تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ای زما ځوانه وروره !
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 12, 2021
  0

ای زما ځوانه وروره !

 


لیکنه: عبدالحق فرقانيار / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ای وروره! ټولنیز حالات داسې حساس او بربادونکي پړاوته رسیدلی دي چه د خیر او فلاح کشتی دفحشا‌ء او فساد په سمندر کې ډوبیدونکې ښکاری د اصلاح امکانات ورځ  په ورځ له منځه تلونکی بریښي، د زوال نښې رابرسیره شوی د عزت او عفت حقیقت د بداخلاقی اوبې عزتی په مجازي پردو کې پټ شوی، د یوې عامې رسوایی اوبې حیایی ټول شرایط برابر شوي، نو پداسې حالاتو کې چه موږ له هرې خوا په بشپړه توګه نا امیده شوي یو تا ته یو نصحت کوم:


 ای وروره! ځواني دټول عمر یو نه راګرځیدونکی پسرلی دی د داسې پسرلیو قدر کول دهر ځوان یوه دینی اواخلاقی لویه او مهمه فریضه او زمامداری ده دځوانی په پسرلی کی د هر چا د ژوند د امیدونو غوټی په غوړیدو شي. له هرچا سره یو نوی احساس اویوه نه ما تیدونکی جذبه پیدا شي. خونیک بخته هغه څوک وي چه خپل غلط اوشیطاني احساسات راقابوکړي. دچادکورونو او کنډرونو وهلو ته یی ونه لمسوي، دچا حیاء او عفت پریوتو ته یی مجبور نکړي اودچا د ناموس لوټلو ته یی ونه هځوي .
 
ای وروره! هغه شیطان چه ته یې پرمخه کړی یې او د ژوند له هسکو او ټیټو څخه یی ناخبره ساتلی یې ډیر مکار هوښیار اوځیرک دی پام کوه که یوځلی دې ورسره ملګری شو نو بیابه یی له دوستی څخه ترعمره پوری خلاص نه شې. دا د بنګو خمارنه دی همیش په مغزو کی ګرځی اوتا به داسې شیانو ته هڅوي چه هغه یوازې نوروته نه بلکی تاته پخپله هم یوه لویه صدمه اوضربه درکولای شی بس تاپه قیمتی ځوانی اور پوری کولای شي اوټول ژوند دی په غم اوویر اخته کولای شي .
 
ای وروره!  تابه دې ګلونو د ښایست ننداری داسې خماراوبی پرواکړی چه د پټو اغزیوله لاسه به یی زخمی زخمی شې کوم چه تا نه وي لیدلی اودې ګلونوترپاڼواوڅانګولاندې پټ وي له عفتونوسره لوبې کول دې هغه اغزی لرونکی ګلونوسره لوبی کول دی چه یوه لحظه خمار اوزړه وړونکی ښایست یی تاته دژوند ترپایه اور پورې کولای شي اوتاهسې سوځولای شي چه دود اولوګۍ یې څوک نشي لیدای..
 
ای وروره!  ته چه په کومو ښکارونو پسې وځې اودښکار کولو کوښښ یې کړې نو هغه پټ دامونه هم له نظره مه وباسه چه تا اوستا پشان ډیر هوښیارښکاریان یې ترعمره په مضبوطو دامونوکې ښکیل کړي . داپټ دامونه خوبه خامخا یوه ورځ ستاله سره هم هغه خمار اونیشه والوزوي کومه چه ته یې داسې ‌ړونداوبې پرواکړی وې .
عمل ندې بلکه له بلاګانو څخه ځان ساتل دهرهوښیار اوایماندار بنده خورا لویه هوښیاري اوایمانداري ده. دشهوت اوغرور خونړی بلاهمیشه وازکومي ګرځی خو پام کوه ددی بلاګانو وازکومی ته دځان سپارلو او نغړلو موقع او فرصت مه ورکوه.
 
ای وروره ! هرې دروازې ته نا منا سب ودریدل اوپه هره کوڅه کې د عفتونودلوټلو په غلطوارادوګرځیدل به تا تر کومه وژغوري اودالوټلی مال به ستا دکوم درد دواشي. پداسې حال کې چه خپله دروازه کوڅه اوخپل عفتونه هم دریادکړه.آیا ته به هغو غلو اوداکوانو ته هم غلی اوبی تفاوته پاتې شې کوم چه ستا دکور دروازې درماتوي او یا ترکنډرونو دراوړی او ستاسو ناموس لوټی؟ ووایه آیا داسې څوک شته چه په دومره آسانۍ اوبې پروایۍ له خپلې حیا اوآبرو څخه لاس په سرشي اودداسې کړو ننداره وکړي چه نه عقل نه ایمان اونه یی غیرت منلای شي . اوداسی غلو اوفاحشوانسانانو ته څوک سکوت کولایشی چه هغه یی دکور مال اومتاع په ډیره بی رحمی او بی ایمانی غلاکوی .
 
ای وروره ! ته چه دځان لپاره پرده ، عزت او حیاء غواړې نو داڅه درباندې کیږي چې دنورو لپاره ستاپه زړه کې درحم  او کرم ټکی نه پیداکیږي اوکه نه یې دځان لپاره غواړې اونه دنورو پروالرې نو لږ اوډیرخوله هغو خو نړیو بلاګانوڅخه وویریږه چه دداسې کسانو لپاره یې خوله خلاصه نیولې اوپه یوه ساه هرڅه له خپله حلقه په ډیره بې رحمۍ تیرولایشي .
 
ای وروره! دبدکاری او بداخلاقی په دور زنګ وهلو ځنځیرونوچې څوک تړل شوی او یایې ځانونه پری تړلی وو یوازی توبه یا مرګ ورته خلا صون اوامان ورکولایشی. اوکه نه ځان دزنا کارۍ او بدکارۍ په دامونو کی تړل اوایسارول اوداورته نوره لمن وهل به یوازی تا اوستا ملکری ونه سوځوي بلکې ډیر نوربه هم ددې بربادونکې اورخس اوخاشاک شي او دازموږ اجتماعی ژوندبه هم دځنګلی ځناوروپه شان دبی رحم او داخلاقی ښکارشی.
 
ای وروره ! دی نیشو تورلوکی اودفحاشی سره اورونه هغه دوی توری بلاکانی دی چه ځانونه کورونه کلی اواولسونه سوځوي . نیستۍ او بربادی زیږوي . دنیشی اورهمداسې لکه څنګه چه یی ګوری تن اووجود لوګن کوي دې ته ورته زموږپه مادي معنوي، ایمان، اخلاقي او اجتماعي هستیواورپورې کوي . اودفحشأ اورهغه دسرې پټ اوردی چه کله غرغړاندې شي نو بیایې راقابوکول اویاله منځه وړل دهیچاپه وس او قدرت کې نوي . داسې لوی هستي دتورولوخړوخواراک شي چه په نوم یادولویې هم دچازړه له درده نه قراریږي داسې وبا خوره شي چه زمونږ هرڅه پکې پردي نیست اونابودشي .


نوته لږ دخدای پخاطراوددې دریدده اوځوریدلی اولس په حال رحم اوکرم وکړه اوځان په سوچه اسلامی اخلاقو سمبال کړه چه له یوی خوازموږاسلامي اواخلاقي تشخص هم وشي اوله بلی خوازموږ دیني اواخلاقي زمه واري ترسره شی.
 
ای وروره! څومره به ووایو ترڅوبه یی ولیکو خوله دې دواړو غوره داده چه لمړی پرې عمل وکړو اودخپلواسلام او اخلاقو پواسطه دخلکو زړونه تسخیرکړوپه نتجه کې به مونږ ټولې ایماني ،اخلاقي اواجتماعي ښیګڼې ترلاسه کړی وي  اودموږ غوره اسلامي اخلاق اوکړنلاره به دنورولپاره پنداوعبرت شي دی لویدلې اوکږې ټولنې لپاره به یوه تکیه شي ، په نتجه کی به دآدم اولادته دخیراو فلاح زمینه برابره اوټول به سعادت اواطاعت په یوه ښکلي چاپرچل کې دآرام سکون،اطمینان اوراحت ساه واخلي      (آمین)

 

taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته