تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د موټرچلولو څو حفاظتي لارښووني
 
  October 12, 2015
  0
لیکنه: عبدالقدیر پوپل
سرچینه: تعلیم الاسلام راډيو ویب پاڼه

د خوندي  موټرانۍ  یوه برخه  احتیاطي  تدابیر دي لاندي څو  کارونه خپل کړی تر څو عادت مو سي او وروسته دغه عادتونه ستاسو په خوندي ساتلو کي مرسته وکړي:

۱: د سپرېدو دعا
عراده جات د الله عزوجل د نعمتونو څخه دي، د الله تعالی په عظیم قدرت سره موږ ته مسخره سوي دي نو کله چي سفر شروع کوو باید لاندي قراني دعا ووایو:
سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ. وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ
 
 
 
۱: پر موټر شاوخوا ګرځیدل 
د دې تر مخه چي موټر کي کیښنی د موټر شاوخوا وګورئ او اطمینان حاصل کړی چي کوم مانع خو به مخ یا شاته نه وي. داسي خواشنونکي پيښي ډیري سوي چي ماښومان د موټر شاته وي یا تر موټر لاندي پټ وي او موټروان یې خوږ کړي.
 
او بل دا به هم درته معلومه سي که مو موټر ته کوم ضرر رسیدلی وي  یا توږلی وي نو تاسو باید د پارکنګ څخه د وتلو د مخه په خبر سي. 
 
۲: خپل سیټ برابرول 
سیټ باید داسي برابر سي چي هم لار ووینې او هم بریک او اکسلیټر ته مو پښي ورسیږي او د اسټرنګ ځخه لږ تر لږه ۱۰ انچه  فاصله ولری تر څو د حادثې پر وخت په اسټرنګ او ایربیګ (د هوا په کوڅوڼه) خوږ نه سی.  
 
 
۳: هینداره برابرول 

په نوې موټرانو کې تاسو کولای سی چي د موټروان د خوا هینداره (سایډ ګلاس )او دسپاري (سایډ ګلاس)  داسي برابره کړی چي تر ډیره حده د موټر اطراف په صحیح ډول ووینی.
 
 
 
۴ د سر سیټ برابرول
د سر د تکیه کولو سیټ د استراحت تر څنګ  ، د پیښي پر وخت د سره  د ساتلو لپاره دی. د موټر چلولو  تر مخه باید د سر د تکیه کولو سیټ داسی برابره سی چي نه تر سر لوړ وي او نه بیخي کښته.  
 
 
۵ د حفاظتی کمربند تړل 
کمربند تړل د ژوند ژغورلو ترڅنګ د ټکر په وخت کي د ماتي سوي هنداري سره د خوږېدلو مخنیوی هم کوي.
 
 
۶ دروازې قلفول
ځیني موټران پخپله په اتومات ډول دروازې قلفوي خو که اتومات نه وي نو اطمینان حاصل کړی چي دروازې مو قلف کړې. 
 

۷ د موټر لاندی د لیک (سوري)  لپاره کتل 
د لیک سره موټر واني کول د استرنګ ، بریک او د ریډیټر د کار پر یښودلو سبب ګرځي نو باید د موټر د چلولو د مخه  وکتل سي چي کوم پیپ یا بل څه خو به سوری نه وي .
 

۸: د بدو موټروانانو څخه ځان وساتئ
ځیني موټرچلونکي ستا سره پر څنګ سي ترڅو مسابقه درسره وکړي او یا په غلطه طریقه ستاسو د موټر مخته خپل موټر واچوي نو د هغه د رویې څخه مه متاثره کیږی، محتاط اوسی.
 
 
۹: په خرابه هوا کي د بریک سره احتیاط
په طوفاني، باراني یا واورینه هوا کي په ډېر احتیاط بریک نیسئ خصوصاً چي په تېز حالت کي یاست. که چیري ناڅاپه یو دم بریک ونیسی موټر اوړي نو په کرار سره د بریک نیولو کوښښ وکړی.
 
 
 
 
۱۰: د سړک ډبونه
پر سړک او نورو لارو باندي د خطرناکو لوړو او ژورو ډبونو سره محتاط اوسی. که پر یوه لار تاسو عموماً رفتار کوی نو دغه ډول نقطې باید درته معلومي وي.
 
 
 

۱۱: مختلف کارونه مه کوئ
د موټر چلولو په وخت کي د مختلفو کارونو څخه ځان وساتی لکه تلیفون کول، مسیج استول، خوراک کول بلکي سترګي د سړک خواته متوجه کړی.
 
 
 
 ۱۲: د نورو موټرانو څخه فاصله نیول

نورو موټرانو ته ډېر مه نژدې کیږی ځکه که چیري هغوی بریک ونیسي نو ټکر رامنځ ته کیږي او یا کیدایسي هغه یو څه اندازه پر شا راسي چي د ټکر سبب وګرځي.
 
 
 
۱۳:  خپل دماغ په کنټرول کي ولری
که څه هم په کور یا دفتر کي مو طبیعت خراب سوی وي بیا هم د موټر چلولو په وخت کي خپل دماغ مه ګرموی! د ستړیا یا بدخابۍ په وخت کي باید موټر ونه چلول سي. اکثره حادثات په داسي حال کي رامنځ ته کیږي چي موټروان نشه وي او یا یې دماغي حالت برقرار نه وي. که څوک ستاسو څخه مخته سي یا غلطه رویه وکړي بیا هم عفوه کوی ځکه موټرچول د مسابقې لپاره نه دي بلکي خپل کور او ځای ته په هوسایی او حفاظت سره رسیدل هدف دي.
 
 

۱۴: د ماشومانو سره احتیاط
په کوم موټر کي چي ماشومان سپاره وي باید د هغو حفاظت ته ځانګړې پاملرنه وسي ځکه د موټر په معمولي تکان سره ماشوم ته ډېر زیان رسېدلای سي.
 
 
  
۱۵: د ترافیکي اشاراتو مراعت وکړی
ددغو اشارو او سراعت مراعت کول د ځان او د خلګو د هوسایی او د حادثاتو څخه د مخنیوي سبب ګرځي.

د مختلفو منابعو څخه ژباړه

 

 

 

 

 

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته