تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جلولاء او حَلَوان فتحه کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 3, 2021
  0

د جلولاء او حَلَوان فتحه کول


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 هغه فارسيان چي د مدائن څخه تښتېدلي وه په (جلولاء) کي سره يو ځاى سوه، د جلولاء ښار د مدائن په شمال کي واقع دى او د نهر دجله پر شرقي طرف دى، دغه خبر چي و سعد(رضي الله عنه)  ته ورسېدى فوراً يې خپل وراره هاشم بن عُتبه بن ابي وقاص د هغو پر طرف د لښکره سره ور ولېږى، د هاشم د مقدمې قومندان قعقاع بن عَمرو(رضي الله عنه)  ؤ او فارسيانو د ځان مشر او قومندان مهران و ټاکى، قعقاع(رضي الله عنه)  د نوره لښکره سره د جلولاء و طرف ته رهي سو او هغه ځاى يې د هجرت په شپاړسم کال د صفري په مياشت کي محاصره کړى، دې محاصرې اتيا ورځي دوام وکى، ځکه د ورتګ دپاره هيڅ لار نه وه، يو خو د جلولاء پر شا و خوا لوى خندق ؤ او بيا يې د خندق پر شا و خوا تېرې ښاخداره اوسپني پاشلي وې (چي دغه اوسپني د هغه وخت مينونه وه) که آس پر و خېژي يا يې دغه مېخ په پښه ننوزي بيا نو تګ نه سي کولاى، نو فارسيانو دغه مينونه پر ټولو لارو پاشلي وه، فقط يو څه لاري يې پرې ايښي وې چي ډيري تنګي او کوچنۍ لاري وې او هغه لاري هم فارسيانو ته ور معلومي وې، دوى پر هغو لارو تلاى او راتلای سواى مسلمانان نه سوای ور تېرېدلاى، نو ځکه محاصرې اتيا ورځي دوام وکى، په دغه موده کي فارسيان د حملو دپاره راوتل، يوه شديده حمله به يې وکړه او بيرته به پر هغه خپلو لارو ولاړل، قعقاع(رضي الله عنه)  د ځانه سره يوه فيصله وکړه، هغه داسي: کوم وخت چي فارسيانو حمله کول د مخه تر دې چي دوى تر هغه کوچنيو لارو و میدان ته راووزي، دوى لا پر هغه خپلو لارو وه قعقاع(رضي الله عنه)  له خپله طرفه حمله پر وکړه، فارسيان بيرته وګرځېدل، قعقاع پر هغو لارو په پسې دى، فارسيان غواړي چي وې ګرځوي، يا يې د دوی د تعقيبولو څخه منعه کړي خو په وسه يې و نه سوه، مسلمانان تر هغو په پسې وه څو تر خندق ور تېر سوه او د دوى سره يو ځاى جلولاء ته ور ننوتل، په دغه ورځ د سهار څخه جنګ شروع سو تر شپې پوري او په شپه کي هم داسي جنګ وسو لکه په قادسيه کي د (ليلةُ الهرير) جنګ او ډير زيات فارسيان و وژل سوه، قعقاع(رضي الله عنه)  وکولاى سوه چي د دوى سره يو ځاى د ښار په قلاوو ور ننوزي، کوم وخت چي فارسيانو وليده چي مسلمانان د ښار و قلاوو ته ننوتل په تېښته يې شروع وکړه، جلولاء هم فتحه سوه، دغه فتحه هم د مسلمانانو دپاره ډير لوى برئ ؤ. 


د جلولاء د فتحه کولو په وخت کي يزدجرد کسرْی په حَلَوان کي ؤ چي دغه حلوان و جلولاء ته نژدې او په شرقي طرف کي يې واقع دى، کوم وخت چي د مسلمانانو له طرفه د جلولاء د فتحه کېدلو خبر و يزدجرد ته ورسېدى، حَلَوان يې پرېښاوه نور هم د شرق پر طرف مخ ته پسي وتښتېدى څو (رئ) ته ورسېدى، قعقاع(رضي الله عنه)  چي په دې خبر سو چي يزدجرد حلوان پرېښاوه قعقاع د حَلَوان پر طرف ور رهي سو او حلوان يې هم فتحه کړى.


اوس قعقاع(رضي الله عنه)  په يزدجرد پسې دى. 


دغه ټول فتوحات په ډيرو لويو منطقو کي په ډيره چابکي او په لږ وخت کي وسوه، دغه منطقې چي د قادسيې د ورځي څخه فتحه سوي دي، د هغو منطقو سره برابري دي چي تر قادسيې دمخه په عراق کي فتحه سوي وې، هغه ټول فتوحات چي د خالد بن وليد(رضي الله عنه)  په وختو کي، يا تر هغه وروسته د مُثنْی بن الحارثه(رضي الله عنه)  او ابو عبيد(رضي الله عنه)  په وختوکي سوي وه، دغه اوسني فتوحات د هغو سره برابر او مساوي وه، نو په دغه لږ وخت، د دغه لږ او کوچني لښکر په واسطه دومره ډير فتوحات په وجود راغله چي په عراق کي د هغه پخوانيو فتوحاتو سره برابر وه، د دغو فتوحاتو سبب يو خو د مسلمانانو همت او بل هغه بېره وه چي د فارسيانو په زړو ننوتلې وه. 


كله چي مسلمانان دغي ليري منطقې ته ورسېده او نور هم غواړي چي مخ ته ولاړ سي، حضرت عُمر(رضي الله عنه)  پر مسلمانانو و بېرېدى، ځکه چي د مسلمانانو دغه کوچنئ لښکر د فارس په مځکه کي مخ ته ځي او فارس فتحه کوي، خو د شا له طرفه ساتنه نه لري، ممکن فارسيان د شا له طرفه پر راوګرځي او دغه کوچنئ لښکر محاصره او فيصله کړي، نو امير المؤمنين عُمر فاروق(رضي الله عنه)  امر وکى چي نور مخ ته مه ځى، د شرق پر طرف په يزدجرد مه پسې کېږى، نوري مځکي او نور ښارونه مه فتحه کوى، فقط د دغه فتحه سوو منطقو شمال او جنوب پسي پوره کړى، يعني نور نو د شرق پر طرف په اوږدو مه پسي ځى، فقط د دغه فتحه سوو منطقو شمال او جنوب فتحه کړى، ځکه دغه اوس هم ډير زيات فتوحات وسوه او ډيره پراخه مځکه په لږ وخت کي فتحه سوه، نور نو د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  په امر د شرق پر طرف مخ ته تلل و درېده او د فتحه سوو منطقو شمال او جنوب ته توجه وسوه.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته