مُوَكِّل هغه کار بل ته سپارلاى سي چي ده ته يې خپله کول هم جايز وي ، که مُوَكِّل خپله د هغه د کولو څخه شرعا منع وو نو بل چا ته يې هم وکالت نسي ورکولاى .
همدا وجه ده چي د ليوني او غير مُمَيِّز کوچني توكَيْل په هيڅ کار کي نه صحيح کيږي . (۱)
که ليونى يا غير مُمَيِّز کوچني بل څوک د يو شي په رانيولو ، خرڅولو ، طلاق يا داسي نورو معاملاتو کي د ځان وكَيْل وټاکي توكَيْل يې نه صحيح کيږي ، ځکه چي پر ليونى او غير مُمَيِّز کوچنى شرعا د رانيولو ، خرڅولو ، طلاق او داسي نورو تړونو بنديز لګول سوى دى .
که ليونى يا غير مُمَيِّز کوچنى خپلي ښځي ته طلاق ورکړي طلاق يې نه واقع کيږي ، دغه ډول که سودا وکړي سودا ته يې اعتبار نه ورکول کيږي نو د وَكِيلُ په ذريعه يې هم نسي کولاى .
-------------------
(۱): غير مُمَيِّز کوچنى هغه ته وايي چي په سودا او داسي نورو معاملاتو هيڅ نه پوهيږي د دغسي کوچني هيڅ تړون نه صحيح کيږي . د تفصيل د پاره د همدي ټوک د حجر باب ته مراجعه وکړئ.
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي