تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځوانانو راتلونکی ستاسو دی
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 22, 2020
  0

ځوانانو راتلونکی ستاسو دی

 

ليکوال: محمد نبي سلطاني

 

زموږ موخه دلته ټول ځوانان نه دي، چي راتلونکی به د دوی وي او يا به دوی ښه راتلونکی ولري، ځکه زموږ ډېر ځوانان لټ، بېکاره او بې روزګاره دي؛ نه د ځان، نه د نورو، نه هيواد او نه د نړۍ غم ورسره دئ، بلکي يوازي شپه او ورځ تېروي، سر وکار ئې يا له خوب او يا له خوراک سره دئ.

الفت صاحب وايي: « ژوند د دې لپاره نه دئ، چي سړی ئې يوازي په خوب او خوراک تېر کړي او تش د ژوند په نامه دي خوشحاله وي، ځکه چي دا راز ژوند يوازي د حيواناتو په برخه سوی.» هغه چي تش د ژوند په نامه خوشحاله وي هغه راتلونکی نه لري او نه هم د راتلونکي لپاره څه کولای سي، دوی يوازي د دې لپاره دي، چي وې خوري او وې چيښي، په دوبي کي خوبونه او په ژمي کي مجلسونه وکړي، شپه په خوب او ورځ په خندا تېره کړي، پر دغه ډول کسانو چي نه خپل او نه د بل غم ورسره وي خبري کول، په اړه ئې فکر کول او د دوی څخه هيلي لرل خوب  او خیال دی. 


زموږ موخه دلته هغه ځوانان دي، چي د غوره او کمالداره ژوند لپاره هڅي کوي، هم ئې ماضي، هم راتلونکی ښه  او روښانه وي، غواړي ځان او نورو ته ګټور ثابت سي، غواړي ځان او نور خوشحاله کړي، غواړي هيواد او  ټولني ته خدمت وکړي، غواړي په تڼاکو لاسو او یبلو پښو ژوند ته د ژوند په نوم خوښي ور په برخه کړي او چي غواړي د الله تعالی او اولس په وړاندي خپل ورسپارل سوې دنده په ښه توګه تر سره کړي. 


دا هغه ځوانان دي چي د خپل راتلونکي لپاره اندېښمن دي، لاس تر زني نه دي  کښېنستلي، د ځان او ټولني درد یې خپل درد ګڼلی. 


دا هغه ځوانان دي چي راتلونکو نسلونو ته په ميراث علم او پوهه، عرفان او معرفت، صداقت او رښتينولي، صبر او زغم، رحم او شفقت، تقوا او ايمانداري، مينه او محبت، سوله او ورورولي، مرسته او لاسنيوی پرېږدي. 


دا هغه ځوانان دي چي د خپل ايمان او تقوا په مټ د غربي نړۍ طلسم ماتوي، د غربي نړۍ ځلا ئې سترګي نه برېښوي او نه هم زړه پر بايلي، بلکي  خپل د خاورو کور ( هيواد) ورته د بل تر بنګلو ښه ښګاري. 


دا هغه ځوانان دي چي د هيواد جوړتيا، سمسورتيا او رغونه د خپل کور تر سمسورتيا، جوړتيا او رغوني غوره ګڼي. 


دا هغه ځوانان دي چي تر فرديت او انفراديت په زياته کچه ټولني ته ترجيح ورکوي، څه چي د ځان لپاره غواړي هغه د ټولني لپاره او څه چي ځان ته خوښوي هغه ټولني ته هم. 


دا هغه ځوانان دي چي په خپل رب ورکړي استعداد سره د اصلاح او فلاح،  سمون او بدلون هڅه کوي، غواړي چي د خلکو له سترګو څخه د ناپوهۍ پردې ليري کړي، غواړي چي په حلال او حرام، مفيد او مضر، ښه او بد د ټولني بې خبر او ناپوهان خبر کړي. 


دا هغه ځوانان دي چي د مظلوم مرسته، کومک او لاسنيوی کوي او د ظالم مخنيوی په لاس، ژبه او قلم د هر ډول ممکنه لارو څخه د وس تر بريده د ايمان په روڼا د خدای د رضاء لپاره کوي. 


دا هغه ځوانان دي چي له درواغو، تهمت، بهتان، فسق، فساد، حسد، بغض او ناوړه کارونو کرکه لري، په مينه او محبت خوشالېږي، د دوستۍ، ملګرۍ او انډيوالۍ قدر کوي، په رښتيا، وفا، خلوص، اخلاص، سخا، ايثار او قربانۍ ته په درنه سترګه ګوري.


دا هغه ځوانان دي چي د انسانيت او سړيتوب صفات او خويونه ئې خپل کړي، د خپلو سوکاليو  لپاره د نورو  دبربادۍ سامان نه برابروي. 


دا هغه ځوانان دي چي خپلي خوښي د الله تعالی په رضاء کي لټوي او د هر هغه کرکجن عمل څخه  نفرت  کوي.

 

دا ځوانان، یوازي ویښ ځوانان دي. دین، هیواد او ټولنه یوازي و دوی ته سترګی په لاره ده.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته