تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خالد رضي الله عنه اسلام
  تعلیم الاسلا م ویب پاڼه
  March 11, 2021
  0

د خالد رضي الله عنه اسلام

 

رالیږونکي : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د حدیبیه صلحې ته الله جل جلاله فتحه ويلې ده، خو دا فتحه او کامیابي جسمونو نه بلکې د زړونو فتحه ده د اسلام د خپریدو لپاره امن پکار و او هغه د دغې صلحې په برکت د اسلام په برخه شو دا صلحه او روغه پخپله دښمنانو هم بری ګاڼه د قریشو او مسلمانانو ترمنځ چې تر دغه وخته پورې کوم جنګونه شوي دي په پوځي لحاظ په هغو کې هر ځای د قریشو په صفونو کې د خالد بن وليد رضي الله عنه نوم په ښکاره ډول لیدل کیږي، د جاهليت په زمانه کې د سپرو لښکري ده ته سپارل شوي وي، د احد په جګړه کې د قریشو د لښکرو ښوېید لي پښې د ده په بې سارې میړانه راټینګې شوې وې، د حدیبیه په معامله کې هم د قریشو ګزمه د همدې پیاوړي اتل تر قوماندې لاندې وه. خوسره له دې ټولو خبرو هم د قریشو دغه لوی سپه سالار اسلام ته تسلیم شو،

 

وايي چې د هغه ورور ولید بن ولید رضي الله عنه چې تر ده د مخه مسلمان شوی وه ده ته یې لیک وراستولی وه او داسې يې ورته لیکلي وو خالدها پېغمبر صلی الله علیه وسلم له ما نه ستا پوښتنه وکړه، ته ولې نه مسلمانیږې. د دغه لیک له لوستلو وروسته خالد رضي الله عنه په همدې ورځ له مکې نه ووت او د مدینې په لور روان شو، په لاره کې د د ده د جنګ او جګړو ملګری عمرو بن العاص رضي الله عنه هم ورسره ملګری شو، هغه ورنه پوښتنه وکړه چې چیرته ځې؟

 

 ده ورته وویل د مسلمانیدو لپاره ځم اخر تر کومه پورې؟ عمرو بن العاص ورته وویل زما هم دا نیت وه .

 

دواړه یو ځای نبوي دربار ته ورغلل او په اسلام مشرف شول، پېغمبر صلی الله علیه وسلم د هغه په مسلمانیدو په دغو الفاظو د الله جل جلاله شکر اداء کړ: الحمد لله الذي هداك في الاسلام، ثنا او ستاینه هغه الله لره ده چې ته يې د اسلام په لوري هدایت کړې په دې توګه هغه توره او د میړانې جوهر چې تراوسه د اسلام پر ضد ترینه کار اخیستل کیده د اسلام د مینې او محبت د خپرولو په لاره کې په کار واچول شو. د خالد رضي الله عنه له اسلام راوړلو نه وروسته پېغمبر صلی الله عليه وسلم هغه ته وفرمایل:

 

ستانه زما همدا هیله کیده چې ته به ارومرو مسلمانیږې، خالد رضي الله عنه عرض وکړ ما له مسلمانانو سره ډیر مخالفت کړي دي له دې امله زه بښنه غواړم، څرنګه چې د رسول الله صلى الله علیه وسلم د دعوت بنیادي اصول بشریت ته د امن او سلامتيا د لارې ښودل وو نه د شخصي کینو او جګړو انتقام اخیستل نو د خالد رضي الله عنه د نه بښلو هیڅ سوال نه پیداکیده، له دې امله پېغمبر صلی الله عليه وسلم هغه ته ډاډګیرنه ورکړه او له اسلام نه مخکې خطاګانې یې ورته وبښلې د مکې د فتحې او نیولو پر وخت چې خالد رضي الله عنه د مسلمانانو د یو ټولګي د افسر په توګه د محمد صلی الله عليه وسلم له مخې نه تیر شو نو محمد صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې دا څوک دی؟ خلکو ورته وویل چې خالد دي ، محمد صلی الله عليه وسلم ورته وویل د الله جل جلاله توره ده.


ماخذ : د خالد بن ولید رضي الله عنه ژوند


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته