تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وکیل تړونونه
 
  December 11, 2014
  0
 وكَيْل چي د خپل مُوَكِّل د پاره وکالتاً تړونونه کوي هغه پر دوه ډوله دي : 

لومړى : يو هغه تړونونه دي چي وكَيْل يې د تړون په مهال نسبت ځان ته کوي لکه بيع او اجاره .

دوهم : بل هغه تړونونه دي چي وكَيْل يې د تړون پر مهال نسبت خپل مُوَكِّل ته کوي لکه نکاح او طلاق .

وكَيْل چي د خپل مُوَكِّل د پاره يو شى رانيسي ، په سودا کي د مُوَكَّل و يادوني ته هيڅ اړتيا نه لري بلکي وكَيْل د سودا ايجاب يا قبول په خپل نامه کولاى سي البته مَبِيعَه د مُوَكَّل ملکيت ګرځي . 

که وكَيْل د مُوَكِّل نکاح د ښځي سره تړي د نکاح ايجاب يا قبول به د مُوَكِّل په نامه کوي يعني داسي به وايي : ما  پلانکۍ ښځه د خپل مُوَكِّل پلانکي د پاره وکالتا قبوله کړې ده ، ځکه د نکاح تړون بايد د مُوَكِّل په نامه وسي او که وكَيْل د نکاح ايجاب يا قبول په خپل نامه وکړي نو ښځه د وكَيْل په نکاح کي راځي .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: الحاج مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته