تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ماشومانو کي بې جراتي او شرم (۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 21, 2023
  0

لیکنه: جاوید احمد ادبیار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په ماشومانو کي بې جراتي او شرم
( دوهمه برخه) 


په ماشومانو کي د کم جراتۍ لاملونه

 

کم جراتي ډېر لاملونه لري، چي ځيني عمده لاملونه يې په لاندي ډول دي:


۱-   وراثت

 

وراثت د کم جراتۍ په برخه کي ډېر مهم رول لوبوي، ځکه چي د کم جراتۍ هورمونونه ماشوم ته لېږدول کيږي او په هغه کي مخکي له مخکي ځای پرځای کيږي. طبي څېړنو ښودلې ده، چي کم جراتي د ماشوم د پيدايښت پر مهال ښکاره کيږي او هورمونونه ارثي خويونه او صفتونه له مور او پلار څخه ماشوم ته لېږدوي، د ډيرو کم جراته ماشومانو مور او پلار هم همداسي کم جراته وي، که يې مور او پلار کم جراته نه وه؛ نو کېدای سي نور خپلوان لکه نيکه، کاکا او يا ماما يې د کم جراتۍ ښکار وي.


۲-  د مور له حده ډېر احتياط

 

هره مور له خپل اولاد سره له حده ډېره مينه لري؛ نو ډير وخت هغه غواړي يا احساس کوي، چې خپل ماشوم له زيانونو څخه وژغوري، کله چي دغه احتياط له حد څخه تېری وکړي؛ نو ماشوم ته په غير مستقيم ډول دا ور په يادوي، چي هغه له سلهاوو بهرنيو خطرونو سره مخ دی؛ نو له همدغه ځای څخه ماشوم د خطر او بيري احساس کوي او يوازينی ځای، چي د ارامۍ احساس ورکوي هغه د مور غېږ ده. ډېر وخت سوي دي، چي مور د ډېر خطر له ويري خپل زوی دباندي نه پرېږدي، ترڅو له نورو ماشومانو سره لوبي وکړي او يا هم مور يې د دې وېره لري، چي له نورو ماشومانو څخه ښکنځل زده نه کړي؛ نو له همدې امله ماشوم کم جراته او ډارن ټولني ته وړاندي کيږي، نه غواړي له ټولني سره يوځای سي او يوازيتوب خوښوي.

 

۳-  معيوبيت

 

ځيني هغه ماشومان چي معيوبه وي او يا هم کومه جسمي ستونزه ولري، نو ډېر وخت د شرم احساس کوي او همدغه د دې لامل کيږي، چي ما شوم ځان کښونکی (ګوښه ګير) او کم جراته سي. کېدای سي ځيني ماشومان د غريبۍ له امله هم د کم جراتۍ احساس کوي، ځکه د کاليو خرابوالی يا نشتون او همداسي نور لاملونه هم د کم جراتۍ لامل کېږي.

 

۴-  د مور او پلار له حده ډېر زړه سوی


 د مور او پلار له حده ډېر زړه سوی کېدای سي په ډېرو ماشومانو کي کم جراتي رامنځته کړي، د بيلګي په ډول: مور او پلار ماشومانو ته اجازه نه ورکوي، ترڅو هغه کارونه ترسره کړي، چي د ترسره کولو وړتيا يې لري؛ نو ماشوم همداسي له ځان سره فکر کوي، چي د هيڅ شي د ترسره کولو وړتيا نه لري.

 

۵-  د مور او پلار او يا کورنۍ په هره تېروتنه ډېررټل


 ډېر وخت مور او پلار په خپلو ماشومانو هر وخت په غوسه کيږي او هغوی هيڅ خپلي موخي ته نه پرېږدي، که څه هم کېدای سي د هغه نظر او کار به ډېر ګټور او ښه وي، خو مور او پلار يې نه پرېږدي، ترڅو هغه کار ترسره کړي؛ نو له همدې امله ماشوم کم جراته لوی کيږي او په راتلونکي ژوند کي هم په وېره او کم جراتۍ کي وي، چي په دې برخه کي بايد مور او پلار بلکي ټوله کورنۍ د ماشوم د رټلو په برخه کي له ډېر احتياط څخه کار واخلي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته