تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو عیسایي راهب په ۱۵ دقیقو کي ماته وخوړه
 
  July 10, 2016
  0

 یو عیسایي راهب ته مي په ۱۵ دقیقو کي ماته ورکړه

لیکنه: عبدالغفار جُبیر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عموماً د مسیحیت د دین مبشرین او راهبان تر روغبړ وروسته ضرور مذهبي بحث شروع کوي، هغه که هر څوک وي، زه یوې مسیحي کتب خانې ته ورغلم چي یو کتاب وګورم، اتفاقاً هلته د خلکو ګڼه ګوڼه وه، زما ساده لهجه او ساده لباس د دوی لپاره غنیمت  او ښکار سو، دوه کسه مي په خدمت کي ودریدل چي څه خدمت لرې! ورته ومي ویل چي یو کتاب مي په کار دی، بلنه یې راکړه و میز ته پر میز باندي یې راته چای کښېښودلې هغه کتاب یې په منډه راته راواخیستی او راته یې وویل چي ددې قیمت نه غواړو ته مېلمه یې، ما ورڅخه مننه وکړه.

یو کس په دې دواړو کسانو کي چي تقریباً تر۴۰ کلونو اوښتی وو، مذهبي بحث شروع کړ، چي عیسایت هم الهی دین دی، لکه څرنګه چي اسلام او یهودیت خلک مني باید عیسایت هم ومنل سي او داسی نورې ډیرې خبرې یې وکړې، دا چی خلک ډیر وه او دده د هرې خبرې ځواب مي درلودی نو په لوړ اواز سره مي  ورته وویل چي زه عرب یم (یهودي نه یم)، ماته د عیسایت تبلیغ مه کوه، ده راته وویل ولي؟

په دغه وخت کي نور ۱۰یا ۱۲ کسه نر او ښځې هم موږ ته متوجه سول، زما په آند دا کسان اکثره عیسایان وه چي کتب خانه کي وه، ځیني نژدې راغلل ، ماور څخه و پوښتل:

مسلمان: عیسایت د چا دین دی؟
عیسایي راهب: د حضرت عیسی علیه السلام دین دی.

مسلمان: ګوره زه عرب یم، او حضرت عیسی علیه السلام و یهودو ته راغلی وو، صرف او بس نو ځکه وماته عیسایت مه تبلیغوه.

عیسایي راهب: نه حضرت عیسی علیه السلام و ټوله بشریت ته راغلی دی.

مسلمان: ته بایبل راواخله او زه به حوالې درکوم!

۱:د غیر قومو (ماسېوی له یهودو څخه) و بل قوم ته مه ځه، او د سامریانو و ښار ته مه داخلیږه ، بلکه و اسرائيلو ته ولاړ سه۔
 (متی انجیل ـ ۱۰ باب: ۵: ۷)

۲: دی (حضرت عیسی علیه سلام ) یواځی د یهودو پاچا وو۔
 (متی، دویم باب: نذرانی پېش کول: ۲)

۳: ای د یهودو د مځکی بیت لحم ښاره، ته د یهودو په لویو ښارونو کی هم وړوکی نه ئې ځکه ستا نه هم هغه سردار راوځی چي یواځی به د اسرائيلو شپون وی. (متی، دویم باب: نذرانی پېش کول: ۶)

۴: عیسی یواځی د اسرائیلو پاچا دی ۔ (یوحنا، اول باب : ۴۹)

۵: (عیسی علیه سلام و خپلو شاګردانو ته) وایي: زه رښتیا درته وایم او په دې مو پوه کوم چي تاسی د بني اسرائیلو په ټولو ښارونو کي یواځي وګرځئ. (متی ۱۰ باب: ۲۳)

۶: ای عیسی!!! د اسرائیلو د پاچهۍ دی مبارک سه!!!  (یوحنا، دوولسم باب: ۱۲)
 
۷:  عیسی د یهودو د قبېلې څخه دی، او د یهودو زمری دی.  (مکاشفات، پنځم باب: ۳)

۸:  یوه ورځ یوه کنعانې ښځه و حضرت عیسی علیه السلام ته راغله او ورته ئې وویل چي زما سره مرسته وکه، پر ما باندي بد روح ناست دی، او په تکلیف یم، حضرت عیسی علیه السلام و خپلو شاګردانو ته راغی او ورته ئې وویل چي دا رخصت کی او په ما پسې را روانه ده؛ او ورته ووایاست چي زه د اسرائيلو څخه ماسېوا و بل چاته نه یم راغلی، مګر هغه ښځه بیا راغله او د مرستې غوښتنه ئې وکړه، حضرت عیسی علیه السلام ورته وویل: چي د ماشومانو (یهودو) ډوډۍ اخیستل او و سپو (غیر یهودو) ته ورکول ښه نه ده. (متی؛ ، ۱۵ باب، ۲۶: ۲۷) او همدارنګه دا کیسه په (مرقوس ۷ باب، ۲۴: ۳۰) کی هم راغلې ده.

د بایبل په تفسیرکی دپورتنی ایات لاندي دا لیکلي وه:
د حضرت عیسی علیه سلام حواریین ( شاګردان) ټول یهودان وه، او په ټول ژوند کي ئې د یهودو ماسوا و بل چاته دعوت نه دی ورکړی او نه هم د یهودو د علاقې څخه و بلې سیمې ته تللي دي، دا ځکه چي د یهودو څخه ماسوا نور ټول سپي دي.
 
عیسایي راهب ددې حوالو په لیدو سره چي ما ورته ویلې او ده د بایبل هغه باب او هغه ایات ته کتل حیران سو او چوپ سو، دغه متوجه کسان هم ټول چوپ سول، ما هم نور بحث اوږد نکړ، را ولاړ سوم، د راوتلو پر مهال یوې ښځې چي په سترګو کي یې اوښکې ولاړې وې او زما او د راهب ټول بحث یې واوریدی راته وویل:
 
Very good logic and I will think about my self, God bless you.
ډیر ښه منطقي دلیل دي ووایه، زه به د خپل ځان په اړه فکر وکړم، خدای دي برکت درکړي. 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته