تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت ؛په دارالندوه کي د قريشو پارلماني شورْی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 3, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۱۶ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په دارالندوه کي د قريشو پارلماني شورْی

 

کوم وخت چي د مکې مکرمې مشرکانو وليدل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ټول اصحاب د مکې مکرمې څخه و وتل خپلي ښځي او کوچنيان يې د أوس او خزرج و قبيلو ته ورسول، په دوى کي غم او تشويش زيات سو داسي تشويشونه ورته پيدا سوه چي په پخوا کي يې هيڅ په زړوکي نه ورګرځېدل، دوى په خپل مخ کي لوى حقيقي خطر حس کړى، داسي خطر چي د دوى د بت پرستۍ او تجارت تعمير يې ور نړاوه، دوى په دې پوهېدل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په شخصيت کي د تاثير کولو عظيم قوت پروت دى، د ده په  شخصيت کي پوره قيادت او ارشاد پروت دى، دا هم ور معلومه وه چي د ده صلی الله علیه وسلم  په اصحابو کي څومره ثُبات او استقامت موجود دى او د ده صلی الله علیه وسلم  دپاره څنګه خپل ځانونه قربانوي او بيا يې د أوس او خزرج قبيلې تر نظر وايستلې، چي هغه هم د قوت او اسلحې خاوندان دي او د هغو مشران ډير پوه او هوښياران دي، په هغو کي د صلحي عواطف پراته دي او هغه غواړي چي د خپلو منځو څخه هغه حِقد او عداوت وغورځوي کوم چي دغه ډير او پرله پسې کلونه يې دوى په جنګو مشغوله کړي وه، پردې سربېره د مدينې منورې استراتيجي موقعيت هم ورته معلوم ؤ، چي و شام ته د دوى د قافلو د تېرېدلو لار ده او اهل مکې د شام سره په يوه کال کي د دوه نيم لکو د سرو زرو دينارو تجارت درلودى، دا يواځي د مکې مکرمې تجارت ؤ بېله هغه تجارته څخه چي د طائف او نورو منطقو خلكو پر دغه لار کاوه او دا معلومه خبره ده چي د قريشو تجارت د دغي لاري پر أمن  او امان موقوف ؤ. 
اوس نو که مسلمانان او اسلامي دعوت یثرِب د ځان مرکز وګرځوي او د هغه ځاى خلك د قريشو پرضد و دريږي قريش د دغه ټولو خطرو سره مخامخ دي، 


قريش په بېره او خطر کي سوه نو په يوه داسي کاميابه لار پسي ګرځي چي دغه لوى خطر د ځانه څخه دفعه کړي، هغه خطر چي منبع او مصدر يې د دعوت بيرغ پورته کونکى محمّد صلی الله علیه وسلم  دى، دلته نو د کفر مشر او د دې امت فرعون ابوجهل حرکت وکړی چي د ده د هلو ځلو په نتيجه کي د بعثت د (14)کال د  صفري پر (26) تاريخ د پنجشنبې په ورځ چي د (622) ميلادي کال د سپتمبر د مياشتي (12) تاريخ ؤ او د العقبةِ الکُبرْى د بیعت څخه تقريبًا دوه نيمي مياشتي تيري سوي وې، د دغي ورځي په سهار کي او په دار الندوه کي د قريشو هغه تاريخي خطرناکه ټولنه يا اجتماع جوړه سوه، و دې ټولني ته د قريشو د قبائلو ټول رئيسان حاضرسوه! چي يوه داسي نقشه جوړه کړي چي ډير ژر د دعوت بيرغ اخستونکى محمّد صلی الله علیه وسلم  د بينه يو سي او د دغه ربّاني نور مرکز د همېش دپاره د دنيا څخه فلج او نيستي کړي، د دغه خطرناکه  پارلماني مجلس او ټولني هغه بارِز او برجُسته شخصيات د قريشو دغه مشران وه: 


1 ـــــ ابوجهل بن هشام چي د بني مخزوم د قبيلې رئيس ؤ.
2 ـــــ جُبَير بن مطعم، طُعَيمه بن عدي، حارث بن عامر، چي د بني نوفل د قبيلې رئيسان وه.
3 ـــــ شيبه او عُتبه د ربيعه زامن، ابوسفيان بن حرب، چي د بني عبد الشمس د قبيلې رئيسان وه.
4 ـــــ نضر بن الحارث، چي د بني عبدالدار د قبيلې رئيس ؤ.
5 ـــــ ابوالبختري بن هشام، زُمعه بن الاسود، حکيم بن حزام، چي د بني اسد د قبلې رئيسان وه. 
6 ـــــ نبيه او منبه د حجاج زامن، چي د بني سهم د قبلې رئيسان وه. 
7 ـــــ اُميه بن خلف، چي د بني جُمح د قبيلې رئيس ؤ.


او ويل: په دې اجتماع او مشوره کي به د بني هاشم، بني مطلب او بني عبد مناف څخه هيڅوک نه وي موجود، حتّْی هغه خلك چي د دوى سره دوستي او قرابت لري هم به نه وي موجود او هغه کسان چي د اهل یثرِب سره قرابت او دوستي لري هغه به هم دغي ټولني ته نه راځي، داسي تدبير او نقشه يې جوړه کړه چي هغه کسان يې هم و دې مجلس ته د را تګ څخه منعه کړل کوم چي د مسلمانانو سره يې يو څه اړیکي او قرابت درلودى يا يې پر هغو باندي زړه سوى درلودى، ابوجهل غوښته چي دا سِر او راز تر هغو پټ وساتي تر څو چي د اسلام او مسلمانانو په باره کي هغه آخرنۍ فيصله راوزي او عملي کيږي، دا اجتماع په دارالندوه کي جوړه سوه، هغه دارالندوه چي قُصى بن کلاب د قريشو لوى نيکه جوړه کړې وه او د قريشو پارلمان بلل کېدى چي موږ يې د مخه بيان درته کړى دى، نو د قريشو ټول هغه مشران چي د اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم  سرسخته دښمنان وه په دغه اجتماع کي سره يو ځاى سوه.


 په دغه وخت کي چي دوى سره يو ځاى  دي يوه نفر دروازه وټکول، قريشو چي و کتل ښه معتبره شيخ دى چي د اهل نجد يا نجديانو لباس يې اغوستى دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه په باره کي فرمايي: هغه شيطان ؤ او دکفارو و دغه مجلس او مشورې ته د بشر په شکل او لباس حاضر سو غواړي چي د دوى سره په دغه خطرناکه موضوع کي مرسته وکړي، قريشو ورته ويل: څوک يې؟ ده ويل: د اهلِ نجد څخه يو شيخ يم ستاسي د دغه مشورې په مقصد خبر سوم راغلم چي ستاسي خبري واورم او ممکن په دغه باره کي نظر درکړم او نصيحت درته وکړم، دوى ويل: ډير ښه راسه، شيطان هم ورغلى د قريشو په مجلس کي ور سره کښېنستى، اوس نو مشورې شروع سوې چي څه بايد وکړو؟ هر يو ژور او عميق فکر وهي چي داسي نقشه جوړه کي چي په هغه کي بايد د اسلام او مسلمانانو کار پاى ته ورسيږي، ډيري خبري وسوې او هر يو خپله رأيه وړاندي کوي چي په دې جمله کي ابو الاسود و ويل: محمّد صلی الله علیه وسلم  به د وطنه څخه فراره کړو، داسي نه چي په جزيرة العرب کي په يوه ځاى کي  و اوسيږي يا! بلکل د جزيرة العرب څخه به يې وباسو ډير ليري ځاى ته به يې فراره کړو بيا نو هرځاى ته چي ولاړى او هرڅه چي ورته پيښه سوه، موږ به دلته خپل کارونه د پخوا پر قسم جوړ او برابر کړو، په خپل منځ کي به د پخوا پر شکل بيرته سره يو مُټۍ سو، نجدي شيخ و ويل يا والله! دا صحي فکر نه دى آيا تاسي د هغه ښې او خوږې خبري نه اورى کومي چي د خلكو پر عقلو غالبه کيږي؟ هر ځاى د ځان دپاره ملګري او تابع خلك پيدا کولاى سي، بیا به هغه خپل ملګري سره را ټول کړي او پر تاسي به راسي هرڅه چي يې زړه غوښته هغه به در سره وکړي دا فکر نه دى صحي بله معقوله رأيه و واياست. 


ابوالبختري بن هشام و ويل: زما په فکر محمّد صلی الله علیه وسلم  د اوسپني په قفس کي بندي کړی د قفس دروازه پسي بنده کړی او بيا نو د هغه څه انتظار باسى چي د ده  و امثالو ته په پخوا کي ورپېښ سوي دي، يعني: آخر په دغه قفس کي مري، نجدي شيخ او ابوجهل و ويل: دا فکر نه دى صحي که يې بندي هم کړی د ده خبري به د هغه بندي دروازې څخه د ده ملګرو ته و رسيږي او ملګري به یې په يوه وار درباندي را توى سي دئ به هم درڅخه خلاص کي او تاسي به هم مغلوبه کړي، دا صحي نظر نه دى په بله رأيه پسي وګورى، پسله هغه څخه چي پارلمان دغه دوې مشورې رَد کړې يوه بله توره او منحوسه رأيه ور وړاندي سوه چي پر هغه رأيه د پارلمان ټولو اعضاوو موافِقه رأيه ورکړه، چي دغه رأيه د مکې مکرمې د لوى مجرم او د اسلام دښمن ابوجهل بن هشام د طرفه وړاندي سوه، ابوجهل ملعون و ويل: ښه طريقه او نقشه زما سره ده، داسي نقشه چي تاسي يو هم و هغه ته نه سى رسېدلاى، خلكو ويل: هغه څه شي او څنګه نقشه ده؟ يا ابا الحکم! ابوجهل و ويل: د قريشو د هر ښاخ څخه به يو يو قوي او غښتلى ځوان را وباسى او بل هر قوم چي په مکه کي اوسیږي د هغو څخه به هم يو يو قوي ځوان را وباسو، دغو ځوانانو ته به تېرې توري په لاس ورکړو ټوله دي په يوه وار د تورو وارى پـر وکړي او و دی یې وژني، دئ به و وژل سي او موږ به ځني فارغه سو او دا به هم نه سي معلومه چي د چا په واري و وژل سو، بيا نو که بني هاشم يا بني عبد مناف د ده بدله اخستل د ټولو قريشو او ټولو قومو سره نه سي جنګېدلاى ځکه د ده وينه پر ټولو قومو و وېشل سوه نو دوی به په ديت راضي سي او موږ به ديت ورکړو، نجدي شيخ و ويل: دا صحي فکر دى، ابوجهل ملعون داسي طريقه او نقشه جوړه کړه چي د شيطان سره هم دا فکر نه ؤ ورسره، نو ابوجهل د اسلام او مسلمانانو په دښمني کي تر شيطان هم خبيث ؤ، د قريشو ټولو مشرانو پر دغه ظالمانه فکر او نقشه اتفاق وکړی او د دغه اتفاق د عملي کولو دپاره يې فوري تصميم ونيوى چي دا کار به ډير ژر سر ته رسوو، بيانو د قريشو مشران خپلو کورو ته ولاړل. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته