تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د قریشو لخوا د رسول الله ﷺ دردونکی ازار
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 19, 2020
  0

نبوي سیرت (۷۱ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


هغه د رسول اللهﷺ اکا ابولهب ؤ چي هغه ناوړه کارونه يې کول او دغه يې ښځه وه او په عين وخت کي دوى د رسول اللهﷺ همسايګان هم وه، کور يې د رسول اللهﷺ د کوره سره مښتى ؤ، رسول اللهﷺ پر دوی سربېره نور همسايګان هم درلودل چي دوی ټولو رسول اللهﷺ دننه په خپل کور کي ډير آزارا وه، د رسول اللهﷺ همسايګان چي و دهﷺ ته يې په کور کي آزار او تکليف ورکاوه دغه کسان وه: ابولهب، حکم بن ابى العاص، عُقبه بن ابي مُعيط، عُدَى بن حمراء الثقفي، ابن الاَصداء الهُذلي، دغه څو نفره د رسول اللهﷺ همسايګان وه، وعده او اتفاق يې سره کړى ؤ چي هميشه به و محمّدﷺ ته آزار ورکوو، رسول اللهﷺ به په خپل کور کي پر لمانځه ولاړ ؤ د دغو همسايګانو څخه به يوه د پُسه د نس مردار  شيان پر ورغورځول، ترڅو چي رسول اللهﷺ د دغه آزارو په سبب دې ته مجبوره سو چي لمونځ د هغي لويي ډبري و شا ته وکړي کومه چي د دهﷺ په کور کي موجوده وه.


او ځينو همسايګانو چي به يې پُسه يا اوښ حلال کړى د هغه د نس چټل او خراب شيان به يې د رسول اللهﷺ دکور و صحن يا ميدانۍ ته ور غورځول يا به يې د دهﷺ د کور په دروازه کي ورته کښېښوول، رسول اللهﷺ به هغه چټلي او مرداري، لَرَى او کلمې په يوه لرګي را پورته کړه او د خپل کور په دروازه کي به ودرېدى فقط دومره به يې و ويل: يا بني عبد  مناف! دا څنګه همسايتوب دى؟ آيا د همسايه حق دغه دى؟ تر دغه جملې زيات به يې نور څه نه ويل او بيا به يې هغه چټلي ليري وغورځول، دغه آزارونه همېشه و رسول اللهﷺ ته ور رسېدل، هره ورځ به دغو همسايګانو خپل انبار او کچره د رسول اللهﷺ د کور مخ ته غورځول او رسول الله ﷺ به ايسته کول.


اوس نو ته فکر وکړه: که د یو چا يو همسايه بد وي، هغه څومره په تکليف وي؟ مګر که ستا ټول همسايګان بد سي او ستا د تکليف او آزارولو نيت يې هم کړى وي نو بيا به دي څه حال وي؟ خو زموږ پيشوا او پيغمبر سرور کائناتﷺ د خپلو همسايګانو څخه دغسي آزارونه او تکاليف ليدل او د هغو د لاسه څخه يې دغسي تريخ ژوند تېراوه.  


عُقبه بن ابي معيط په خپل خباثت او شقاوت کي نور هم زياتوب کاوه، امام بخاري د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت کوي: چي يوه ورځ رسول اللهﷺ د کعبې شريفي سره لمونځ کاوه، ابوجهل او د قريشو نور مشران هم هلته ناست وه او ورته ګوري، زړونه يې د قهر او غضبه څخه ورته اېشي، په دغه وخت کي نور خلك راغله او د کعبې شريفي سره يې يوه اوښه حلاله کړه، نس يې ورڅيري کړی کُلمې او لړمون يې ځني را وايستل، قريش ورته ګوري او په خپل منځ کي يې سره و ويل: څوک دغه کُلمې اخلي او د محمّدﷺ پر سر یې د ده د سجدې په وخت کي ور ايږدي؟


 قريش خاندي او ملنډي وهي غواړي چي يو څوک دغه ناوړه کار وکړي، خو عُقبه بن ابي مُعَيط ملعون و ويل: دا کار زه کوم، قريش خاندي او عقبه ته وايي ونيسه ولاړسه، يو د یوه طرفه او  بل د بله طرفه دﺉ په دغه کار امر کوي، څو عقبه لعنة الله عليه ولاړ سو او هغه د اوښي د نس مردار شيان يې واخستل، کوم وخت چي رسول اللهﷺ پر سجده سو د هغه پرسر يې ورکښېښوول، ويني، مرداري، غوړزګي، د رسول اللهﷺ پر مبارک سر پراته دي او دهﷺ و خپل رب ته سر پر سجده ايښى دى، عقبه ملعون بيرته د قريشو پر طرف ور رهي سو او خاندي، شين شين د خندا کيږي، هغه نور قريش هم  ورته ګوري او پر دغه خپل رذيل او خبيث عمل خاندي، رسول اللهﷺ و خپل رب ته سر پر سجده اېښى دى او دغه چټل، غوړ او مردار شيان يې پر سر پراته دي او هلته قريش پر خاندي.


هغه څوک چي د دغي قصې روايت کوي وايي: قريشو دومره وخندل چي د ډيري خندا څخه پر يوه او بل طرف کږېدل، يوه به پر بل ځان تکيه کاوه، د ډيري خندا څخه يې ځانونه نه سواى تکيه کولاى او دغه خندا يې ټوله د رسول اللهﷺ پر دغه حالت وه او رسول اللهﷺ بې حرکته و خپل رب ته سر پر سجده ايښى دى او د سجدې څخه نه را پورته کيږي، څو د رسول اللهﷺ کوچنۍ لور حضرتِ فاطمه رضی الله عنها راغله او په ژړا يې دغه کُلمې د رسول اللهﷺ د سره څخه ايسته کړې.


فکر وکړی: دغه قسم  معامله د مکې مکرمې د يوه سردار سره د صادق الامين سره کېدل، خو د قريشو ژوند او اخلاق د هغه چا سره چي خلك يې د يوه رب عزوجل و عبادت ته رابلل او د بتانو  د عبادت څخه يې خلاصول و دغه اندازې ته رسېدلي وه.


کوم وخت چي رسول اللهﷺ د لمانځه څخه فارغه سو او د هغو مردارو کُلمو ويني، خيري، غوړزګي پر پراته وه نو يې و دوى ته کتل او  ښراوي يې ورته کولې او ويل: اللّهم عليکَ بقُريش، درې واره يې دغه جمله تکرار کړه او بيا يې د دوى نومونه يادول (اللّهم عليک بابي جهل، اللّهم عليک بعتبه بن ربيعه، و شيبه بن ربيعه، و الوليد بن عتبه، و اميه بن خلف، و عقبه بن ابي معيط).


د دغو ناستو خلكو نومونه يې يادول، يو يو يې په نامه سره ياد کړى، راوي د حديث وايي: ټول هغه کسان چي رسول اللهﷺ يې نومونه ياد کړه په والله ټوله مي د بدر د غزا په ورځ مړه او مردار سوي وليدل، ټول هغه کسان چي د رسول اللهﷺ په مقابل کي يې دغه بد عمل او ناوړه کار کړى ؤ  و وژل سوه، ټول د بدر په ورځ مردار کړه سوه  او د دوی نا پاکه جسدونه و يوه څا ته ور واچول سوه.


وروڼو! تاسي ولیده چي رسول اللهﷺ څه وخت ښرا وکړه او څه وخت قبوله سوه؟ پسله کلو ټول و وژل سوه، په دې کي و ټولو مسلمانانو ته اشاره او لارښوونه ده، کوم وخت چي دعاء کوى او د رب عزوجل څخه يو شئ غواړى تلوار به نه کوى، دعاء مو قبليږي مګر وخت يې په الله جل جلاله پوري تعلق لري، رسول اللهﷺ فرمايي: ستاسي څخه د هر چا دعاء قبليږي ترڅو چي تلوار و نه کړي، صحابۀ کرامو پوښتنه وکړه او ويل: يا رسولَ الله! يو څوک څنګه تلوار کوي؟ رسول اللهﷺ و فرمايل: هغه داسي چي يو څوک وايي دعاء مي وکړه، دعاء مي وکړه او قبوله نه سوه.


قبلېدل داسي نه دي چي پسله يوې ورځي يا يوې مياشتي يا بايد نن او سبا زما کار وسي، قبلېدل ښايي پسله کلو وسي لکه  د رسول اللهﷺ سره چي په دغه حالت کي وسوه، پسله کلو يې دغه دعاء يا ښرا قبوله سوه، کوم وخت چي د رسول اللهﷺ دعاء کلونه په برکي نيسي د نورو خلكو په باره کي څه فکر کوې؟ مقصد دا چي دعاوي کوى، هرڅه چي د الله جل جلاله څخه غواړى و يې غواړى مګر تلوار مه کوئ، که چا تلوار کاوه دعاء يې نه قبليږي، ځکه د حديث شريف لفظ هم داسي دى چي فرمايي «يُستَجَابُ لِاَحَدِکُم مَا لَم يَستَعجِل»


يعني: ستاسي څخه د هر یوه دعاء قبليږي تر څو چي تلوار و نه کړي.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

سرته