تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرآنکريم او ماشوم ترمنځ اړيکي
  تعلیم الاسلام
  January 9, 2017
  0

 رالېږونکی: خیال محمد خادم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


قران کریم  سره  د  ماشوم  د  اړیکو ساتلو  لپاره ۲۵   لارښووني
 
لاندي  لارښووني  باید  په  خپل  ماشوم  باندي په دوامداره ډول عملي کړو چي په دې کي د ماشوم مور ډېر مهم او اساسي رول لوبولای سي.
 
۱- د حمل په موده کي قرآن ته غوږ سي جنین پدې کار سره نفسي او روحي اغیزمن  کېږي، کله چي د ماشوم مور تلاوت کوي یا ورته غوږ نیسي البته د راحت احساس کوي چي دغه احساس په جنین هم تاثیر کوي نو کوښښ وکړئ چي د حمل په موده کي ورځنی تلاوت وکړئ، لږ وي او که ډیر وي په ماشوم باندي اغېزه کوي.
 
۲ -  کله چي ماشوم د تي رودلو په حالت کي  وي هم د قران تلاوت کوئ او یایې په ورځ کي لس یا پنځلس دقیقې تلاوت چي وسي ښه به وي او دا تلاوت د ماشوم ذهن له قران سره روږدي کوي او په راتلونکي کي له ماشوم سره د قران په حفظولو کي مرسته کوي.
 
۳-  د ماشوم په مخکي تلاوت کوئ.
۴ -  ماشوم ته مو یو ځانگړی قران هدیه کړئ ماشوم ته دلو بو د اسبابو په څېر قران هم هدیه کړئ او دا قران دده په نامه کړئ.
 
۵-  د قرآن ختم په ورځ یو محفل جوړ کړئ که تاسو د قران د ختم په ورځ کوم محفل برابر کړئ او خپل ماشوم ته پکښي یوه ډالۍ هم ورکړئ د ماشوم شوق او علاقه له قران سره ډیریږي او هرکله پدې فکرکي وي چي کله به بیا قران ختموو.
 
۶ -  ماشوم ته مو د قرآن کيسې وکړئ د ماشومانو دا خاصیت دی چي کيسې ډیري خوښوي نو تاسي مو ماشوم ته د قران کيسی ډیری کوئ او د کيسو په منځ کي ورته هماغه مربوط آیت هم تلاوت کوئ ترڅو د ماشوم اړیکي له قرآن سره ډیري سي.
 
۷- ماشوم ته قراني مسابقې جوړي وئ، لکه که ممکنه وي مور دي خپل ماشومان په خپلو منځوکي په قراني مسابقو سره بوخت کړي او یا مور ترې داسي پوښتني وکړي چي د ماشوم له سويې سره برابري وي.
 
مثلا: د قریش په سورت کي د سفر په کوم نامه یاد سوی ځواب یی رحله دی او یا د قریش په سورت کي د کال د فصلونو یادونه شوې ده  کوم ځای دی ځواب یې الشتا؛ والصیف دی او داسي نوري پوښتني چي د ماشوم له سويي سره برابري وي.
 
۸ -  محیطي عناصر له قرآن سره و تړئ لکه د مځکي، اسمان، ستورو، سپوږمۍ او داسي نورو ارتباط له قران سره ښیي.
 
۹ -  قراني مسابقې کوئ له ماشوم څخه پوښتنه کوئ چي پلانۍ کلمه په کوم ځای کي ده نو هغه مجبوریږي له قراني قاموس څخه استفاده وکړي چي پدې وخت کي له ډیرو آیتونو سره آشنا کيږي او ددې پوښتنو طریقه باید د ماشوم له سويې سره برابره وي لکه ترې به پوښتنه کوئ چي د الفلق کلمه په کوم ځای کي ده.
 
۱۰ -  قرآن مو له ماشوم سره ملگری کوئ په هرځای کي باید له ماشوم سره قران وي مثلا د عم پاره باید ورسره وي دا مو د ماشوم روح آرام ساتي او د ډار او ويري پر وخت مطمئین وي، البته ماشوم مو لومړی باید د قران په آدابو پوهولی وي.
 
۱۱ -  ماشوم مو په ځانگړو وسایلو له قران سره نیژدې وساتئ مثلا د قران د تلاوت سیډیاني او کيسټي ورته واخلئ یا هغه قراني تلويزیوني چينلونه ډیر نیسئ چي تلاوتونه په ښه غږ دي چي دا ډیر مهم دی ځکه ماشوم مو هم غواړي د هغو په څېر سي او ددې لاري ډېر هڅیږي.
 
۱۲ -  ماشوم ته مو تعلیمي سیډیاني واخلئ که ممکنه وي ماشوم مو په داسی سیډیانو عادت کړئ چي ماشومانوته پکښي قراني یا د تجويد یا داسي نوري علمی ښووني کیږي  چي لدې لاري مو د ماشوم تلاوت سمیږي.
 
۱۳ -  ماشوم مو مسابقاتو کي برخه اخستو ته وهڅوئ په جومات کي، مکتب کي او یا کور کي په مسابقاتو کي برخه اخيستو ته مو ماشوم وهڅوئ ځکه ماشوم هرکله غواړي جایزه وگټي او دا هم د قران سره د علاقې او د حفظ  ښه لاره ده.
 
۱۴ -  کله چي مو ماشوم تلاوت کوي غږ یې  ثبت کړئ د ماشوم غږ ثبتول ماشوم د قران حفظ ته ډېر تشویقوي  په ځانگړې توگه کله چي بیرته خپل غږ واوري نو احساس کوي چي دی هم کولای سي قران یاد کړي.
 
۱۵ -  د مکتب په پروگرامونو کي پرې تلاوت وکړئ د مکتب له مدیر او یا له استاذ سره اړیکه ونیسئ او ورته ووایاست چي کله یې ماشوم تلاوت کوي غلطیاني یې اصلاح کوئ چي پدې سره ماشوم د قران حفظ ته ډېر هڅیږي په ځانگړي ډول کله چي د استاذانو لخوا وهڅیږي.
 
۱۶ -  له ماشوم څخه مو قراني کيسې اورئ کله مو چي ماشوم قراني کيسې کوي تاسو ورته چپ کښېنئ او داسي ښیي لکه چي هیڅ مو داکيسې نه وي او ریدلي او کله چي مو ماشوم غلطیږی تاسو یې غلطي ور وښیاست.
 
۱۷ -  کله نا کله مو ماشوم د امامت لپاره مخکي کوئ که د ماشوم امامت په نوافلو کي وي ښه به وي.
 
۱۸-  په کورنۍ حلقه کي مو ماشوم گډوئ په کورنۍ کي مو د تلاوت یوه حلقه جوړه کړئ که ممکنه وي هره ورځ دا حلقه د 5 دقیقو لپاره کوي.
 
۱۹-  ماشوم مو د جومات حلقې ته لیږئ دا  د ماشوم لپاره ډیره ښه ده او د تجويد په ښه کولو کي یې ورسره مرسته کوي.
 
۲۰ -  که مو ماشوم دقران په هکله درڅخه کومه پوښتنه وکړه تاسو ښه په دقت او په طریقې ځواب ورکوئ.
 
۲۱ -  ماشوم ته مو دهغه له سويې سره برابر د ماشومانو قاموسو نه واخلئ ترڅو د معانیو په پوهېدو کي خپله خپل مشکل حل کړي.
 
۲۲-  ماشوم ته مو دقران د تفسیر آسانتياوي برابري کړئ ددې لپاره چي ماشوم مو په تفسیر څه ناڅه وپوهیږي د تفسیر سیډیاني ، کيسټی او کتابونه ورته واخلئ او هغه تفسیرونه ورته وانخلئ چي پکښي د مفسرینو اختلاف دی.
 
۲۳ -  ماشوم مو له اهل علم سره په ارتباط کي لرئ ماشوم مو تل علماو ته ورولئ له هغو سره یې ناسته پاسته ډیره کړئ، ځکه دا مو ماشوم ته دا جرئت ورکوي چي له علماو سره دیوې موضوع په اړه بحث وکړي.
 
۲۴ -  د ماشوم تعلیمي منهج له قران سره تړئ کوم کتابونه چي مو ماشومان په مکتب کي وایي له قران سره ارتباط ورکوئ.
 
۲۵ -  ورځنیو احادیثو ته له قران سره ربط ورکوئ مثلا ځني احادیث د اسراف په اړه نازل سوي دي له قراني ایاتو سره ارتباط ورکوئ له دې لارښوونو څنگه گټه اخلئ؟
 
لومړی دا پاڼه پرینټ کړئ بیا دا لارښووني په څو برخو ووېشئ آسانه او د تطبیق وړ ترې جدا کړئ او پرې عمل وکړئ او هر کار مو د ماشوم له سويې  سره برابر سرته رسوئ.
 
 
------------------------
 
سرچينه: تعليم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته