تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یوه ځانګړې ورځ (د عرفات ورځ)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 17, 2021
  0

یوه ځانګړې ورځ (د عرفات ورځ)

لیکنه: علي الله متوکل/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 


ددې ورځي عبادت د نورو ورځو تر جهاد هم غوره دی. 


دا کومه ورځ ده؟ 


دا د ذوالحجې نهمه یعني د عرفات ورځ ده
د لږ عبادت په مټ میلیونونه نیکۍ ترلاسه کړی. الله ته توبه ایستل، دلمانځه ډېرخيال ساتل، د فرض لمانځه سره نفل کول، ذکر، تلاوت او صدقه کول غوره عملونه دي. 

حضرت انس رضي الله عنه   فرمایلي  دي: د لوی اختر د میاشتي د لومړنیو لسو ورځو روژه دومره ثواب لري ، چي هره ورځ یې د زرو ورځو یا یوه کال سره په ثواب کي برابره ده  او د عرفات ورځ يې د لسو زرو ورځو یا لسو کلونو  سره په ثواب  کي برابره ده. (رواه : البیهقي ، الأ صبهاني  ، نزهة المجالس ،ص:۱۷۵).

له حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روايت دی، چي رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل :داسي ورځي نسته، چي په هغوکي دي نېک عمل الله – جل جلاله – ته تر دغو ورځو زيات خوښ وي (يعني د ذوالحجې د مياشتي لس اولنۍ ورځي)


صحابه کرامو – رضی الله عنهم – وويل :اې د الله پېغمبره! د الله په لارکي جهاد کول (په نوروورځوکي) هم ورته (د دغوورځو تر عبادت) زيات خوښ نه دی؟


رسول الله  صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : د الله په لارکي جهاد هم د دغو ( ورځو د عبادت په څېر الله ته خوښ) نه دی، پرته له هغه سړی، چي جهاد ته له خپل ځان او مال سره و وزي او يو هم بيرته را نه وړي.
 

له حضرت ابوقتاده رضی الله عنه څخه روايت دی، چي له رسول صلی الله علیه وسلم څخه د عرفات د ورځي د روژې په هکله پوښتنه وسوه؟ (چي څومره فضيلت لري؟)


وې فرمايل: د تېر سوي کال او پاته کال گناهونه رژوي (ختموي)


يعني ددووکلونوگناوي الله پاک ددغي يوې روژې له کبله انسان ته وربخښي. البته له ګناهونو څخه مراد کوچني ګناهونه او هغه ګناهونه دي چي د الله تعالی په حق پوري تړلي وي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته