میرمن په دین، اخلاقو، کاروبار او مالي اعتبار سره مساوي وي.
کفاره: دیوې ګناه دلیري کولو له پاره دشریعت له لوري ټاکل سوې مالي اوغیر مالي سزا، لکه: دیوې فرضي روژې په خوړلو سره دوې میاشتي پرلپسې روژې نیول.
کفر: کوم احکام چي په قطعي نصوصو ثابت وي دهغوي په ژبه او عمل سره انکار ته کفر وايي، لکه: دلمانځه انکار، دختم نبوت انکار.
کنز: په مځکه کي ښخه سوې خزانه.
www.taleemulislam.net