تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځوانانو راتلونکی ستاسو دئ
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 16, 2018
  0

ژباړه: محمد نبي سلطاني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


زموږ موخه دلته ټول ځوانان نه دي، چي راتلونکی به د دوی وي او يا به دوی ښه راتلونکی ولري، ځکه زموږ ډېر ځوانان لټ، بېکاره او بې روزګاره دي، نه د ځان، نه د نورو، نه هيواد او نه د نړۍ غم ورسره دئ، بلکي يوازي شپه او ورځ تېروي، سر وکار ئې يا له خوب او يا له خوراک سره دئ. الفت صاحب وايي: « ژوند د دې لپاره نه دئ، چي سړی ئې يوازي په خوب او خوراک تېر کړي او تش د ژوند په نامه دي خوشاله وي، ځکه چي دا راز ژوند يوازي د حيواناتو په برخه رسېدلی.».


 هغه چي تش د ژوند په نامه خوشاله وي هغه راتلونکی نه لري او نه هم د راتلونکي لپاره څه کولای سي، دوی يوازي د دې لپاره دي، چي وې خوري او وې چيښي، په دوبي کي خوبونه او په ژمي کي مجلسونه وکړي، شپه په خوب او ورځ په خندا تېره کړي، پر دغه ډول کسانو چي نه خپل او نه د بل غم ورسره وي خبري کول، په اړه ئې فکر کول او د دوی څخه هيلي لرل خوب او خيال دی. 


زموږ موخه دلته هغه ځوانان دي، چي د غوره او کمالداره ژوند لپاره هڅي کوي، هم ئې ماضي او هم ئې راتلونکی ښه او روښانه وي، غواړي ځان او نورو ته ګټور ثابت سي، غواړي ځان او نور خوشاله کړي، غواړي هيواد او  ټولني ته خدمت وکړي، غواړي په تڼاکو لاسو او یبلو پښو ژوند ته د ژوند په نوم خوښي ورپه برخه کړي او چي غواړي د خدای او اولس په وړاندي خپل ورسپارل سوې دنده په ښه توګه تر سره کړي. 


دا هغه ځوانان دي چي د خپل راتلونکي لپاره اندېښمن دي، لاس تر زني نه دي  کښېناستلي له حوادثو سره ئې ډغري وهلي، له مرګه سره ئې سترګي جنګولي، د طوفان په وړاندي ئې د ټکر اراده او همت کړی. 


دا هغه ځوانان دي چي راتلونکو نسلونو ته په ميراث علم او پوهه، عرفان او معرفت، صداقت او رښتينولي، صبر او زغم، رحم او شفقت، تقوا او ايمانداري، مينه او محبت، سوله او ورورولي، مرسته او لاسنيوی پرېږدي. 


دا هغه ځوانان دي چي د خدای جل جلاله په ورکړه رازي وي عزت او ذلت د خدای ورکړه ګڼي نه خپل ذاتي لاسته راوړنه او نه غوراوی. 


دا هغه ځوانان دي چي چي د خپل ايمان او تقوا په مټ د غربي نړۍ طلسم ماتوي، د غربي نړۍ ځلا ئې سترګي نه برېښوي او نه هم زړه پر بايلي، بلکي  خپل د خاورو کور ( هيواد) ورته د بل تر بنګلو ښه ښګاري. 


دا هغه ځوانان دي چي د هيواد جوړتيا، سمسورتيا او رغونه د خپل کور تر سمسورتيا، جوړتيا او رغونه غوره ګڼي. 

 

دا هغه ځوانان دي چي دیني ارزښتونه، اجتماعي عدالت، د بشري ارزښتونو درناوى ، د هيواد اقتصاد ، ټولنيزي اړيکي ساتل، دهيواد دفاع کول، د خپل وطن سره مينه لرل ، جهل او ناپوهي له منځه وړل ئې د کارونو په سر کي ځای لري. 

 

دا هغه ځوانان دي چي تر فرديت او انفراديت په زياته کچه ټولني ته ترجيح ورکوي، څه چي د ځان لپاره غواړي هغه د ټولني لپاره او څه چي ځان ته خوښوي هغه ټولني ته هم. 

 

دا هغه ځوانان دي چي په خپل خدای ورکړي استعداد سره د اصلاح او فلاح،  سمون او بدلون هڅه کوي، غواړي چي د خلکو له سترګو څخه د ناپوهۍ پردې ليري کړي، غواړي چي په حلال او حرام، مفيد او مضر، ښه او بد د ټولني بې خبر او ناپوهان خبر کړي. 

 

دا هغه ځوانان دي چي د مظلوم مرسته، کومک او لاسنيوی کوي او د ظالم مخنيوی په لاس، ژبه او قلم د هر ډول ممکنه لارو څخه د وس تر بريده د ايمان په روڼا د خدای د رضاء لپاره کوي. 

 

دا هغه ځوانان دي چي د خپلو زړونو او سينو څخه ئې حسد، کينه، بغض او عناد ايستلی، ژبه او قلم ئې د حق په ويلو او د رشتيا پر بيانولو چلېږي. 

 

دا هغه ځوانان دي چي له درواغو، تهمت، بهتان، فسق، فساد او ناوړه کارونو کرکه لري، په مينه او محبت خوشالېږي، د دوستۍ، ملګرۍ او انډيوالۍ قدر کوي، په رښتيا، وفا، خلوص، اخلاص، سخا، ايثار او قربانۍ ته په درنه سترګه ګوري.

 

دا هغه ځوانان دي چي د انسانيت او سړيتوب صفات او خويونه ئې خپل کړي، د خپلو سوکاليو  لپاره د نورو د بربادۍ سامان نه برابروي.
 


دا هغه ځوانان دي چي په تيارو کي د پوهي او معرفت ډېوې بلوي، د خلکو د سترګو څخه د ناپوهۍ پردې ليري کوي، کورته ئې روڼا پوهه او معرفت راولي.   

 

دا هغه ځوانان دي چي خپلي خوښي د الله جل جلاله په رضاء او متابعت کي لټوي او د هر هغه کرکجن عمل څخه  نفرت او کرکه کوي چي په اسلام کي ئې ممانعت وي.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته