تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسنیو اسلامي وجایب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 16, 2020
  0

لیکنه: محمد نبي سلطاني
 

رسنۍ  د ټولني په اصلاح او سمون کي بنسټيز رول لري، د څېړونکو له نظره رسنۍ د دندي د اجرا او په ټولنه کي د سمون او اصلاح په خاطر ډېره مهمه او بنسټيزه پديده ده، چي د خلکو او حکومت ناوړه کړني د سمون او اصلاح په خاطر بيرته د حکومت او خلکو په مخ کي مشروع حرکتونه د نورو د تشويق په خاطر په بیا – بیا وړاندي کوي، څو په ټوليز ډول خلک اصلاح او سمون ته وهڅول سي.


اسلام د اعلان او بيان دين دئ، اعلانول او بيانول یې امتیاز دئ، خلكو ته د حق اّواز رسول ئې د پیروانو رسالت، مسئولیت او مكلفيت دئ، د حقيقت د پټولو سره سخت مخالف دئ او هغه ګناه بولي، نفاق او دوه مخي ئې ګڼي ځکه د ايماندارۍ او اخلاص سره ضد دئ، بالخصوص هغه لوى حقایق، چي له اخلاقو، عباداتو، معاملاتو او عقایدو سره تړلي وي. د حق شاهدي ورکول، حق ویل، حق بیانول، خلک سمي او غوره لاري ته رابلل الله تعالی د دې امت دنده بللې، قرآن کریم کي فرمايي:


كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ... (سورة الاعمرا: آیت، ۱۱۰)
تاسو تر ټولو غوره امت ياست، چي د خلكو لپاره رابرسېره سوي یاست، په معروف گمارنه كوئ او له منكر نه مخنيوى كوئ او پر الله ايمان لرئ.   


په بل اّيت کي حق ویل، بیانول او په اړه ئې  شاهدي وركول د اسلامي امت وظيفه ټاکل سوې او فرمايي:


 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ . ( سورة الاحزاب:  ايات، ١٣٥)
 اې موْمنانو! عدالت په مضبوط شكل سره قائم كړئ او د الله له پاره شاهدي وركړئ كه څه هم دا شاهدي ستاسي او ياهم ستاسي د مور او پلار او يا هم خپلوانو په ضرر وي.


د اسلام دين د حقايقو بيانول يو داسي انساني ارزښت بولي، چي هغه د تنازل وړ نه دى او نه بايد د دين، رنګ، قبيلې او قوم توپيرونه د هغه پر لزوميت باندي اغېز وكړي، د اسلام دين د يهوديت په څېر نه دى چي د مصلحتونو له پاره حقايق پټوي او ياهم د ديني توپيرونو په خاطر پر حقايقو پرده اچوي، شاهدي ته تغير وركوي او دروغ وايي او ياهم د عدالت او مساوات د تامين او خوندي ساتلو په اړه انساني ارزښتونه تر پښو لاندي كوي، اما اسلام خلكو ته امر كوي، چي حقايق بيان كړي، الله پاك فرمايي:


إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِن بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَـئِكَ يَلعَنُهُمُ اللّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللاَّعِنُونَ (١٥٩) إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَبَيَّنُواْ فَأُوْلَـئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ. ( سورة البقره: اياتونه ١٥٩_١٦٠)  
له څرگندو آيتونو او لارښووني نه چي موږ كوم څه نازل كړي، څوك چي دا پټوي، وروسته له هغه چي موږ خلكو ته په كتاب كي بيان كړي، نو يقيناً چي په دغو كسانو هم الله لعنت وايي او هم هر لعنت ويونكى پرې لعنت وايي. مگر هغه چي توبه او رجوع ئې وكړه او خپل كړه ئې اصلاح كړل او بيان ئې كړ، نو د دوى توبه به قبوله كړم او زه خو يقيناً چي ډېر مهربان توبه منونكى يم.


الله پاك همدارنګه فرمايي: وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ . ( سورة النور: ايات، ٥٤)
ژباړه: پر پيغمبر باندي له واضح بيان څخه پرته نور څه نسته.


 الله پاك فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ. ( سورة ابراهيم: ايات ٤)
ژباړه: موږ پيغمبر ندى ليږلى مګر د خپل قوم په ژبه تر څو هغوى ته دين بيان كړي.


  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: ( بلغوا عنى ولو اّيه )
یعني خلكو ته له ما څخه دين ورسوئ ولو كه يو اّيت هم وي.


د دې پورته دلايلو له مخي څرګندېږي، چي خلكو ته د دين رسول او د هغو اصلاح د رسنيو وظيفه، مكلفيت او مسئولیت دئ او بيا د دې مسئولیت او مكلفيت د سرته رسولو په خاطر د ټولو هغو وسائلو څخه كار واخلي، چي په واک کي ئې لري او چي له لاري ئې خلكو ته د دين رسول ممكن وي.   


د وسايلو څه د دې په خاطر پراخه استفاده كول اړين دي، چي خلكو ته د خپل دين دعوت ورسېږي، په ښو او بدو، مضرو او مفدو، حلالو او حرامو خبر سي، د دين په احكامو پوه سي او په ژوندانه کي خپلو اسلامي  فردي او ټولنيزو وظايفو او مسئووليتونو ته متوجه سي او بل به مو په ټولنيز ژوند کي بدلون او سمون، اصلاح او فلاح، خير او ښېګڼه او نورو کي اسلامي مسئووليت او مکلفیت تر سره سوی وي.


 له رسنیو به مو د اسلامي دعوت، ورورلۍ، يووالي، اتحاد، اتفاق او سولي ژبه او د رسولو وسيله جوړه سوې وای (خو متاسفانه چي د بهر څخه تمویلېدونکو اکثره رسنیو زموږ په هیواد کي ټول اسلامي ارزښتونه مات کړل او د هغو خلاف یې د پیسو او نورو مقاصدو لپاره پوره هڅه او کوښښ وکړی). لازمه دا ده چي د دغي وسيلې د ښه استخدام او غوره كاروني له پاره داسي لاري چاري او پروګرامونه ولټول سي، چي د ټولني حركت ښې او مثبتي خواته متوجه كړي، د اسلامي اهدافو د تحقق او پلي كېدا پر لور ئې وهڅوي او خوځښت وركړي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته