تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه کسان چي دځان لپاره چوکۍ غواړي :
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 13, 2021
  0

هغه کسان چي دځان لپاره چوکۍ غواړي :


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عَنْ أَنَسٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: مَنِ ابْتَغَى الْقَضَاءَ وَسَأَلَ فِيهِ شُفَعَاءَ وُكِلَ إِلَى نَفْسِهِ وَمَنْ أُكْرِهَ عَلَيْهِ أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْهِ مَلَكًا يُسَدِّدُهُ.[سنن ترمذي 1374]


ژباړه: انس رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي هغه وفرمايل: څوک چي د قضاء د منصب غوښتنه وکړي او په هغه کي شفاعت کوونکي پيدا کړي نو دغه قضاء ده ته سپارل کيږي او څوک چي ورباندي مجبوره کړل سي نو الله تعالی ملائکه را استوي چي دده ملاتړ کوي.


که څه هم دلته قضاء ذکر ده خو هر مسئوليت داسي دی چي هرڅوک يې په غوښتنه وغواړي، ځان ورته کانديد کړي او د لاسته راوړلو لپاره يې واسطې پيدا کړي الله تعالی دغه مسئوليت ده ته سپاري او مرسته يې نه کوي خو که يو چا ته بېله غوښتني مسئوليت ورکړل سي نو الله تعالی دده د مرستي لپاره ملائکه ورته را استوي چي په معنوي، روحي او ذهني لحاظ دده مرسته کوي.


تجربه: ډېر داسي کسان چي د مسئوليت اخيستلو وروسته درغلي او خيانت ورڅخه کيږي هغه کسان وي چي خپله يې د مسئوليت غوښتنه کړېوي او يا يې د لاسته راوړلو لپاره واسطې کارولي وي.


ماخذ : اسلامي مقالې 


 www.taleemulislam.net
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته