تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د گناهونو د مغفرت او بخښني اسباب ۲
  تعلیم الاسلام
  August 23, 2015
  0

 د گناهونو د مغفرت او بخښل کېدو اسباب (۲) برخه

 

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم اما بعد :
بسم الله الرحمن الرحيم
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام 
 
۳: ښه کارونه کول :
 
له ډېرونصوصومعلومېږي چي نېک اعمال که واجب وي  او که مستحب، په دې سره گناهونه بخښل کېږي.
 
عن ابي ذر قال : قال لي رسول الله صلى الله عليه و سلم اتق الله حيثما كنت وأتبع السيئة الحسنة تمحها وخالق الناس بخلق حسن (رواه الترمذي ص:۱۹ج۲ وقال هذا حديث حسن صحيح)
 
له حضرت ابوذر رضی الله عنه-څخه روايت دی چي ماته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:له الله تعالی څخه ووېرېږه! په کوم ځای کي چي يې! تر بدۍ وروسته نېکي وکړه! دا نېکي هغه بدي ورانوي  او د خلگوسره په ښواخلاقوژوندکوه.
 
په دې حديث کي درۍ خبري راغلې دي، يوه له هغودا ده چي کله گناه وشي نو نېکي ورپسي وکړه، دا نېکي د گناه د مغفرت  او کفاري سبب دی.
 
دا مضمون په قرآن کريم کي هم راغلی دی الله تعالی فرمايي:
إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ. (سورة هود: ۱۱۴)
يعني په يقيني توگه نېکۍ گناوي ختموي!!
 
په بل ځای کي الله جل جلاله فرمايي: ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ. (النحل:۳۲)
ژباړه :جنت ته د هغوعملونو په سبب ننوزئ چي تاسو به کول!!
 
جنت ته څوک هغه وخت داخلېږي کله  چي گناه وروبخښل شي ځکه چي جنت ته داخلېدل د گناه سره نه کېږي ځکه جنت د پاکو خلگو استوگنځی دی، ناولي خلگ جنت ته نه شي داخلېدای.
 
چاته چي جنت ته د ننوتوحکم وشي، معلومېږي چي گناوي يې بخښل شوې دي.
 
معلومه شوه چي د نېک عمل له امله گناوي بخښل شوې دي.
 
په بل ځای کي الله-جل جلاله- فرمايي: اِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ،الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ،أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَهُمْ دَرَجَاتٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ. (لأنفال۲ـ۴)
 
ژباړه: يقيناخبره دا ده چي (رښتيني) مؤمنان هغه کسان دي چي کله د الله نوم ياد شي، زړونه يې ووېرېږي او کله چي يې آياتونه پرې ولوستل شي، ايمان يې ورزيات کړي  او په خپل رب توکل کوي. هغه کسان چي لمونځ اداءکوي  او له هغه څه نه چي موږ ور روزي کړي، لگښت کوي. دغه کسان همدوی په حقه مؤمنان دي، د دوی لپاره د خپل رب په وړاندي درجې، بخښنه  او غوره روزي  ده!!
 
له دې آيت څخه معلومېږي چي د لمانځه د ارکانو او واجباتوسره په پابندۍ اداکول، د زکات ايستل او داسي نورښه کارونه  د گناهونو د مغفرت  او د رزق کريم سببونه دي.
 
له حضرت عثمان رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:څوک چي  اودس وکړي، نو اودس ښائسته کړي (يعني په صحيح طريقه ئې وکړي) د ده گناوي د ده له بندن څخه وزي، تردې چي د نوکانو د لاندي څخه هم ووزي. (بخاري اومسلم)
 
په بل حديث کي راغلي دي: من صام رمضان إيماناً واحتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه. (متفق عليه)
يعني څوک چي د رمضان روژه د ايمان او د ثواب گڼلو په حالت کي ونيسي، د ده مخکينۍ گناوي به وروبخښل شي!!
 
همداراز دا مضمون په ډېرو احاديثو کي راغلی دی چي په ښو کارو سره الله جل جلاله انسان ته مغفرت کوي.
 
په نېکو اعمالو سره د کومو گناهونو مغفرت کېږي؟
 
ځيني عالمان وايي چي که الله پاک وغواړي، لويي هم وربخښي او دا د الله پاک له رحمت څخه لري نه ده.
 
خو جمهور علماء وايي چي د صغائرو (وړو) گناهونو مغفرت کېږي، د کبائرو (لويو گناهونو) لپاره توبه ايستل ضروري ده.
 
د وړوگناهونو بخښل کېدل هم لږ گټه نه ده، له انسان څخه وړې گناوي ډېري کېږي، ددغو د بخښني لپاره الله پاک دغه انتظام کړی دی چي په نيکيو هم بخښل کېږي.
 
د لويود بخښني لپاره توبه او استغفار کول ضروري دي.
 
 
علماووفرمايلي دي چي که صغيره گناوي کمي وي، نو د نيکيو په ذريعه په کبيره گناهونو کي هم تخفيف راځي او نېکي د درجو د لوړوالي ذريعه گرزي.(فضائل توبه واستغفار ص:۴۳)
 
۴: له لويوگناهونوځان ساتل
 
الله جل جلاله فرمايي: إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُدْخَلاً كَرِيماً. (سورة النساء: ۳۱) .
ژباړه: که تاسو له هغو لويو (بديو) چي ترې منع شوي ياست، ډډه وکړئ نوموږ به له تاسو  واړه گناهونه ورژوو او تاسو به د عزت په ځای کي داخل کړو!!
 
په دې آيت مبارک کي د الله پاک د يوه ځانگړي انعام يادونه شوې او هغه دا چي که تاسو له لويو گناهونو ځانونه وژغورئ، نوالله پاک به مو واړه گناهونه در وبخښي او په دې توگه به تاسو له ټولو گناهونو صفا د عزت او راحت په ځای کي داخل کړو چي جنت يې نوم دی.
 
له کبائرو په ځان ساتنه کي د هغو فرائضو او واجباتو ترسره کول هم داخل دي، چي پرېښودل ئې کبيره گناه وي لکه څنگه چي په حديث کي راغلي دي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ يَقُولُ « الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ مُكَفِّرَاتٌ مَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتَنَبَ الْكَبَائِرَ. (رواه مسلم ص:۱۲۲ج:۱)
 
له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: پنځه لمونځونه او يو د جمعې لمونځ تر بل پوري، او يو رمضان تر بل پوري، د هغو گناهونو رژوونکي دي چي ترمنځ يې (شوي) وي، کله چي يې له کبائرو ځان ساتلی وي!!
 
نو له گناهونو ځان ساتل هم د مغفرت سبب دی.
 
ددې لیکني اوله برخه: د مغفرت اسباب
 
(نوربيا...)
 
وصلی الله علی نبينا محمدوعلی آله واصحابه اجمعين
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته