تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت: و حبشې ته اول هجرت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 13, 2020
  0

نبوي سیرت (۷۹ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

و حبشې ته اول هجرت

 

و مسلمانانو ته د کفارو د طرفه د عذابو او آزارو ور کول د بعثت د څلورم کال په منځ يا په آخر کي شروع سوه، خو په شروع کي دغه عذابونه سپک او خفيف وه، مګر ورځ په ورځ او مياشت په مياشت سختېدل او زياتېدل، تر څو چي د بعثت د پنځم کال په نيمايي کي دومره ډير شديد او ډير سخت سوه چي تر تحمّل او زغملو وَ وَتل، مسلمانان دې ته مجبوره سوه چي يوه داسي حيله وسنجوي چي د دغه دردناکه عذابو څخه خلاص سي، په دغه سختو حالاتو کي سورة الکهف نازل سو چي په هغه کي د داسي سوالو جوابونه وه چي مشرکانو د رسول اللهﷺ څخه کړي وه، مګر په دغه سورة کي درې قصې هم وې چي په هغو قصو کي د الله جل جلاله  د طرفه و خپلو مومنو بندګانو ته واضحه اشارې وې.

 

 اول: د اصحاب کهف قصه وه چي په دغه قصه کي دا لار ښوونه وه: که کوم وخت څوک پر خپل دين وبيريږي نو دي د کفر او ظلم د ځايه څخه هجرت وکړي، الله جل جلاله  د سورة الکهف په (۱۶) نمبر آيات کي فرمايي:

 

(وَإِذِ اعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنشُرْ لَكُمْ رَبُّكُم مِّن رَّحْمَتِهِ وَيُهَيِّئْ لَكُم مِّنْ أَمْرِكُم مِّرْفَقًا) (الکهف:۱۶)

يعني: کوم وخت  چي تاسي د دغو مشرکانو څخه او د هُغو بتانو څخه چي دوى يې عبادت کوي ګوښه او پر يوه طرف سواست، يعني: تعلق نه ور سره لرى، دوى مشرکان دي او تاسي مسلمانان ياست، نو تاسي په هغه غار کي ځاى ونيسى، ستاسي رب به و تاسي ته خپل رحمت نشر کړي او ستاسي د کار جوړولو او ګذارې کولو او خوشالۍ اسباب به درته مهيا او آماده کړي.

 

دغه خبره اصحابِ کهف په خپل منځ کي سره وکړه، ويل: څرنګه چي موږ د مشرکانو د دين څخه جلا يو، نو په ګذاره کولو کي هم بايد د دوى څخه جلا سو او څرنګه چي د دوى د باطلو معبودانو څخه جلا يو، نو بايد د هره طرفه خپل تعلقات او روابط د مشرکانو سره وشکوو.

 

دوهم: د موسْى او خضر علیهما السلام قصه پکښې وه، چي د هغې قصې څخه بيا دا معلومېدل چي د حالاتو نتيجه همېشه پر ظاهري قسم نه وي بلکه ډيرځله کار د هغه څه پر عکس وي چي ته يې په ظاهره سره وينې، په دې کي دا نرمه او لطيفه اشاره وه چي دغه جنګ چي نن ستاسي پر ضد روان دى ډير ژر به سر چپه او پر عکس واوړي او دغه مشرکان که ايمان را نه وړي ستاسي د لاسه به شپې پر آرامه نه سي تېرولاى.

 

درېيم: د ذي القرنين قصه وه چي د قصې نتيجه دا وه: چي مځکه د الله جل جلاله  ده، حاکميت او خلافت يې و هغه چا ته ورکوي چي د ده عزوجل خوښه وي او کاميابي د ايمان په لار کي ده نه د کفر او د مځکي د خلافت هغه څوک حقداره دي چي د الله جل جلاله  صالحه بندګان وي.

 

او بيا سورة الزُمُر نازل سو چي په هغه کي و هجرت ته اشاره وه، الله جل جلاله  فرمايي:

 

(لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ) [الزُمُر:۱۰]

 يعني: هغو کسانو ته چي په دې دنيا کي يې په طاعت سره نيکي کړې ده په آخرت کي نيکي سته (چي جنت او د الله جل جلاله  رضاء ده) او د الله جل جلاله  مځکه پراخه ده، او بې شکه چي و صابرانو ته به بې حسابه اجر او ثواب ورکول سي.

 

رسول اللهﷺ ته دا ور معلومه وه چي هلته په حبشه کي يو عادل پاچا دى چي نوم يې اَصحَمه النجاشي ؤ او د هغه په ملک کي څوک پر چا ظلم نه سي کولاى، اوس چي رسول اللهﷺ دغه تکليفونه او آزارونه كم چي قريشو مسلمانانو ته ورکول ولیدل حتّْی کفارو اوس د زبير بن العوام، د سعد بن ابى وقاص، عثمان بن عفان رضی الله عنهم  په آزارولو شروع وکړه، تر داسي اندازې چي ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ته هم تکليف او آزار ورکوي، چي دا ټوله د قريشو د محترمو کورنيو او سردارانو څخه وه، مسلمانان په ډير تکليف کي دي او ژوند يې ډير سخت سو او وې ليدل چي عذاب ورځ په ورځ زياتيږي، اصحابِ کرام په سختو عذابو او آزارو کي شپې تيروي، نو رسول اللهﷺ اصحاب کرامو ته و فرمايل:که ستاسي څخه څوک غواړي چي د مکې مکرمې څخه ووزي او حبشې ته هجرت وکړي ولاړ دي سي، ځکه هلته په حبشه کي يو پاچا دى چي د هغه په پاچهي کي پر چا ظلم نه کيږي.

 

نو د بعثت په پنځم کال او د رجب په مياشت کي د اصحاب کرامو اولي ډلي و حبشې ته هجرت وکړی چي دغه ډله دوولس سړي او څلور ښځي وې، د دغي ډلي مشر عثمان بن عفان رضی الله عنه  ؤ او د ده سره د ده زوجه د رسول اللهﷺ لور رُقَيّه رضی الله عنها  ور سره وه، او رسول اللهﷺ د دوى په باره کي فرمايي: پسله ابراهيم او لوط علیهما السلام څخه دوى هغه اوله کورنۍ ده چي في سبيل الله يې هجرت کړى دى او د رسول اللهﷺ د اصحابو څخه ابو حُذَيفه او د هغه ښځه، زبير بن العوام، مُصعَب بن عُمَير، عبدالرّحمْن بن عوف، ابو سلمه او د ده ښځه ام سلمه، عثمان بن مظعون، مقصد ټوله دوولس نفره وه چي هجرت يې وکړى، دغه خلك د قـريشو د بيري د شپې په تاريکه کي د مکې مکرمې د ښاره څخه و وتل څو و درياب ته ورسېدل او هلته په کښتۍ کي سپاره سوه او بيا حبشې ته ورسېدل، قريش چي د دوى په هجرت خبر سوه پسي ور و وتل، قريش چي د درياب غاړي ته ور ورسېدل دوى تللي وه او مسلمانانو هلته په حبشه کي د نجاشي په ښه همسايتوب کي په فارغه زړه د خپل رب عبادت کاوه.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته