تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د بدر دوهمه غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 1, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۹۳برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د بدر دوهمه غزاء

 

پسله هغه څخه چي مسلمانانو په دغه ذکر سوو غزاوو سره د شا وخوا عربي قبائلو شان او شوکت ورمات کړى او د هغو شر او حملې يې د خپلو ځانو څخه منعه کړې، اوس بيا د هغه خپل لوى دښمن د مقابلې دپاره تياري نيسي چي هغه دښمن قريش وه. 


که ستاسي په ياد وي کوم وخت چي د اُحُد جنګ بېله ښکاره او واضحه کاميابيه دکفارو پاى ته ورسېدى، هلته نه ټول مسلمانان و تښتېدل او نه ټول و وژل سوه، کفارو نه بنديان ونيول او نه يې غنيمتونه يو وړل او ابوسفيان د جنګ په آخري لحظو کي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: په راتلونکي کال کي زموږ او ستاسي مقابله په بدر کي ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم قبوله کړه، نو دا وعده وسوه چي مسلمانان او کفار به په راتلونکي کال کي د جنګ دپاره په بدرکي سره مخامخ کيږي، اوس چي کال تېر سو او د قريشو سره هغه وعده سوى موعِد يا وخت را ورسېدى، نو پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو دا لازمه وه چي د ابوسفيان او د هغه د قوم سره د مقابلې دپاره و بدر ته ووزي او يو وار بيا د جنګ ژرنده وڅرخوي، دا دپاره د دې چي حكم او حاکميت، بقاء او قرار و هغي ډلي ته پاته سي چي هغه د بقاء او پاته کېدلو وړ او لائقه وي. 


دغي غزاء ته د سيرت په کتابو کي (غزوة بدر الثانيه) يا (غزوة بدر الاۤخِره) ويل کيږي.


د هجرت د څلورم کال د شعبان په مياشت کي چي د ميلاد 626 کال او د جنورى مياشت وه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلي وعدې سره مطابق د  (1500) نفرو سره د بدر و طرف ته رهي سو، د مسلمانانو د بيرغ اخستونکى علي بن ابي طالب رضی الله عنه  ؤ او د مسلمانانو سره په دې لښکر کي فقط لس آسه ور سره دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپله لښکره سره و بدر ته ورسېدى او هلته يې واړول، دکفارو د لښکر د را تګ په انتظار دى. 


مګر ابوسفيان دا وار د دوو زرو مشرکانو سره د مکې مکرمې څخه را و وتى او پنځوس آسه ور سره دي، خو ابوسفيان بېريږي، خاصتًا چي هغه خبرونه يې اورېدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان شا وخوا نورو قبائلو ته ور وزي او هغه قبيلې ځني تښتي او مسلمانان غنيمتونه ځني وړي. 


نو ابوسفيان اصلاً د مکې مکرمې څخه د بيري سره را و وتى، ترڅو چي و (مَجنه) ته ورسېدى او هلته يې واړول، (مَجنه يو اوبه وې چي د مکې مکرمې څخه د يوې ورځي د تګ پر اندازه ليري وې) اصلاً ابوسفيان د مکې مکرمې څخه وارخطاء راوتلى ؤ د مسلمانانو سره يې د جنګ په نتيجه کي فکر کاوه، کرار کرار يې نوره هم بېره په زړه ننوتل ترڅو چي د ده پر ټولو حواسو بېره غالبه سوه، اوس چي و عسفان ته نژدې سو هغه د جنګ عزم او إراده يې په کُلي ډول سره مات سوه، اوس د بيرته ګرځېدلو دپاره يوه حيله او بهانه جوړوي، نو د خلکو په منځ کي و درېدى او ويل: 


يا معشر القريش! د جنګ کولو دپاره آباد او باراني کال په کار دى چي حيوانات مو واښه او پاڼي و خوري او تاسي د حيواناتو شيدې وڅښى، خو دغه اوسنئ کال وچ او بې بارانه دى څرنګه چي اوس د جنګ دپاره مناسب وخت نه دى نو درځى چي بيرته وګرځو، داسي معلومېدل چي د مشرکانو د لښکر پر زړو او احساساتو هم بېره غالبه سوې وه، ځکه هيچا د دغي رأيي مخالفت و نه کړى او هيچا د مسلمانانو سره پرجنګ کولو تاکيد او اِصرار و نه کړى، ټول په دغه فيصله راضي وه او د مکې مکرمې پر طرف رهي سوه، مګر مسلمانانو په بدر کي (8 ) ورځي د بدر د اوبو سره تيري کړې او د دښمن د راتګ انتظار يې کاوه، خو قريش نه راغله نورو قبيلو هم وليدل چي مسلمانان د وعدې ځاى ته ورغله مګر قريش بيرته ولاړل، هلته چي ابوسفيان د بيرته ګرځېدلو په فکرکي ؤ او نه يې غوښته چي خلک په دغه بيرته ګرځېدلو پېغور ورکړي نو غواړي چي د ده تر بيرته ګرځېدلو د مخه داسي يوکار وکړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم بيرته وګرځي، نو يې نعيم بن مسعود چي د اهل مکې څخه ؤ او تردغه وخته پر هغه خپل شرک ؤ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور ولېږى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خبرو وبېروي، نعيم بن مسعود و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ويل:

 

ابوسفيان ډېر لوى لښکر جوړکړى دى، درې زره نفره يې سره يو ځاى کړي دي چي ټول  سپاره او مسلح دي، داسي او داسي غواړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و بېروي، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ټولو خبرو په جواب کي ورته و ويل: زه يې په انتظار يم، د ابوسفيان دغه کار هم فايده و نه کړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  څو ورځي هلته  په بدر کي پاته سو، ترڅو چي ټولو عربو دغه خبر واورېدى چي  مسلمانان پر خپل موعِد بدر ته ورغله خو ابوسفيان او قريش نه ورغله، چي په دغه طريقه سره اسلام او مسلمانان قوي معلوم سوه او د مسلمانانو څخه نور هم دکفارو په زړو کي بېره او هیبت زيات سوه. 


په دغه غزاءکي کومه خاصه واقعه نه سوه پېښه بېله دې څخه چي د هغو قبيلو څخه چي دلته په بدر کي اوسېدلې چي هغه د بني الضُمره قبيلې وې يو نفر چي د دغو قبيلو مشر او رئيس ؤ او نوم يې مَخشِي بن عمرو الضُمري ؤ چي موږ يې د مخه بيان درته کړى دى چي د ده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په منځ کي د صلحي او نه تعارض معاهده سوې وه، اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  څو ورځي دلته تيري کړې نو دغه مَخشي چي د دغو قبيلو  مشر ؤ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او په ډېره بې ادبې سره يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم ته د قريشو سره د جنګ کولو دپاره زموږ اوبو ته راغلى يې؟ چي د خبرو مقصد يې دا ؤ: چي ته څنګه زموږ بې اجازې دې ځاى ته راځې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو که دي خوښه وي هغه ستا عهد او جوار به بيرته و تا ته درکو او جنګ به در سره وکو. 


مخشي په دغه خبره سره و بېرېدى ويل: يا محمّد! صلی الله علیه وسلم  و دې ته ضرورت نسته چي هغه زموږ عهد مات سي زه پر هغه خپله وعده يم، دا د اسلام شان او شوکت، عزت او هيبت ؤ چي ورځ په ورځ زياتېدى او خلک ځني بېريږي.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته