لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د راوي صفات د منلو وړ ګنل يعني يو راوي د صدق ، امانت او ضبط خاوند بلل تعديل بلل کيږي . مثلاً: د يو چا په باره کي څوک ووايي : فلانکی ثقه دی ؛ دې ته تعديل وايي .
د دې خلاف بيا جرح ده ؛ مثلاً: څوک ووایي د فلانکي خبر د منلو وړ نه دی يا فلانکى ضعيف او بد حافظه دی؛ دې ته بيا جرح وايي.
مبهم تعديل دې ته وايي چي راوي ونه نومول سي بلکي د تعديل په صفت ذکر کړل سي مثلاً ووايي: ( اَخبَرَنِي ثِقَةٌ ) يعني د اعتماد وړ کس ماته دا خبر بيان کړی.
که څوک ووايي: هر هغه څوک چي زه یې د اسناد څخه حذف کوم هغه ثقه دى. دا د مبهم تعديل مسئله ګرځي ؛ په مبهم ډول تعديل جمهور یعني د علماوو اکثريت یې نه قبلوي ځکه کېدلاى سي چي دا راوي د نورو په اند ثقه نه وي.
ابن الصلاح رحمه الله وايي: بخاري، مسلم او نورو دا ډول اشخاصو چي په خپلو کتابونو کي یې د صحيح احاديثو رانقلول پر ځان لازم کړي دي د هغوى هغه تعليقات چي د جذم په صيغه وي پر دې دلالت کوي چي اسناد یې دوی ته ثابت دي. مثلا: امام بخاري د خپل شيخ څخه لوړ بل چاته د حديث بيانولو نسبت وکړي او ووايي : قال فلانٌ يا ذکر فلانٌ يا رَوَی فلانٌ. يعني په معروف صيغه ئې د خپل شيخ څخه ما فوق د يو شخص څخه رانقل کړي، د دغه ډول تعليقاتو څخه دا څرګنديږي چي حذف سوي راويان یې هم هغه ته د منلو وړ دي خو د ځينو اعراضو له کبله یې حذف کړي دي او د دغو ائمه کرامو هغه تعليقات چي د تمريض په صيغه يعني په مجهولو صيغو یې ذکر کوي مثلا وايي: رُوِیَ عَن فلانٍ يا ذُکِرَ عن فَلانٍ . په هغه کي مقال سته يعني په سند کي یې يو او بل څه ويل سوي دي لهذا د تمريض په صيغه یې ذکر کوي.
نور ان شاءالله بیا...
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث