تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د E کوډلرونکو غذايي توکو اړوند معلومت
  تعلیم الاسلام
  May 12, 2017
  0

 لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د E-120 د خوراکي توکو رنګ چي د حشراتو څخه جوړیږي خوړل یې حرام دي. د E Codes ډیر توکي لري چي ځیني یې رنګونه دي، ځیني یې د موادو د غلظت لپاره دي او ځیني یې د رنګ د صفا کولو لپاره په نړیوالو بازارونو کی استعمالیږي، په دې رنګونو کي څو ډوله دي:

۱: هغه رنګونه دي چي د حشراتو څخه جوړیږي چي دا حرام دي، لکه E-120, E- 124  اونور..
 
۲: هغه رنګونه دي چي د خنزیر څخه په لاس راځي دا هم حرام دي لکه: E- 141 - , E- 140  او نور..
 
۳: هغه رنګونه دي چي میوه  جاتو او سبزیجاتو څخه په لاس راځي دا حلال دي.
 
۴: هغه رنګونه دي چي څه نور شیان وي او څه شراب هم ورسره ګډ وي دا هم حرام دي.
 
 
پردې E-Codes باندي د کاناډا او افریقا د مسلمانانو ټولنو پوره تحقیق کړیدی، په دې کي ځیني حرام دي، ځیني حلال دي او ځیني مشکوک دي، مشکوک یعني تراوسه لا نه ده معلومه چي د څه شي څخه تولید سوي دي خو ښه خبره دا ده چي ددې مشکوکو څخه پوره ډډه وسي.
 
هغه رنګونه چي پر هر شي باندي لیکلي وي لکه بسکوټ، چاکلیټ، ژاولي، مرباجات، مشروبات، کاسمټکس (د فیشن شان)، صابون، شامپو او نور... نو باید ورڅخه ډډه وسي ترڅو په حرامو کي ونه لویږو.
 
حرام رنګونه:
E-120, E124, E141, E-140, E-161, E-542, E-634, E- 920, E- 921, E- 132, E-544, E- 101
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته