تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ماشومانو کي بې جراتي او شرم (۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 27, 2023
  0

لیکنه: جاوید احمد ادبیار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په ماشومانو کي بې جراتي او شرم
( درېیمه برخه) 


د کم جراتۍ د علاج لاري چاري

 

موږ کولی سو چي په لاندي لارو چارو سره د خپل ماشوم راتلونکی له ستونزو وژغورو او د راتلونکي لپاره يې باجراته او په ځان باوري وروزو.

 

۱-  موږ بايد د ماشومانو لپاره ارامه فضاء او چاپېريال جوړ کړو، ترڅو ماشوم هيڅ ډول د کم جراتۍ او زړه تنګۍ احساس ونه کړي، همدارنګه بايد له ماشوم سره د تېزي، سخت برخورد او رټلو څخه هم ډډه وکړل سي، ځکه چي که د ماشوم سره سخت برخورد وسي؛ نو هغه به هيڅکله ونه سي کولی چي په ټولنه کي زړور اوسي او بيا به ځان کښونکی (ګوښه ګير)، بې جراته او يوازېتوب خوښوونکی انسان ورڅخه جوړ سي.

 
ماشوم بايد آزادانه بحث ته پرېښودل سي، ترڅو خپل نظر که سم وي او يا ناسم له نورو سره شريک کړي ياني د کورنۍ په منځ کي له نورو غړو سره شريک کړي، ځکه چي له همدې لاري بيا په ټولنه کي هم همداسي زړور او اجتماعي خواص غوره کوي او په پایله کي يو بريالی او ټولني او کورنۍ ته ګټه رسوونکی ځوان ورڅخه جوړيږي.

 

۲-  مور او پلار بايد له خپلو ماشومانو سره په خپل حد او اندازه مينه وکړي، ځکه چي هرڅه بايد اوسط وساتل سي که په مينه کي هم ډېرښت وسي؛ نو د ماشوم راتلونکي ته ستونزه جوړولای سي. له ماشوم سره بايد د مور، پلار او کورنۍ اړيکي سپکوونکي يا له انتقاده ډکي نه وي او همدارنګه بايد ماشوم د خپلو همزولو په مخ کي ونه رټل سي، ځکه چي هغه بيا د دې احساس کوي، چي د هيڅ چا د خوښۍ وړ نه دی او له دې لاري هغه کم جراته او ځان کښونکی (ګوښه ګير) جوړيږي، چي ژوند به يې له ډيرو ستونزو سره مخ وي.

 

۳-  مور او پلار بايد د ماشومانو په اړه خپله اندېښنه له ځان سره پټه وساتي او ماشوم دي پرېښوول سي، ترڅو پر ځان باوري او ډاډه اوسي؛ ډېر روانپوهان وايي، چي له ماشومانو سره داسي طبعي غريزې سته، چي دوی دېته هڅوي ترڅو د خپل وجود پر وړاندي له ګواښونو څخه ساتنه وکړي.

 

۴-  مور او پلار بايد خپلو ماشومانو ته دا وروښيي، چي له نورو سره ناسته ولاړه ولري، خپل ملګري خپل کور ته راوبلي او يا يې له ځانه سره د نورو دوستانو کورونو ته بوزي. له ما شومانو بايد وغوښتل سي، ترڅو د نورو مخ کي خبري وکړي، که څه هم هغه ډېر کوچني ماشومان وي، پروا نه لري له همدې ځايه ماشوم د خبرو کولو ښه مهارت زده کوي او په راتلونکي کي د ډېرو مشرانو مخ کي بې له کومي ويري او وهم څخه په ډېر ښه ډول خبري کولی سي.


صحابه کرامو به خپل ماشومان داسي روزل، چي په هغوی کي به د کم جراتۍ عوامل نه ترسترګو کېدل، ځکه چي هغوی به خپل ماشومان له ځانونو سره محفلونو او نورو پروګرامونو ته بېول او هغوی به يې هڅول ترڅو د نورو خلکو په مخ کي خبري وکړي او يا يې مشران او چارواکي دېته هڅول، چي له ځينو پوهو او تکړه ماشومانو سره خبري اتري ولري او په ځينو مسايلو کي د هغوی مشوره واخلي. حضرت عمر(رضی الله تعالی عنه) به خپل زوی عبدالله د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) مجلس ته له ځانه سره بېوی، هغه و خت عبدالله لا د بلوغ حد ته نه وو رسېدلی.


۵-  مور او پلار بايد خپلو کم جراته ماشومانو ته دا په تکرار سره ووايي، چي له نورو خلکو سره اړيکي ولری او له هغوی سره په خبرو اترو او لوبو کي ګډون وکړی او ورڅخه دي وغواړي، ترڅو له نورو ماشومانو سره دي د دوستۍ اړيکي وساتي. 


مور او پلار دې په دې برخه کي د ډېر زړه سوي څخه هم ځان وژغوري؛ پرېږدئ چي خپله ماشوم په خپلو ټولو کارونو؛ لکه: کالي اغوستل او بوټونو را اخيستلو او پښو کولو کې خپلواک اوسي، ترڅو د خپل ژوند په ټولو چارو کي په  خپل ځان تکيه وکړي. 


کله چې ماشوم په خپل ځان نه بلکي په مور او پلار تکيه کوونکی وي؛ نو د هغه ذاتي پوخوالی نيمګړی پاته کيږي او ماشوم هر وخت حتا په ډېرو وړو کارونو کي هم په ځان تکيه کوونکی نه وي له دې ځايه ماشوم کم جراته او ځان کښونکی اموخته کيږي.


ښوونکي بايد په ماشومانو کي پرځان د باوري کېدلو حس تقويه کړي او له ټولو سره بايد په مساويانه يا برابر ډول کړني يا رفتار وکړي او بايد د هغوی ترمنځ د دې د پاره چي فلانی ښه استعداد لري او فلانی يې نه لري بېلابېل رفتار ونه سي، ځکه چي داسي پرتله کونه بيا په ماشوم کي پرځان د باوري کېدلو حس کمزوری کوي او هغه د کم جراتۍ لور ته بيايي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته