سیرت نبوي (۱۳۵برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د بُواط غزاء
د بُواط غزاء: د هجرت د دوهم کال د ربيع الاول په مياشت کي دوهم وار بيا په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم په غزاء و وتى چي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم دوهمه غزاء ده او (غزوةُ البُواط) ورته ويل کيږي، بُواط د جُهَينه د غرو څخه يو غر دى چي د شام ولاري ته نژدې دى، دا وار د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دوه سوه نفره سپاره ور سره وه چي په دغه وخت کي د مسلمانانو هغه لوى لښکر دغه ؤ او د دې غزاء څخه بيا هم د قريشو يوه قافله مقصد وه چي دوه زره او پنځه سوه اوښان پکښې وه او د دغي لوى قافلې سره فقط سل نفره ساتونکي ملګري وه، د دې قافلې مشر اُمَيه بن خلف الجُمحي ؤ، مګر دغه قافله هم د مسلمانانو د حملې څخه خلاصه سوه ځکه قافلې ته مخ کي لا خبر رسېدلى ؤ او لار يې واړول قافله تېره سوه او جنګ نه سو پېښ، د دغه اسلامي لښکر بيرغ سپين او د بيرغ اخستونکى سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه ؤ.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net