تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اروپا او امریکا کي د واده تاریخچه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 12, 2019
  0

ژباړه: علي الله متوکل


 د ډیسکور د ټروت پاڼي له لوري په امریکا او اروپا کي په پخوانیو وختونو کي د واده د عمر (سن) په اړه د تاریخ پوهانو نظرونه بیان سوي دي. موږ ئې فقط د نظرونو ژباړه را اخلو:


  ۱. مرګریټ ویډ لبارج (Margaret Wade Labarge) معاصر تاریخ پوه دئ، په ۲۰۰۹ کال مړ سوی دئ.


” په اروپا کي په منځنیو پېړیو کي واده سویو او کونډو ښځو زیات عمرونه نه لرل. زیاتي ئې له پنځه کلونو تر لس کلونو پوري ودېدلې“. 


۲. پروفیسور ریچارډ ورټلې (Richar Wortley) او  پروفیسور سټیفن سمالبون (Stephen Smallbone)وايي: ”تر ۱۹۰۰ کال مخکي ښځي په کم عمر کي ودېدلې. زیاتوي، چي په اروپا کي د نجونو عمر د واده کولو لپاره خورا کم ټاکل سوی وو. په اووه کلنۍ کي هم ودېدلې“. د شکسپیر په ډرامه کي د جولیټ عمر ۱۳ کلن دئ. ددې لپاره هیڅ استثناء هم نه ده بیان سوې.   


دا حالت د اوقیانوس په هغه اړخ یعني امریکا کي هم داغسي وو. د نولسمي پېړۍ په شروع کي په انګلیستان کي د لس کلني نجلۍ سره جنسي اړیکي درلودل قانوني وه. 


  ۳. د جنسیت او ټولني (sex and society) په نوم کتاب کي لیکلي: ” کوم قوانین چي انګلیسیانو په ۱۲۷۵ کال کي د آمریکا لپاره وضع کړي وه، د نجلی لپاره د واده عمر ۱۲ کاله وو. په ۱۵۷۶ کال کي ئې و لس کلنۍ ته را ښکته کړ.“  


۴. د آمریکا د تجدید نظر محکمې قاضي ریچارډ پوزنر وايي: ” تر ۱۹۰۰ میلادي مخکي د واده لپاره عمومي عمر ۱۰ کلني وه.“   


۵. د سکاټلنډ د ۱۹۰۰ میلادي کال څخه مخکي قانون کي واضح لیکلي وه، چي یو ښځه په نهه کلنۍ کي واده کولای سي.


۶. آنتوني جوزف پل کورتیه وایي: ” تر ۱۹۶۰ کلنۍ پوري د پنځوس کلن شخص واده له اووه کلن سره په امریکا کي قانوني وه“ .


۷. مورین دباغ وایي: ” تر نولسمي پېړۍ پوري په امریکا کي قانوني عمر لس کلني وه او د ډینور په ایالت کي اووه کلني وه.“  


۸. لیکوال آرتور سکین وایي: ” په کلتوري توګه په ټول نړۍ کي معمولاً د واده عمر کورنۍ ټاکي؛ دا د عرف او عاداتو له مخکي ټاکل کيږي، چي اکثره ئې د بلوغ وخت سم بولي.“  


سر اډوارډ کک په اولسمه پېړۍ کي دا خبره کوي، چي د ۱۲ کلنۍ عمر د واده لپاره یو طبیعي وخت دئ. 


په پرتګال، سویس، ډنمارک او فرانسه کي د واده کولو قانوني عمر ۱۰-۱۲ کلنۍ وو، بیا د نولسمي پېړۍ په دوهمه نیمایي کي ۱۳-۱۶ پوري وټاکل سو. 


نهه. کارولین کوکا وايي: ”په کوم عمر کي څوک کولای سي، چي د واده کولو پریکړه وکړي؟ ۷، ۱۰، ۱۲، ۱۳، ۱۸ او ۲۱ هغه عمرونه دي چي په تيرو درې سوه کلنو کي د جنسي رضایت لپاره سم بلل سوي دي.“  


اوس هم په غربي نړۍ کي د کم عمره انجونو ودونه جریان لري حتی په پراخه پیمانه جنسي تیری ورباندي کیږي. دا هغه غربي نړۍ ده چي د خپل دغه کرغېړن کلتور د پټولو لپاره پر اسلامي تعلیماتو نیوکي کوي خو خپل کور یې د فساده تر هغه حده ډک دی چي ولس يې ځان وژنه یوازنی علاج بولي.

ـــــــــــــــ
په غرب کي د ښځو د مالي حقوقو تاریخ

غربي نړۍ

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته