تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ضمني ايجاب او قبول
 
  December 23, 2011
  0

ضمني ايجاب او قبول
د امر ځيني داسي لفظونه سته چي هغه که په ايجاب او قبول کي استعمال سي نو تړون په مُنْعَقِد کيږي لکه : واخله يا  پيسې يي راکړه
مثلاً : رانيونکى ووايي : دا شى په لس زره افغانيو اوس در څخه رانيسم .
خرڅونکى  ورته ووايي : وا يې خله يا پيسې يي راکړه  .
د امر د دا ډول صيغو سره ضمني ايجاب يا قبول فرضيږي ځکه د رانيونکي د ايجاب وروسته چي خرڅونکى هغه د شي په اخيستلو يا د پيسو په ورکولو امر کړي دا دې  معنا ورکوي چي ما دا شى درباندي  خرڅ کړى دى وا يې خله يا پيسې يې راکړه . يعني دا د امر داسي لفظونه دي چي اِقْتِضَاءً  پر ايجاب يا قبول دلالت کوي .

اشاره او نوشته
 مخکي مو ولوستل چي هر تړون د مُتَعَاقِدَيْنو په خوښي او اراده مُنْعَقِد کيږي ، لکه څرنګه چي مُتَعَاقِدَيْن د خپلي موافقې اظهار په وينا کولاى سي دغه ډول په ځينو وختونو کي مُتَعَاقِدَيْن خپله موافقه د وينا پر ځاى په اشاره يا نوشته هم ښکاره کولاى سي ، يعني نوشته او اشاره يې د ژبني ايجاب او قبول پرځاى دريږي . لهذا د ګونګي ايجاب او قبول په اشاره صحيح کيږي ، خو پدې شرط چي اشاره يې د موافقې پوره څرګندونکې وى او بل دا چي په ليکنه سره د خپلي خوښي او ارادې د ښکاره کولو څخه عاجزه وي. که ګونګي خط ليکلاى سواى نو بيا به ايجاب او قبول په ليکنه کوي ، ځکه نوشته تر اشارې مراد او مطلب ښه واضح کوي . دغه ډول په نوشته هم ايجاب کېدلاى سي مثلاً : خرڅونکى غائب نفر ته په خط کي وليکي : ما پلانکى شى پر تا باندي په دونه خرڅ کړى دى هغه ته چي خط ورسيږي او د لوستلو په وخت کي يې قبول کړي نو د سودا تړون يې تر منځ مُنْعَقِد کيږي .

تَعَاطِي
هر هغه شى چي خلک يې سودا په راکړه ورکړه کوي يعني رانيونکى او خرڅونکى د سودا په وخت کي يو و بل ته څه نه وايي ، بلکي يو پيسې ورکوي ، هغه بل شى ورکوي ، دا ډول سودا هم صحيح کيږي ، دا راکړه ورکړه د ايجاب او قبول پر ځاى دريږي . د مثال په ډول يو شى ځان ته ټاکلى نرخ ولري يا د خرڅولو نرخ پر ليکل سوى وي ، رانيونکى هغه د دوکاندار څخه را واخلي او هغونه پيسې يې ورکړي چي پر ليکل سوي وي يا ورته ټاکل سوي وي . خو دوکاندار او رانيونکى يو و بل ته په خوله هيڅ ونه وايي ، د دوى دغه بېله وينا راکړه ورکړه د ايجاب او قبول پر ځاى دريږي او پدې کار يې د سودا تړون تر منځ مُنْعَقِد کيږي . ځکه د دوى دا عمل د دوى د خوښي او ارادې څرګندونه کوي ، نو همدا راکړه ورکړه يې د ژبني ايجاب او قبول پر ځاى دريږي ، دغي سودا ته د فقهي اصطلاح له مخي بيع تعاطي وايي .

اصطلاحات
مُجِيْبٌ : د ايجاب کوونکي ته مُجِيْبٌ وايي
قَابِلٌ : قبول کونکي ته قَابِلٌ وايي .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک، معاملات

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته