تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان تجارت
  تعلیم الاسلام
  July 2, 2020
  0

د مسلمان تجارت
ژباړه: اصیل زارع


الحمدلله مسلمانان یو، ددې لپاره چي  يو کاميابه، رواه، هوسا او ګړندی تجارت ولرو، باید لومړی ځان پوه کړو او بیا تجارت ته لاس واچوو او که دا ګړی په تجارت کي اخته یو، نو باید دا خبري عملي کړو:
د دې لپاره چي خپل تجارت مخته يوسو، لومړی يې بايد وسنجوو چي آيا دا حرام تجارت دی او که حلال؟
ځيني خلک تجارت کوي، خواري او زحمت کاږي الله تعالی ورڅخه ناراضه وي، ځکه د حرامو کاروبار او تجارت کوي.
د حلال او حرام د پېژندني لپاره اسلام ښې نسخې لري، د هغو نسخو د ښه پوهیدو لپاره باید دوه کاره وکړو: ديني علم  ترلاسه کړو او خپله پوهه لوړه کړو.

یو. دیني علم ترلاسه کول: دیني علم باید ترلاسه کړو، ځکه په تجارت کي د اسلام لخواځیني قيدونه، مکررات، ممانعتونه او اخلاقیات سته، چي مراعت کول یې ښه ډېر اړین دي.
که چيري تاسو تجارت شروع کوئ، نو دا هم کولای سئ، چي د يو ديني عالم څخه د تجارت اړوند احکام وپوښتی او په خپل تجارت کي عملي بڼه ورکړئ.

دوه. خپله پوهه زیاتول: دا معلومه خبره ده چي کامياب تجارت د هغو دی، څوک چي هوښيار، پلان جوړونکی، د تجارت په اړه خبر او پیاوړی وي. 
د تجارتي پوهي لپاره د مسلمانو تجارانو سره ملاقات وکړی، د هغوی ورځني کړه وړه عملي کړی او مخته لاړ سی.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته