تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ټولني په اړه د پوهانو او علماو مسئوليتونه:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 27, 2021
  0

د ټولني په وړاندي د علماو او پوهانو مسئوليتونه:( ۳ او ۴  برخه)


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام  ویب پاڼه


8 – ديني علماء بايد خلګو ته د شرعي مسائلو د مطرح کولو او فتوی ورکولو پوره زمينه برابره کړي او د علماو مرجعيت  په اثبات باندي ورسوي تر څو خلګ يې په رهبريت او اصالت باندي وپيژني او د ژوند په هره برخه کي مشوره ورڅخه واخلي.


9 – ديني علماء بايد په ټولنه کي د نارينه او ښځينه مسلمانانو لپاره د تعليم او زدکړي په تعميم کي پوره رول ولوبوي او د هر هغه چا سره پوره مرسته وکړي چي په مسلمانانو کي تعليمي او تربيوي خدمت کوي، ديني علماء بايد د مدارسو، مکاتبو، دارالحفاظونو  او نورو ښوونيزځايونو له لاري د ولس پر ټولو اقشارو باندي کار وکړي تر څو په اسلامي ټولنه کي هر وګړي په ديني او طبيعي علومو باندي پوه سي او په خپل هيواد کي د رهبريت، مشرتوب او خدمت لپاره ښه چمتو سي.

 

10 – ديني علماء بايد تل خپله ټولنه وڅاري، د هر فرد ټولنيز حرکات تعقيب کړي او د هر مفسد په وړاندي د خپلي ټولني څخه ساتنه وکړي تر څو هر مسلمان د فکري او سياسي انحراف څخه وساتل سي او ټول ديني ارزښتونه، اسلامي دودونه او احکام پر خپل لوړ حيثت باندي همداسي پاته سي.


11 – ديني علماء بايد د اړتيا سره سم په اسلامي ټولنه کي ګمراه حزبونه او دلګۍ  خلګو معرفي کړي تر څو په مسلمانانو کي بې اتفاقي پيدا نسي او پر باطل باندي د مسلمانانو د روانېدلو مخنيوی وسي.


12 – ديني علماء بايد د خلګو سر خلاص کړي چي د دين غځېدل او ساتل په دعوت، جهاد، تعليم او تصوف باندي  سويدي او کيږي بناء مسلمانان بايد د دغه څلور واړو په کولو او ساتلو کي کوښښ وکړي او د هر هغه چا سره مرسته وکړي چي ددې څلورو برخو څخه په يوه برخه کي ددين په خدمت باندي بوخت وي.


دا معلومه خبره ده چي د خپلي ټولني په وړاندي هر وګړی خاص مسئوليت لري نو لکه ديني علماء چي د خپلي ټولني په وړاندي مسئوليتونه لري همداسي نور پوهان يې هم لري چي هر يو يې په آداء کولو باندي مکلف دی، د طبيعي او عصري علومو پوهان د خپلي ټولني په وړاندي لاندي مهم مسئوليتونه لري چي آداء کولو ته يې بايد ځانونه ژمن وبولي:


1 – خپل زده کړي معلومات د تدريس او بيان په بڼه د اړتيا سره سم خلګو ته ورسوي او د پوهنتون، مکتب او مدرسې له لاري خپلي ټولي زدکړي د خپل ولس سره شريکي کړي او د ماشومانو او نوي نسل په روزلو کي خپل فعال رول په پوره ايماندارۍ.او ډېري ليوالتيا سره ولوبوي.


2 – د خپلي ټولني په عصري کولو او جوړولو کي خپل علمي مهارتونه او عملي تجربې د خلګو سره شريکي کړي او د شريعت په چوکاټ کي د ننه په مادي قوت کي د خپلو خلګو د بسيا کولو لپاره کار وکړي، په اسلام کي د معنوي قوت د څنګ مادي قوت، ساينسي تحقيقات او اختراعاتو ته ډېر ارزښت ورکول سوی دی نو د مسلماني ټولني هر وګړی بايد د خپل توان سره سم د مسلمانانو په پياوړي کولو کي خپله دنده سرته ورسوي.


3 – د خپل مسلک څخه تجارتي منبع جوړ نکړي او د ظاهري خدمت په مقابل کي د خلګو وينه و نه زبېښي خو له بده مرغه چي نن زموږ ډېری پوهان خپل مسلک پر خپلو خلګو پلوري او د خپل مسلک څخه يې يواځينی هدف د پيسو پيدا کول وي له همدې امله موږ وينو چي ځيني ډاكټران، انجينران او نور پوهان تنها د پيسو غم اخيستي په هره ذريعه چي وي پيسې پيدا کوي او په خپل مسلک کي د پيسو په مقابل کي ډېر خيانتونه کوي.


4 – پدې خاطر چي  رسنيزه فضا په هيواد کي تر ډېره بريده ډکه ښکاري نو د همدې برخي پوهانو يعني ژورنالستانو ته دا لازمه ده چي د خپل مسلک اصولو ته پوره پاملرنه وکړي او ددې تر څنګ ديني اصولو ته هم پوره ژمن وي ځکه اسلام زموږ لپاره داسي دين دی چي  د ژوند هري برخي لپاره يې اصول او احکام ذکر کړيدي نو درواغ ویل، ناحقه اخبار او تبصرې کول، موسیقی غوږ ایستل او داسي نور منفي کارونه ټول هغه ناوړه  کارونه دي چي له بده مرغه ډېری ځوانان په اخته دي.


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته