تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلامي طریقه د اولاد روزني ۶ لاري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 7, 2020
  0

ژباړه: شیر احمد اغا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۶ لاري چاري چي څنکه کولای سو خپل اولادونه په اسلامي طریقه وروزو .

 

۱: په زړونو کي یې د الله جل جلاله او حضرت محمد ﷺ مینه ځای کړئ


د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سيرت او د قرآن کريم د زده کړي لپاره ورته ورځنی ځانګړی وخت وقف کړئ.


الله تعالي په قران کريم کي فرمايي:
(
كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ) (سورة ص: ۲۹)


۲: مینه او نرمي ور وښایاست
د کوچني په روزنه کي یوه ستره غلطي دا ده چي د هغوی احساساتو ته نه کتل کیږي، عواطف یې زخمي کیږي او اکثره وخت سختي ورسره کیږي. باید په مینه او نرمۍ یې روزنه وسي.


پيغمبر صلی الله علیه وسلم به ځیني وخت د حضرت انس رضی الله عنه د ماشوم ورور (ابوعمیر) څخه پوښتل: "یا ابو عمیره ! ستا مرغه څه وکړل؟ "


ځکه یوه ورځ هغه مرغه مړ سو او کوچنی ډېر پرېشانه وو نو د میني پيغمبر صلی الله علیه وسلم چي ماشوم ولید نو تسلي یې ورکړل او خوشحاله یې کړ.


۳: د هغوی په وړاندي عادل او صادق واوسئ
عدل و کوچنیانو ته ډیر مهم دی. دوی و ټينګ، صادقانه او عادل نظم ته تر ټولو ښه ځواب وایي .


د عبدالله بن عامر رضی الله عنه مور یو وخت ده ته وویل چي دلته راسه، بیا یو شی در کوم.


پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورته فرمایل چي که دي یو شی ورنه کړی نو په تا پسي به یو درواغ ولیکل سي. (رواه ابوداود )


۴: پلرونه دي برخه ورسره اخلي
نارینه اولادونه د نارینه یو ښه تګلاري او مثال ته ضرورت لري. دوی یو داسي پلار ته ضرورت لري چي دوی په نرمه توګه رهبري کړي خو په تاکید سره یې تشويق هم کړي .


یوه ورځ عمر رضی الله د خپل زوی عبد الله رضی الله عنه سره پر لار روان وو چي زوی یې ورته وویل چي زما د رسول الله صلی الله علیه وسلم و یو پوښتني ته چي د صحابوو څخه یې کړې وه جواب زده وو (خو د کم عمر لکبله مي جواب نه سوای ورکولای).

 

حضرت عمر رضی الله عنه چي کله د خپل زوی جواب واورېدی نو یې ورته وویل:  که ددې پوښتني جواب ورکړی وای دا به زما لپاره تر ټولي نړۍ محبوب وای.


۵: د هغوی ماشومتوب وزغمئ او غېږ ورکړئ
اکثره والدین د اولادونو په روزنه کي د هغوی سختۍ او شوخۍ نه خوښوي. والدینو ته دا اړینه ده چي دا سختۍ قبولي کړي او هر وخت سزا ورکونکي ونه اوسي .


کله چي د پيغبر صلی الله علیه وسلم لمسیان حسن او حسین رضی الله عنهما کوچنیان وه نو د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د سجدې کولو پر وخت به دوی دده مبارک پر ملا کښېنستل. کله چي به نبي کریم صلی الله علیه وسلم سر راپورته کاوه نو دوی به یې په ډيره نرمي په لاس ونیول او پر مځکه به یې ایله کړل... (رواه احمد)


۶: دوی ته په کور کي ځيني کارونه وسپارئ
د لارښوونو تعقیب کول او د کارونه سرته رسول ډير مهم مهارتونه دي چي باید زده کړل سي .
نو په دې ډول خپل زوی ته هره ورځ یوه وظیفه وټاکئ.


پيغمبر صلی الله علیه وسلم به ځان د خپلي کورنۍ سره په خدمت بوخت ساتلی وو او کله چي به د لمانځه وخت سو نو به ولمانځه ته تلی. (صحيح البخاري)

 

الله عزوجل دي وکړي چي اولادنه مو د صالحو له جملې څخه وګرځي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته