تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اولادونو څارنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 30, 2021
  0


لیکنه: محمود زمریالی


پلار باید خپل اولاد ته ډیره ازادي ورنکړي هغه ځکه کله چي یو ځوان ازادي ولري د ځوان څخه ډیر داسي کارونه کیږي چي نتیجه یې منفي وي او که چیري یو پلار خپل زوی تل تعقیب کړي او پوره ازادي ورنکړي دا به د یوه پلار ښه لاسته راوړنه وي، ځکه نن سبا موږ ټوله خبر یو چي څنګه زمانې ته راوتلي یو چي هر څه امکان لري.


پلار باید زوی د ملګرو څخه محرومه نکړي، هو! داسي باید ووایم چي پلار باید خپل د زوی ملګري ښه سم وپیژني او د زوی د ملګري کورنۍ هم وپیژني ترڅو سبا یې زړه په ښه وي چي اولاد مي له چا سره ناسته او ولاړه کوي، که چیري یو پلار خپل د اولاد ملګري ونه پیژني زه دا یوه غټه ستونزه بولم ځکه نن سبا داسي ملګري ډیر سته چي یو او بل ته غل وي، یو بل ته مطلبي وي حتیٰ داسي ملګري سته چي د یو چا اینده ور خرابوي، لکه په نشو او فحشاء یې اخته کوي.


همداسي نوري خرابي طریقې ورته ښیې، کله چي پلار په خبریږي زوی یې د وخته له لاسه ورکړی وي چي وروسته هرڅومره کوښښ وکړي خپل زوی عادي حالت ته نسي راوستلای نو ځکه وایم چي پلار باید تل خپل د زوی په فکر کي واوسي تر څو ورته معلومه وي چي زوی مي له څنګه خلګو سره ناسته او ولاړه کوي.


په اخر کي باید دا ووایم چي پر خپلو کشرانو مو پام وکړئ ستاسو اولادونه ستاسو امانت دئ. خپل په اولادونو مو ښه زده کړي وکړئ، اسلامي ماحول ورته برابر کړئ، صالح ملګري ورته ولټوئ، مینه ورسره وکړئ، وخت ور وباسئ، د خپلو اولادونو سره د ملګرتیا په شکل کښېنئ ترڅو اولاد مو سالمه تربیه ولري ځکه همدا تربیه تر نورو نسلونو پوري نقلیږي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته