تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ساينس پوهان د اسلام په اړه څه وايي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 21, 2021
  0

 

ليکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د الله جل شانه کامل نظام ته ګوره، ساينس چي هرڅومره پرمختګ کوي، د قرآن حقانيت نور هم ښکاره کيږي. انسانانو د ساينس په مټ و لوړ لوري ته د فضا څار وکړ او تر اوسه فقط دولس کيلومتره (دولس زره متره) په ځمکه دننه ننوتل. له شرقه تر غربه لاړه، سمندرونو ته کښته سول او د خپل ټول عقل څخه ئې کار واخيست. خو بيا هم چي هرڅه کوي، هغه قرآن کي مومي.


راسئ، د غير مسلمانو نظرونه د قرآن او ساينس د اړيکي په اړه ولولو:


مشهور فرانسوی لامبوزن او څېړونکی کوسټود وايي: "هرچا، چي کوم علم موندلی دئ، د هغه علم په اړه خدای څوارلس پېړۍ وړاندي په قرآن کي يادونه کړې ده. زه هم شاهدي ورکوم، چي قرآن کريم د الله کتاب دئ." ( او په دې ويلو سره ئې اسلام قبول کړ).

 


 

د تيري پېړۍ نابغه البرټ انشټين په ساينس پوهانو کي د مذهبي ولولو څخه د را پيدا کېدونکي تجسس په اړه وايي: " زه په دعوه سره وايم، چي مذهبي ولولې او جذبات د ساينسي څېړنو له پاره ځواکمن او سپېڅلی محرک جوړېدای سي."
جرمنی فلکيات او رياضي پوه جونز کيپلر وايي: " زه په ساينسي څېړنو ځکه بوخت سوم، ترڅو د حقيقي خالق په صفتونو، اسرارو او رازونو خبر سم."


د تايلنډ د چيانګ مايي پوهنتون د اناټومي استاد تيجاتت تيجاسن وايي: " د تیرو درو لسیزو راهیسي زما لیوالتیا د قران سره زیاته سویده، د خپلو مطالعو له مخي دا ویلای سم، چي کوم څه څوارلس پېړۍ وړاندي قرآن کریم د کوم څه بیان کړی دئ هغه ټول حق دي او د قران هره خبره حق ده، پردې څوک سترګي نه سي پټولای"


دا خبري ئې وکړې او بيا ئې د کنفرانس پر ګډونوالو ږغ وکړ:" و دې کنفرانس ته تر کلمې ارزښتناک شی ما نه دئ راوړی." او په لوړ ږغ ئې لا اله الا الله محمد رسول الله وويل او مسلمان سو.


د مایکرو بیولوژي علم اختراع کوونکی لویس پاسټور وایي:
"په ساینس کي لږه پوهه به دي له الله جل شانه څخه لیري کړي، مګر په ساینس کي ډېره او ژوره پوهه دي و الله جل شانه ته ورنږدې کوي. "


برتانوی فيلسوف او رياضي پوه نيوټن وايي: په ساينس کي زما د ليوالتيا تر شا اصلي محرک د خدای د قدرت په اړه پوهه او زيات معلومات ترلاسه کول وه.


فرانسوی موسيو د جين کلافل وايي: "قرآن کريم يوازي د مذهبي قواعدو او احکامو مجموعه نه ده، بلکي په دې کي ټولنيز احکام هم سته چي د انساني ژوندانه له پاره هر وخت ګټور وي."


د امريکا د کلوارډو د سمندر پوهني استاد وليم هې وايي: " په قران کریم کي چي د سمندرونو په اړه کوم معلومات سته، هغه زما لپاره د ټولو نورو معلوماتو سرچینه سول او د قران کریم معلومات په دې هکله ډېر نوي او جالب دي."


کاشکي مسلمانان د کفارو له دسيسو خلاص وای، د قرانکریم ژوره مطالعه مو شروع کړې وای او له قرآن څخه مو ګټه اخيستې وای، نو اوس به اسلام او مسلمانان نور هم لوړ او روښانه وای. همدغه د وحیو یوازنی ډیوه لرو چي هم د کفارو د دسیسو خلاص سو او هم مخکنی مجد لاس ته راوړی.

ــــــــــــــــــــ

اسلام او ساینس

قراني علوم

قران او ساینس - د سانیس پوهانو په اند

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته