تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دین قیمت او ارزښت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 21, 2020
  0


ژباړه: سمیع الله دُرانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو استاد اکثره وخت شاګردانو ته ویل چي دغه دین (اسلام) ډیر قیمتي دئ، یوه ورځ د یو طالب العلم چمپلان څیري سوي وه هغه موچي ته ورغلی او ورته یې وویل: ته زما چمپلان را وګنډه ددې په بدله کي زه تا ته د دین یوه مسئله وایم.
موچي ورته وویل: مسئله نه غواړم، ما ته پیسې راکړه.


طالب العلم ورته وویل: زما سره پیسې نسته.


موچي په هیڅ صورت کي دا خبره نه منل او بغیر له پیسو یې چمپلان ونه ګنډل.


طالب العلم ټوله واقعه خپل استاد ته بیان کړه او ورته یې وویل: د خلکو سره د دین هیڅ قیمت نسته.


استاد عقلمند ؤ، طالب العلم ته یې وویل: ښه! زه تا ته یوه ملغلره درکوم، ته د سبزیو مارکیټ ته ورسه او نرخ یې معلوم کړه؛


طالب العلم ملغلره د ځان سره واخیسته، د سبزیو مارکیټ ته ولاړی او له یو پلورونکي څخه یې پوښتنه وکړه: ددې قیمت څو دئ؟


هغه ورته وویل: ددې په بدله کي دوه - درې لیمو  ګان واخله، په دغه ملغلره زما اولادونه بازۍ کوي.
طالب العلم استاد ته راغلی او ورته یې ویل: ددې نرخ دوه یا درې لیمو ګان دي.
استاد ورته وویل: ته داسي وکړه! اوس ته ددې نرخ د زرګر څخه وپوښته.


هغه ولاړی، اول د زرګر پر دُکان باندي یې هغه موچي ولیدئ، دکاندار هم هیران سو؛
ده ورته وویل: که چیري ته ټول دُکان زما څخه واخلې نو بیا هم ددغه ملغلري قیمت نه سم اداء کولائ.
طالب العلم خپل استاد ته ولاړی او ټول حال یې ورته ووایه.


استاد ورته وویل: بچیه! د هر شي قیمت د هغه په مارکیټ کي معلومیږي؛ د دین قیمت د الله جل جلاله په دربار کي معلومیږي، د علم قیمت یوازي اهل علم ته معلومیږي، جاهل ته نو د دین قیمت څه معلومیږي؟!


{کوم خلک چي د دین احکام نه زده کوي، نو مایوسي مه کوئ، بلکي خپل خدمت جاري وساتئ او هم د بهترۍ پر طرف تګ وکړئ،

الله عزوجل ته دا دعا کوه چي موږ ته د کاملو مؤمنانو جوړیدلو توفیق راکړي.}

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته